white-house-spokesman

له طالبانو څخه د سپینې ماڼۍ وروستۍ غوښتنه څومره د توجیه وړ ده؟

په کابل کې د جمعې د ورځې له خونړي برید وروسته د سپینۍ ماڼۍ ویاند جی کارني ویلي دي چې د افغانستان د جګړې د سوله ييز حل لپاره دې طالبان د وسلې په غورځولو سره له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي .

د افغانستان په اړه د امریکا متزلزلې اوبدلیدونکي پالیسي ته په کتو سره داسې ښکاري چې سپینه ماڼۍ اصلا د افغانستان د لانجې دهویت له پیژندلو عاجزه ؛ ځکه یې هره ورځ د حل په اړه د یوه اصولي ثابت دریځ د غوره کولو پرځای بیلا بیلې غوښتنې او پریکړې اعلاموي .

امریکایانو په افغانستان باندې د یرغل په پیل کې تر بل هرڅه له مخه یواځې په پوځي حل ټینګار کاوه اود خپلو مخالفینو لپاره یې له تسلیمي ، اسارت او وژلو پرته پربل هیڅ شي اعتراف نه درلود.

خو د هغوئ په مقابل کې د افغان ولس تر مقاومت تر ګرمیدو وروسته یې بیا د پوځي حل ترڅنګ له مخالفینو (طالبانو) سره د مذاکراتو پروسه هم منظوره او دکرزي د رژیم په چوکاټ کې یې د سولې د ټینګښت کمیسیون او د هغه په تعقیب د سولې د عالي شورا په نوم اداري تشکلات رامنځته کړل .

خو کله چې هغوئ هم ونکړای شول د امریکایانو په مقابل کې د افغان ولس د مقاومت زور راکم کړي نویې په خپله په مستقیم ډول له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو هڅه وکړه .

د دغې هڅې له پیل کولو سمدستي یې بیرته په خپله هغه تخریب او د یولړ ناموجهو دلائلو له مخې یې هماغه پیل کړې پروسه نیمګړې پريښودله .

سپینه ماڼۍ د خپلې نامتوازنې پالیسي له مخې له یوې خوا له طالبانو څخه د سولې د خبرو پیلول غواړي او له بلې خوا بیا د هغوئ پوځي قومندانان په تور لیست کې شاملوي.

یوه ورځ یې مرستیال ولس مشر جوبایډن طالبان د ځان دوستان بولي اوبله ورځ یې دکانګریس غړی سناتورګراهام هغوئ(طالبان) د امریکا اوټولې نړۍ سرسخت دښمنان معرفي کوي .

د سپینې ماڼۍ په وروستۍ غوښتنې کې د تعجب وړ ټکی دادی چې هغوئ دا ځلې له طالبانو غوښتي چې دوئ دي د کرزي له حکومت سره خبرې وکړې ، هغه حکومت چې خپله سپینه ماڼۍ یې په استقلالیت او خپلواکي اعتراف نه لري.

که امریکایانو واقعا هم دکرزي رژیم دافغانستان د خپلواک حکومت په توګه پیژاندی ، نو کم ترکمه یواځې د بګرام د بندیانو د خوشي کولو اود ولسي خلګو د نه وژلو په اړه خو به یې دهغه غوښتنې منلې وای.

کرزی هم د امریکایانو په مقابل کې په خپلې بیوسۍ اعتراف کوي او ځان دهغوئ د پریکړو په مقابل کې غیر مستقل بولي ، خوامریکایان د دې ټولو باوجود بیاهم له طالبانو غواړي چې د افغان لانجې د حل په اړه دي له همدغه ناخپلواکه او بیوسه حکومت سره خبرې وکړې او د هغوئ په مقابل کې دې وسله پر ځمکه کیږدي.

که امریکایان ریښتیاهم په افغانستان کې دسولې مذاکراتوته ژمن وای نو په دې اړه به یې دلانجې د یوه مطرح لوري په توګه د طالبانو غوښتنې منلې وای .

امریکایان تر بل هروخت اوس دطالبانو په مقابل کې کمزوري دي ، تر دې چې په کابل کې د خپل سفارت د خوندیتوب توان یې له لاسه ورکړی ، خودوئ په همدغه لویدلي حال کې هم له طالبانو څخه د وسلې غور ځولو غوښتنه کوي چې په حقیقت کې د هغوئ دغه مضحکانه موقف له ديپلوماتیکي جنون او لیونتوب پرته بل هیڅ تعبیر نه لري .

د دغه جنوني موقف پر ځای امریکایانوته دا مناسبه ده چې دسولې په اړه د جانب مقابل خبرې هم ومني او د دوه اړخیز سالم تفاهم له مخې د افغانستان لانجې ته دپای ټکی کیږدي .

د نن ټکي آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د