د ښایسته مجالسو اثرات

حمزه حسیني

الله جل جلاله چې د ټولو کائناتو خالق دی، د خپلو مخلوقاتو لپاره یې قوانین وضع کړي دي؛ بعضو ته یې الهاماً د غوره زندګی تیرولو توان ورکړی او بعضو ته یې په شکل د یو کتاب د ښې زندګی د تېرولو قوانین برابر کړي؛ خو د دوه ډوله مخلوق لپاره چې انسانان او پېریان دي خپل سپېڅلي قوانین یې ورته نازل کړي ترڅو په هغو قوانینو عمل وکړي او د دنیا و آخرت کامیابي یې په نصیب شي.

البته هغه اشخاص چې تر ډېره یې په دغو زرینو قوانینو عمل کړی وي تر نورو بیا ډیر سپیڅلي بریښي او د سړي زړه غواړي تر څو ورسره ناسته او مجلسونه زیات کړي او د ژوند شېبې یې لا رنګينې شي، خپلې کړنې هم د دوی په څیر په شریعت برابرې کړي، د ارام او سکون په خوند پوه شي او د دغو صالحانو کړنې ورته د یو سبق اخیستلو په معني شي.

خو بالعکس هغه اشخاص چې له دغو سپېڅلو قوانینو بې برخې وي او په عمل کې یې نه وي راوستي؛ نو تر ډېره بد شکله برېښي او د سړي زړه نه غواړي تر څو ورسره ناسته او مجلسونه وکړي او همدا راز نه غواړي تر څو یې اعمال دده په څیر بې پته شي.

ښه خبره همدا ده چې مسلمانان باید له نیکو خلکو او علماؤ سره خپل مجالس منحصر کړي؛ له همدوی سره تعلق جوړ کړي ځکه ګټه یې دغه شخص ته څو چنده ده؛ هغه دا چې د دغه نیک او عالم شخص کړنې تعقیب کړي او د خپلې زندګۍ معمول یې وګرځوي؛ نو رب العلمین به هم ترې راضي شي او خپله زندګي به یې هم د ارام او سکون تر درشل رسېدلي وي.

هوکې!
مجالس هم خپل اثرات لري که مجلس ښه وي نو اثرات یې هم ښه وی او که مجلس خراب وي اثرات او پایلې یې هم خرابې وي؛ په اړه یې شاعر څه ښه ویلي:
صحـــبت صـــالح ترا صـــالح کنـــــــد
صحـــبت طـــالح ترا طــــالح کنـــــــد.

خو افسوس نن غربي ميډيا زمونږ د بعضو ساده خلکو اذهان دومره ور خراب کړي؛ چې دينداره او نیک خلک یې ورته د زهرو لرونکو ښامارانو په حیث معرفي کړي؛ حال دا چې هره دیني او دنیوي ستونزه مو همدا علماء او نیکان خلک راته هواروي، په هر مشکل کار کې اولاً الله تبارک وتعالي ته او ثانیاً همدغو نیکانو او صالحانو ته مراجعه کوو؛ په آخر کې درنو مسلمانانو وروڼو ته د توصیې په شکل دا وایم:
اي بــرادر دور بـــاش از یــــار بـد
یـــار بـد بـدتــــر بود از مــــار بـد

مـــار بد نقــصان کــــند از جان تو
یـــار بد نقـــصان کــــند ایــمان تو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.