شعـــــرونه

غزل/ هدايت الله طلحه

هدايت الله طلحه
ما چې ده زړه تر څنګ بللى نه وائ
ته به د زړه تر کور راغلى نه وائ

دغه د غم به وي څپې ترکومه کومه
ما چې دا ستا رخسار ليدلی نه وائ

که د الفت له ميخانې وم خبر
زما ببر سر ګريوان شليدلى نه وائ

وړى به نه واي د ويرونو سيلۍ
که مې اول ستا ليک کتلی نه وای

که په انګړ نه واى راضى مى ده ژوند
دا ماشوم زړه به ژړيدلئ نه وائ

که نه واي ميشت نن په فراق ده کنعان
نظر ده هجر به مى تللى نه وائ

ده محبت شراب ده مينى په جام
کاشکى دا يو دى په ماڅښلئ نه وائ

که ده قسمت غړى پر هسګ ګرزيده
زه بيي مجنون له ښار استلئ نه وائ

هائ چى راګير نه وائ په جال کى ده عشق
دا هدايت به طلحه شوى نه وائ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x