ټولنیزه برخه

د زمانې نوې فتنه

عزام کابلی
هغه متل ده وایی یوه سړی ښځه کړی وه د ښځی نوم یی فتنه وه بیايې ځوی پیدا شوی وه نوم یې فساد ورباندې ایښی وه سه وخت پس فساد مړ شوه نو پلار یې ډیرسخت ورپسې ژړل ښځی یې ورته وویل چی دومره ولی ژاړی ؟خاوندیې ورته وویل چی فساد مړ ده کنه ښځی یې ورته وویل چی غم مه کوه دافتنه چی درته ژوندې وی ډیرفسادونه به درته وزیږوی .

خبره تردی رایاد شوه چی ترڅوزمونږپه ګران هیواد کې اشغالګر وی ترهغې به دفتنواوفسادونوباران وی اوکه کله هم د اشغالګرو ګیلم ټول شوه نو ان شاءالله بیابه زمونږګران هیوادوال داسلامی نظام خوند وګوری.

نوی فتنی خو ډیرې دی هروخت نوی نوی فتنی رامخته کیژی داسې نه ده چی یوه فتنه دی هر وخت وی د هرې زمانې خپلې فتنې اوفسادونه وی لکه الله رب العزت چې په هره زمانه کې خپلوخوږو استازو ته د هغې زمانی مطابق معجزې ورکولې بیابه هغه استازو صلوات الله علیهم د وخت د طاغوتانومقابله پری کوله اود حق دلښکربیرغ به پری هسک وه چونکی د نبوت سلسله بنده ده د مقابلې میدان یې مسلمان امت ته ورپاتې ده داسې نه چی مونږ ووایو چې دغه فتنه خوپرما لا نه ده راغلې چې کله راباندې راشي بیابه ورسره ګورم که خدای مه کړه دغه حالت ته خبره ورسیدله بیانو رمونږاوستاسوپه مخ کې د سمرقند اوبخارا تاریخ پروت دی چی هلته په مسلمان امت سه کیژی زمونږهرفرد ملکف ده چی د اصلاح اود فتنونه د بچ کولوکوشش به کوو اودابه خپله فریضه بولو اصلې فتنه هغه ده چې د اسلام او مسلمانانو په خلاف وی ددیموکراسۍ بدمرغه ناخوالومونږته ډیرې فتنې له ځان سره راوړی دی نن غرب پلوه بی تهذیبه داخبره زمزمه کوی چی اسلام خو د یوڅومخصوصوعباداتومجموعه ده اوبس لمونز،روژه،حج ،زکاة تردی آخوا هیس نشته نه کوم عائلی قانون لری .نه دژوندتیرولوپه اصولوخبردی . نه ورسره دترقی اوخوشحالې سوچ شته .حتي د ازادې خوبیخي ورسره سوچ اوفکرهم نشته وغیره وغیره منفي خبري او وهمونه ددغوافکارو اووهمونو ترشاه ډیرې خبرې دی.

لله الحمد مونږ یو جوړ نظام لرو ترڅود هغه نظام په سیورې کې خپله ټوله زنده ګي تیره کړو نن مونږته په دی څوک پیغور نشي راکولي چی مسلمانان شاته پاتې دي لله الحمد نن مونږ هغه څه کړی چې تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږی اودرسته نړۍ په دي شاهده ده زمونږد مظلوم ملت په وړاندې نن مهمه فتنه د فکری یرغل فتنه ده دافتنه بیاداسی فتنه ده چې ځان بچ کول ورنه خورا ګران دی ځکه زمونږمظلوم ولس ددښمن په پنجوکې راګیردی دتعلیم په ډګرکې پاتې دی دغه یرغل ډیرژر اثرورباندې کوی دغې فتنې ډیرغښتلي کسان له ځان سره یوړل نن هرڅوک چغی وهي چې داسې دی او داسې دی دافتنه ده اودافتنه ده.

دوا هرسوک یومریض ته ورکولي شي البته د مرض تشخیص مهم ده مونږ عجیبه خلک یاستو اخرنی علاج اول کوو دامنوو چی وسائل راسره کم دي خو د عقیدې په وسلي مجهز اوسمبال یوو داهرڅه به وی خولاس ترزنی به نه کینوو نه به ګوشه نشینی اختیاره وه د هرڅه به په نره مقابله کوو که حالات بدلیژي بدل د شی مونږته په مخ کې د خپلواسلافوتاریخ پروت ده لري به نه زو په عصرقریب کی مرحوم عالیقدرامیرالمؤمنین ته وګورو چی د وخت طاغوت یې څنګه سربداله او دسرپه کاسه کې یې اوبه ورکړي مونږهم د همغه په شان انسانان یوو البته ثبات،استقامت ، اخلاص ،مجاهده اومتین عزم پکارده د کورقربانی ،داولاد قربانی ،دهجرت قربانی ،دفقراوفاقی قربانی داهرڅه به په ځان منوو.

عزام کابلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x