افغانستان

والي: د غزني په پنځو ولسوالیو کې به ټاکنې ناشونې وي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده رسنیو ته ويلي د چې د غزني په ګيرو، زنخان، اب بند، رشيدان، خوږياڼو ولسواليو کې به ټاکنې له سختو ننګونو سره مخ وي او خلکو ته به ناشونې وي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.د اکبر زاده په وينا، ناوه ولسوالۍ له تېرو اوو کلونو د دولت د وسله والو مخالفينو سره ده، په دې ولسوالۍ کې به د ټاکنو ټول مرکزونه تړلي وي. د والي په خبره، دا هغه سيمې دي، چې دوى نشي کولای د ټاکنو په ورځ يې سم امنيت وساتي او خلک ډاډه د رایو مرکزونو د رایې ورکولو لپاره ورشي. والي و ويل چې د غزني په نورو سیمو کې به ټاکنې سره له ګواښونو تر سره شي.غزني اتلس ولسوالۍ لري، خو په تېرو پارلماني ټاکنو کې په قره باغ، اندړو، ده يک، مقر، ګيلان، واغز، اجرستان او خواجه عمري ولسواليو کې ټاکنو مرکزونه بند وو. د يادونې وړ ده چې هغه غزني د هيواد هغو ولایتونو کې شمېرل کيږي چې ډېری سیمې د طالبانو په لاس کې دي او کولای شي چې د مرکز په ګډون د ولایت په هر ځای کې خپل هدف په اسانه ترسره کړي. باید وويل شي، چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی و چې د امنيت د نشتوالي له کبله به د رايې ورکولو مرکزونه به ډېر کم وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x