د مکې لاره (یولسمه برخه)

لیکنه: محمد اسد ( لیو پولډ ویس)
ژباړه: حامد افغان

هغه عجيب کال و!

د دې پېړۍ د دريمې لسيزې څو کلونه د منځنۍ اروپا لپاره ډېر عجيبه کلونه وو، د اجتماعي او اخلاقي ګډوډۍ او بې امنيتۍ فضا هر لورته خپره شوې وه اوپه انسان کې يې يوه خطرناکه اميد پرستي پيدا کړې وه. چې د هغې څرګندونه به يې د موسيقي، فوتوګرافي، ډرامې او فنونو په ذرېعه کوله. او دا راز به يې د هغې اميد پرستي څرګندونه د کلتور د مزاج او د هغه د پرمختګ په باره کې د انقلابي پوښتنو او څېړنو په ذرېعه کوله. خو يوه روحاني خلا د دې بې وسه پوښتنو په شا ليد کې د تل لپاره موجوده وه.

د اينده په اړه د انسان د زياتې نااميدۍ له کبله په هغه کې يو ډول له سپکاوي ډکه بې پروايي (Cymical insouciance) پيدا شوې وه. که څه هم زما عمر کم و خوپه دې پوهېدم چې له جګړې وروسته د انتشار ځپلې او ناارامه اروپا حالات د ډاډ وړ نه و، څرنګه چې ما په خپلو سترګو ليده د دې نړۍ معبود يو روحاني معبود نه و، بلکې سوکالي او ارامي يې خپل معبود ګرځولى و. په دې کې شک نشته چې هلته به داسې خلک هم وو چې مذهبي احساس او ديني فکر به يې لاره او د خپلو اخلاقي نظرياتو او د نوي عصر د روح ترمنځ به يې د يووالي لپاره هڅې کولې. خو د داسې خلکو شمېر ډېر کم وو.

داسې برېښېده چې يو عام اروپايي انسان که هغه ولسواکي پلوه و يا کمونست، زيارکښ و يا مفکر؛ يواځې له يوه ايجابي مذهب سره بلد و، چې هغه د مادي پرمختګ نمانځنه وه او دا عقيده چې په دې نړۍ کې يواځنۍ موخه دا ده چې سوکاله، آرام او له خوندونو ډک ژوند برابر کړى شي او له دې پرته بل هېڅ موخه نه وه. او يا به لکه په هغه زمانه کې چې ويل کېدل ( له فطرت نه د آزاد ژوند جوړول ) سترې کارخانې، پرتمين سينما هالونه، کيميايي لابراتوارونه، نڅا ځايونه او د اوبو او برېښنا پروسې د دې مذهب عبادت ځايونه وو.

دا راز د بانک کارکوونکي، انجنيران، سياسي مشران، د سينما ستوري، د حساب ماهرين، صنعت کاران او هوابازان؛ د دې مذهب پنډتان او ملايان وو، د دوى د روحي ناکامي او ناارامي نتيجه داوه چې د خير او شر په تعريف باندې يووالى له منځه تللى و. اخلاقي او ټولنيز موضوعات د مصلحت تابع ګرځول شوې وې. د ښار ښائسته او ښکلې ښځې هر چا ته د ځان سپارلو لپاره تيارې وې خو چې چاغوښتنه ورنه کړې واى.

د اقتدار او ځان اخیستنې دې لوږې لويديځواله ټولنه په څو وسلوالو ټوليو وېشلې وه چې يو له بل سره لاس او ګرېوان وو او د خپلو ګټو په خطر کې لوېدلو سره د يوه بل له منځه وړلو ته چمتو وو. د کلتور په ډګر کې يوه داسې انساني نمونه تراشل شوې وه چې د هغه ټول فضيلت او برلاسي په علمي ګټو پورې تړلې وه او د حق او باطل يواځنى معيار يې مادي برياليتوب و.

ما ليدل چې زمونږ ژوند څومره په تراره دى؟! څومره بېخونده او ناارامه دى ؟! د انسانانو خپل منځي مرسته او يووالى څومره له منځه تللى دى ؟! موږ يواځې له خپلې ډلې او ګوند سره دلچسپي لرو، له فطري احساساتو نه څومره ليرې پراته يو ؟!

ما دا هرڅه پخپلو سترګو ليدل، خو په زړه کې مې دا خيال نه راغى او کېدى شي چې د بل چا به هم نه وي راغلى چې آيا دې پوښتنو ته ځواب شته او که نشته؟ او يا کم ترکمه د اروپا په تهذيبي تجربو له باور کولو پرته په جزئياتو کې دې ته ځواب ورکول کېدلى شي؟ همداراز اروپا زمونږ د فکر پیل او پاى وه. د چين د لاوتسي ( Laotse) فلسفه ما د اولس کلنۍ په عمر کې پېژندلې وه، خو هغې هم نه شوى کولاى زما په مستقبل کې بدلون راولي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.