د اولادونو ترمنځ توپیر

ژباړه : عطا محمد میاخېل

هغه ماشومان، چې په یوې کورنۍ کې سترېږي، له یو بل سره ډېر زیات توپیرونه لري .   والدین د خپلو اولادونو د روزنې له پاره له یوې تګلارې څخه ګار اخلي، خو هغوی د شخصیت، وړتیاوو او لېوالتیاوو له پلوه، له یو بل سره ډېر زیات توپیر لري .

زموږ انسانانو ځینې چلندونه او عادتونه ارثي دي، په یوې کورنۍ کې یو ماشوم په ډېرې آسانۍ له نورو سره همغږی کېږي، مګر بل ماشوم ډېر حساس او ژر خپه کېدونکی دی او یا دا چې یو ماشوم ښې ورزشي وړتیاوې لري او بل ماشوم له ذهني پلوه له ښو وړتیاوو څخه برخمن دی .

د افرادو جنسیت هم د هغوی په توپیرونو کې رول لري . معمولاً نجونې او هلکان له بېلابېلو فعالیتونو او کړنو سره مینه لري، که څه هم په دې منځ کې استثنات هم شتون لري او ښایي نجلۍ  یا هلک د مخالف جنس په کارونو کې ډېر زیات مهارت پیدا کړي .

سربېره پردې، هلکان له خپلو والدینو څخه بېلګه ( نمونه ) اخلي . اوس که چېرې د والدینو شخصیت او وړتیاوې له یو بل سره توپیر ولري، ښایي یو ماشوم له خپلې مور څخه بېلګه واخلي او د هغې په څېر شي او بل ماشوم له خپل پلار څخه بېلګه واخلي او هغه ته ورته شي .

د ماشومانو روزل هم د هغوی پر شخصیت، لېوالتیاوو او وړتیاوو باندې ډېر زیات اغېز لري . که والدین وغواړي او یا هم ونه غواړي د خپلو اولادونو شخصیت جوړوي او هغوی یوه مشخص لوري ته سوق کوي .

کله وخت مور او پلار خپل ماشوم د موسیقۍ په برخه کې هڅوي، خو د هغه ریاضیاتو ته پام نه کوي . هغوی ماشوم هڅوي، چې ښه هلک واوسي، مګر د هغه خلاقیت وژني، کله وخت هغوی ماشوم دې ته اړ کوي، چې له نورو څخه اطاعت وکړي او کله وخت ماشوم دا زده کوي، چې نور رهبري کړي او لارښوونه ورته وکړي .

په هرې کورنۍ کې د یوه ماشوم وضعیت د نورو هلکانو په پرتله توپیر لري . د بېلګې په توګه د مور او پلار تمرکز تر ډېره په لومړني زوی باندې وي، سر بېره پر دې مور او پلار د خپل لومړي زوي په اړه زیاته تجربه نه لري، په همدې دلیل ښایي له بریده زیات په هغه باندې پام ولري او کله هم د هغه د راتلونکې په اړه اندېښمن شي .

معمولاً والدین د راتلونکو اولادونو په اړه دومره حساس نه دي او له هغوی سره سخت چلند نه کوي . سر بېره پردې والدین د نورو مسایلو په اړه هم د خپلو اولادونو ترمنځ توپیر کوي او تر ډېره ښه پایله نه تر لاسه کوي .

ښایي ماشوم د خپلو اخلاقي ځانګړتیاوو په خاطر، پلار یا مور ته خپلې بدې اخلاقي ځانګړتیاوې ور په زړه کړي . د والدینو دا نه خوښېږي، هغه تېروتنې چې دوی کړي، اولاد یې هم وکړي، په همدې دلیل په خپل ماشوم باندې ډېر زیات فشار راولي، ترڅو په خپل چلند کې بدلون را منځته کړي .

د بېلګې په توګه، که چېرې یو کس بد اخلاقه دی او ویني، چې زوی یې هم بد اخلاقي کوي، نو ورته وایي :  بده ژبه پوه او ښه سر هم پرې کولای شي . ستونزه د پلار ده، خو هغه هڅه کوي، چې زوی یې د ده په څېر چلند ونه کړي .

کله چې ماشوم د اخلاقي او ظاهري بڼې له پلوه یو له والدینو ته ورته دی، معمولاً مور یا پلار دا خبره خپلو ماشومانو ته کوي . د بېلګې په توګه : هغه ته وایي وېښتان دې د مور وېښتانو ته  ورته دي او اخلاق دې د خپل پلار د اخلاقو په څېر دي . هغه ماشوم، چې د مور او پلار له خوا دا ډول خبرې ورته کېږي، ښایي د هغوی دا کار یې خوښ نه شي .

که چېرې هر وخت ماشوم ته د دې مسئلې یادونه کوو او د هغه عیبونه یې په مخکې ورته ږدو، ماشوم له خپلو وړتیاوو څخه یو ناسم انځور په خپل ذهن کې انځوروي . که چېرې میندې او پلرونه د خپلو اولادونو ترمنځ توپیر کوي، نو د هغوی ترمنځ بې اتفاقي او شخړه را منځته کېږي . د بېلګې په توګه : که چېرې یو له والدینو څخه ووایي : دا زوی مې د هغه بل په پرتله ډېر ښکلی دی، له هغوی څخه یو یې د ارزښتمن اوسېدو او بل یې د بې وړتیایۍ احساس کوي او زړه یې ناهیلی کېږي .

کله وخت پلار یا مور له خپلو اولادونو څخه یوه ته یې له برید زیاته پاملرنه کوي او دا کار په نورو اولادونو باندې ډېره زیاته بده اغېزه کوي . کله چې یو ماشوم د خپل هغه کار په خاطر چې ترسره کړی یې دی د والدینو له خوا هڅول کېږي او ستایل کېږي، نور اولادونه یې هم هڅه کوي، ترڅو داسې یو کار ترسره کړي، ترڅو والدین یې دوی هم وهڅوي او وې ستایي .

هلکان له یو بل سره رقابت کوي، ترڅو یو د بل په څېر شي، خو دا کار سم نه دی . کله وخت یو له ماشومانو، له رقابت څخه لاس اخلي، هېڅ کار نه کوي او تسلیمېږي . دا ډول ماشوم هڅه کوي، له نورو تګلارو څخه په ګټه اخیستنې د پام وړ وګرځي . که چېرې هغه ونه شي کولای، چې د خپل مور او پلار پام ځانته را واړوي، نو ښایي بې لارې شي او په ښوونځي او یا کور کې د خپلې کورنۍ له پاره ستونزې را منځته کړي .

هرڅومره چې هغه له دې مسئلې څخه زیات وځورېږي، نو په هماغه کچه به یې له ښوونځي، کورني چاپېریال او خپلو هم عمره ملګرو سره مینه کمه شي او دا مسئله د دې سبب ګرځي، چې والدین یې هغه له پامه وغورځوي .

کله وخت والدین خپل زامن په قصدي ډول د بېلابېلو کارونو ترسره کولو ته هڅوي، ترڅو خدای مه کړه د هغوی ترمنځ ناسالم رقابت را منځته نه شي . هغوی خپله په ماشومتوب کې له دې مسئلې څخه ځورېدلي دي، نو په دې اساس هڅه کوي، چې اولادونه یې له دې ستونزې سره مخامخ نه شي، مګر هغوی په دې کار سره د خپل ماشوم د استعدادونو د ودې مخه نیسي او هغه ته دا موکه نه ورکوي، چې خپل د خوښې کارونو له ترسره کولو څخه خوند واخلي .

ماشومان کولای شي، د کوم کار په ترسره کېدو کې له یو بل سره رقابت وکړي، تر هغه وخته چې له هغو څخه یوه ته یې ډېر پام ونه شي او ونه ستایل شي، ستونزه نه را منځته کېږي. که چېرې له ماشومانو څخه یو یې په خپل کار کې بریالی و، والدین کولای شي، د ټولو ښېګڼې بیان کړي او ټول ماشومان وهڅوي .

که څه هم تاسو باید د خپلو ماشومانو ترمنځ توپیرونو ته پام وکړئ، خو باید دې ته هم پام وکړئ، چې ماشوم مو په کوم ډول چې دی، په هماغه ډول یې ومنئ او هغه ته کافي پام وکړئ، له هغه سره مرسته وکړئ، ترڅو خپل استعدادونه وغوړوي او هڅه مه کوئ، چې هغه د کوم کار ترسره کولو ته اړ کړئ، خپل ماشومان له یو بل سره مه پرتله کوئ، ستاسو دا کار د دې سبب ګرځي، ترڅو یو ماشوم مو د حقارت او بل مو د غوره والي احساس وکړي .

ټول پلرونه او میندې کله وخت د خپلو ماشومانو له کارونو څخه خواشیني کېږي او هیله لري، چې هغه په هره برخه کې غوره وي . نباید خپل منفي احساس له خپل ماشوم سره شریک کړئ، ځکه چې هغه له خپلې خور یا ورور سره ځان پرتله کوي او هڅه کوي، ترڅو د هغو په څېر واوسي، خو نه شي کولای .

تر ټولو غوره کار دا دی، چې پوه شئ، ماشومان له یو بل سره توپیر لري او دې توپیرونو ته درنښت ولرئ او خپل ماشوم کوم ډول چې دی وې منئ . ستاسو لید په ماشومانو باندې ډېره زیاته اغېزه کوي .

که چېرې تاسو له هغوی سره سمې خبرې وکړئ، هغوی به ستاسو خبرو ته غوږ ونیسي او دا مني، چې موږ ټول انسانان له یو بل سره توپیر لرو او دا په بشپړه توګه یوه طبیعي موضوع ده؛ په دې اساس هغوی به نور د خپل ځان او د خپل ورور یا خور په نسبت بد احساس ونه لري .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.