زاخېلوال وایي نن به د تورخم دروازه خلاصه شي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۷، ۱۳۹۵ل): په پاکستان کې د ولسمشر خاص استازي او د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال په خپل تازه څرګندونو کې هیله څرګنده کړې چې نن به د هغو افغان مسافرو پر مخ د تورخم دروازه خلاصه شي چې په پاکستان کې بند پاته دي.

باید وویل شي چې شاوخوا ۳۰۰ کسان د تورخم لارې د بندېدو وروسته په لنډي کوتل بازار کې د لاري پرانیستل کېدو ته په انتظار ناست دي چې یو شمېر په کښي ښځي او ماشومان هم دي.

دغه کسان چې وايي اوس یې د بازارونو څخه د خوراک اخیستلو وس هم له لاسه ورکړی، یخي شپې د دوکانونو مخته پر وچ سمیټونو او خلاصه فضا کې تېره وي.

تېره ورځ یو شمېر کسانو وروسته تر هغه په لاریون لاس پوري کړ کله چې له مرکزي مسجد څخه وشړل شول، دوی ویل چې خلک په خپلو کورونو کې ځای نه راکوي او اوس مو د خدای له کوره هم شړي.

د پاکستاني رسنیو په وینا شاوخوا سل نارینه مسافرو د لنډي کوتل په مرکزي مسجد کې پناه اخیستې وه خو د مسجد د انتظامیې له خوا شړل شوي وه.

زاخېلوال نن ورځ وویل چې امید لري د ماشومانو، ښځو، سپین ږیرو، ناروغانو او هغو کسانو پر مخ به دروازه پرانیستل شي چې پاکستان ته د سفر قانوني اسناد لري.

نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان ته سفر کوونکې افغانان باید قانوني اسناد ولري او بیا سفر وکړي.

باید وویل شي چې نوموړي ددې تر مخه هم یو ځل ویلي وه چې پاکستان ورسره د لارې پرانیستلو وعده کړې چې عملي نه شوه.

پاکستان لس ورځ تر مخه د افغانستان سره ټولې لارې وروسته تر هغه وتړلې کله چې په دغه هیواد کې د پرلپسې بمي چاودنو او وسلوالو بریدونو په ترڅ کې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله ورسیده.

پاکستان تور لګوي چې په افغانستان کې مېشت وسلوال د هندوستان او افغانستان د استخباراتو د ملاتړ څخه برخمن دي او په پاکستان کې دننه بریدونه کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.