ادبي لیکني

استاد پسرلی وفات نه دی!

که څه هم استاد محمد صديق پسرلی له موږ لرې شو، مادي نړۍ يې پرېښوده او د ابديت خوب ته يې غاړه ورکړه؛ خو داسې هيندارې يې وتوږلې، چې د دې ګردجنې زمانې غبار پرې ښوېږي. د استاد د خولې خبره ده (( عمر روان دی، نه درېږي؛ انسان چې د عمر په اخېرو شپو کې خپل تېر دور ته مخ راواوړي، بايد يو يو څه وويني، چې د ده له مرګه وروسته پاتې دي.)) همداسې وشول، استاد د  يتيمې پښتو پر سر  د خپلو اثارو د شفقت لاس را تېر کړ او بيا يې همېشنۍ خدای پاماني وکړه.

 د ارواښاد پسرلي په اړه استاد شپون د الفت صاحب په حواله  وايي: (( پسرلی ما چندانې نه پېژاند؛ خو زه په کابل کې په پښتو ټولنه کې وم. دلته يو چا ويل چې يو زلمکی شاعر له کندوزه راغلی دی، ښايستوکی زلمکی دی، چې دا به څوک يې؟ ما ويل چې دا څه نومېږي؟ ده وويل چې صديق نومېږي. ما وويل چې ځه دی به هم شعر ليکي د دې نورو غوندې، پښتو شعر خو هر سړی ليکي. ويل يې نه! دی يې بل رقم ليکي، موږ غوندې يې نه ليکي.))

استاد پسرلي د ژوند زياته برخه په کړاونو کې تېره کړې ده. له غزني څخه کندوز ته تللی دی او له هغه ځايه بې مخه زمانې پد پېښور تګ ته مجبور کړی د پېښور په نوتيه کې يې هم لاس او پښې خوځولې چې د هنري ادبياتو د سپېدې  همدلته د استاد د خوشال ډوله کورنۍ پر افق را وچاودېدلې. مهاجر مجاهد وو، د مقاومت ادبيات يې غني کړل،د يوويشتمې پېړۍ پښتو غزليزه شاعري يې اوج ته ورسوله. بسنه يې و نه کړه، شهکارې څلويزې يې وليکلې، ناولونه، ژباړې او منظومې يې وپنځولې.

که لاړ شو ومرو، نو بيا به څه وي؟
وايي فنا ده ده، فنا به څه وي؟
هيڅوک رانغی له ډېرو تلليو!
د خاموشانو دنيا به څه وي؟

له استاد الفت سره چې د ده په اړه خبرې شوې دي څومره چې طبيعي دي، همدومره ژورې هم دي، چې وايي  موږ غوندې شعر نه ليکي. دغه خبره د ده ځوانۍ د وخت پر شعر  په پښتو ټولنه کې کېده.

وايي چې مفکر او ژور انسان ډېر کله په چوپتيا کې اوسي، لکه هغه حمزه بابا چې وايي:

پټ وي توپانونه د شاعر په خاموشۍ کې
مه شه پرې غلط چې تش خبرې جوړوي

د استاد په اړه مشهوره ده، چې د بهير ملګرو په زور اړ ايستلی و، چې شعري ټولګې خپرې کړي، وايي ده به ويل چې شعر ماځان ته ويلی دی، بل څنګه د هغه اورېدلو ته مجبور کړم!  يعني استاد د خپل انانيت تشهير ته تمايل نه درلود. نړۍ والې رسنۍ يې په زامنو ابادې دي؛ مګر ما تر اوسه د  ده مرکه، يا د ده شعر د ده په غږ  وا نه اورېد.

په اوسني دور کې چې  ادبي خپرونې وينو يا  شعرونه پکې اورو پوهېږو، چې څوک څه وايي؟ مطلب يې څه دی؟ ادبپوهان وايي، چې شعر دوه ډوله مېوه ده: يو- هغه چې پوټکی يې پوست وي او بل- هغه چې د کلک پوټکي والا دي. په دې دواړو ډولو کې د کلک پوټکي والا شعر څېړنې او فکر ته ضرورت لري او تر ډېره يې د بقا امکان شته. او د پاسته پوټکي والا شعر ژر له منځه ځي. د استاد شعر د هغې ډلې شعر دی چې کلک پوټکی لري او تر ډېره پاتې کېدونکی دی. په پښتو کې د هندي مکتب  دغه ستر لاروی داسې څه وايي، چې تر يو ځل او دوه ځله لوستلو وروسته بيا پرې راګرځېدل ضرور وي. استاد نورالحبيب نثار د استاد په اړه په يوه مقاله کې ليکي:

((استاد محمد صديق پسرلی زموږ په زمانه کې د هندي سبک يوازېنی بشپړ استازی دی. د ده غزلبڼ ته تر سر ورښکاره کولو مخکې په کار دي چې دغه سبک باندې لږ رڼا واچوو.

هندی سبک د لسمې هجري پېړۍ له پيله د دولسمې هجري پېړۍ تر نيمايي پورې فارسي شاعرۍ کې عام وو. مګر، په پښتو کې له حميد بابا سره د دغې ژبې ادب ته راغی. يعنې، کله چې په فارسي کې د دغه سبک زوال پيلېده، په پښتو کې يې پيروي پيل شوه چې تر ننه پورې هم ځينې لاروي لري. خو داسې هېڅکله نه دي شوي چې د يوې خاصې زمانې مسلط سبک دې وو.

استاد پسرلي ته د هندي سبک بشپړ استازی ځکه وايو چې يو يې په پښتو کې تر دې دمه د دې سبک تر ټولو شاعرانو مدعا مثل، حسن تعليل، حس آمېزۍ تشخص او پيراډاکس ته توجه ډېره کړې.))

استاد د ژوند فلسفې ته داسې ځير کس و چې له عادي  مادياتو او پېښو يې داسې څه هنري کړي او معنوي کړي دي، چې ستر فکري عبرت پکي پروت وي. پسرلي صاحب په دې نړۍ کې خپل شته والی داسې مجسم کړی دی:

ورکې ته پيدا يو، کړو په ورک عالم کې ورکې ورک
ستوريو ته خو ګوره په يوه سا مزلونه څه وهي

د استاد پر پنځونو به پېړۍ کتابونه ليکي، غږېږي به او تشريح کېږي به. دا کار په يوه کس، يوه کتاب او لنډ وخت کې ممکن نه دی.

د استاد غزلو غمي  بايد زرګر ادبپوهان او نقادان د بيان، بديع او معاني له پلوه، د عاطفې له ليدلوري او د هنري قوت له اړخه روښانه کړي او  د انزوا په غبار کې  يې پرې نه ږدي.

 استاد په خپل يو بيت کې يوازې پر دې بسنه نه ده کړې، چې تلميح يې کارولې ده، بلکې تلميح يې د معنا او بيان د رسولو وسېله ګرځولې ده:

 عام ذهنيت ټيټ دی، چې مني د ساميري سخوندر

لاس چې د فرعون ږيرې ته اچوي موسا منم

همدا راز يې په غزلو کې ضمني او تمثيلي تشبيهاتو پر تخيل او فکر سربېره، د ادب پر غره د ښکلا هغه رنګ پاشلی دی، چې د غمجنو اذهانو لپاره د سرې شنې زرغونې حيثيت لري:

خدای خبر چې خوی به دا زاهد کړي اعتکاف بدل
مار او لړم هم تېروي ژمی په غارونو کې

يا:

په خوب کې هم چې په خپل لاس سوي وطن ته ورځم
لکه په ټيټ سر چې عاصي د سقر غېږي ته وړي

استادپښتو ته له هره پلوه هغسې سينګار ورکړ، چې د نورو ادبونو سترګې ورته راکږېدلی شي. د دې څو کرښو د ښکلي پای په پار به د استاد دا څو بيتونه سره ولولو:

که مجنون ته مينې ايلې کړې نخڅيرې
زه يې هم کړمه پسرليه! يار د ستوريو
++++++++
پل ږدول به کفر ورته ښکاري د ليلى پر پله
قيس چې په بېديا کې د وږمو غوندې په رغښته ځي
+++++++++++++
کله سوکه، کله په منډه مو د عمر څپې
لکه دريا د ناآشنا سمندر غېږې ته وړي
++++++++++
نه دې په زلفو کې ښکارېږي، نه له تا سره شته
زړه خو مې تا درسره يوړ، چې تا چېرته يووړ؟
++++++++
پاس که د ستورو سپينې سترګې باندې نه توروي
پل يې بې رحمې بړبوکۍ په ګډا چېرته يووړ؟
++++++++
سپک پوټى ورانۍ ته لټوي د بوړبوکۍ کلا
پورته کنګرو ته خو يا تيږه ځي، يا خښته ځي

۱۳۹۲-۱۰-۲۶

ماخذونه:
غزل بڼ. چاپ: ۱۳۹۱، پسرلی، محمد صديق.
ازادي راډيو، د شپون صيب مرکه.
نثار، نورالحبيب، استاد محمد صديق پسرلی، معاصره پښتو شاعرۍ کې د هندي سبک بشپړ استازی(مقاله).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x