نړۍ

سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي کنفرانس له دروازې خبریالان شړلي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۷، ۱۳۹۵ل): سپینې ماڼۍ د یو شمیر رسنیو خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې چې د ولسمشر ټرمپ د ویاند «سین سپینسر» مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړي.

د راپورونو پر اساس د CNN تلویزون، نیویارک ټایمز، پولیټیکو او لاس انجلس ټایمز ورځپاڼو خبریالان د مطبوعاتي کانفرانس له دروازې بیرته شړل شوي دي.

د CNN تلویزون خبریاله «ساره موري» چې پخپله هم د کنفرانس تالار ته نه ده ورپیښودل شوې، وايي:

«مونږ په کتار کې ولاړ وو، کله چې مطبوعاتي کنفرانس ته ورننوتلو د سپینې ماڼۍ د یو کارمند لخوا ودرول شوم، ویې ویل چې ستا نوم د خبریالانو په هغه لیست کې نه شته چې کنفرانس ته د داخلیدو اجازه لري. سپینې ماڼۍ خبریالان په ګوته راغونډول او بیا یې داخل ته پریښودل. زه، د سي ان ان، نیویارک ټایمز، پولیټیکو او لاس انجلس ټایمز ورځپاڼو استازو ته یې وویل چې تاسو د ننوتلو اجازه نه لرئ».

د سپینې ماڼۍ د خبریالانو اتحادیې مشر جیف میسون دا مني چې یو شمېر خبریالان د مطبوعاتي کنفرانس له دروازې شړل شوي دي، خو زیاتوي چې د پیښې د څرنګوالي په اړه څیړنه کوي.

امریکايي رسنیو د سپینې ماڼۍ دا اقدام غندلی هغه یې د ټرمپ د ادارې «غیردیموکراتیک» ګام بللی او ګواښ يې کړی چې که د خبریالانو په وړاندې ورته عمل بیا تکرار شي دوی به یې په عکس العمل غور وکړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې مسول مدیر «ډین باکي» وايي چې سپینې ماڼۍ ته د بېلابېلو ګوندونو ولسمشران تللي او راغلي دي خو په ټول ژوند کې يې داسې عمل نه و لیدلی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ له پیل څخه وخت په وخت په رسنیو او خبریالانو نیوکې کړي او هغوی یې د پیښو په تحریف او ناسمو راپورونو تورن کړي دي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې خبریالان د نړۍ ترټولو دروغژن خلک بللي او په وینا یې، د پیښو تحریفوونکي خبریالان د خلکو دښمنان دي. هغه په وروستي ځل د تېرې پنجشبې په ورځ وویل چې خبریالان دومره غلط معلومات نشروي چې که رسنیو ته بالکل غوږ کښینږدي دا به د امریکايي ولس لپاره ډیر ګټور تمام شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې په رسنیو بې باوره دی او پرېکړه یې کړې چې د خبریالانو له وساطت پرته نیغ په نیغه ولس مخاطب کړي او له همدې کبله یې خپل ټویټر اکاونټ فعال کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx