د سهار لمانځه څخه تر لمر ختو پوري د برکت وخت دی

له سپيدو داغ څخه بیا تر لمر ختو پوري – ویښ پاته سه

بخت الرحمن بخت

من بعدالفجر….. الی…… طلوع الشمس

(لاتناموا عن طلب آرزاقکم فیما بین صلاة الفجر الی طلوع الشمس)

حضرت فاطمة رضي الله تعالی عنها وایی کومه ورځ کور کې دسهار له لمانځه څخه وروسته مي څنګ لګولی وو، دویدیدو په حال کي وم، چې خوږ بابک مي خوا ته راغی ویی ښورولم او راته يی وویل لورکۍ پورته شه دخپل رب د رزقونه مشاهده وکړه، سستي او غفلت مکوه، ایا نه يی خبره چې الله پاک دفجر له راښکاره کیدلو او دلمر دراختلو ترمنځ وخت کي انسانانو باندي روزي ویشي.

تیره ورځ مي له یو ملګري سره سهار وختي پاڅیدلو باندي خبره کوله، ملګري راته وویل چي زما وختي پاڅیدل به ماته څه فائده وکړي، زه مارکیټ کي دکان لرم ټول مارکیټ غرمه ۱۱ بجې خلاصیږي، مارکیټ مو یو لوی ګیټ لري، ګیټ ماښام ۱۱ بجي بندیږي، چوکیدار يی مخکي ناست بیا دصبا تر ۱۱ بجو پوري څوک حق نه لري چې دکان خلاص کړي، ځکه چي دټول مارکیټ دکار کولو او سوداګرۍ اصول همداسي وضع شوي دي، نودغه صورت کي که زه سهار وختي پاڅم تر ۱۱ بجو به څه کوم.

ورته مي وویل چي اوس څو بجي سهار وختي له خوبه پاڅې، راته يي کړه شپږ ۶ بجي پاڅم، لمونځ کوم او ۷ بجي بیرته ویدیږم اوبیا ۱۰ بجي پورته کیږم، چي کله کله داسي هم پیښه شي چي ۱۰ بجي هم ونتوانیږم را باندي کور کي ۱۱ بجې شي چي دکان ته رسیږم پوره ۱۲بجې شي.

ورته مي کړه ته خبر يی چي څومره فرصت لري او ایا درته مالومه ده چې فرصت څومره ستر غنیمت ده، خو افسوس چې انسانانو ته ددغو عظیمو نعمتونو قدر هلته مالومیږي چې کله یی له زوال سره مخ شي.

رسول الله صلی علیه وسلم فرمايي (نعمتان مغبون فيهما كثيرٌ من الناس الصحة، والفراغ)): دوه ستر او لوي نعمتونه چې ډیری انسانان يی قدر نکوي او په لایعني شیانو يی ضائع کوي، هغه روغتیا او خلاص وخت دۍ.

ستا سره څومره خلاص وخت شته، دسهار له پنځو بجو څخه بیا دغرمي تر ۱۱ بجو پوري ۶ ساعته فارغه وخت لري، خوشبخته انسان يی چې الله پاک درته دومره لوي فرصت درکړی، دغه وخت پر کار واچوه او ګټه ځیني پورته کړه، داسي وخت به راشي صحت به لرې خو وخت به نه لرې او یا به وخت لرې صحت به دي خراب وي، اوس چي الله پاک په صحت او فراغت دواړو نازولی يی دشکر ځاي دۍ، غنیمت يي وګڼه او کار وکړه ترڅو خپله هم راضي شي له ژوند څخه خوند واخلې، ډاډ او سکون ومومې ، ملګري دوستان او عزیزان هم درڅخه خوشحاله وي او کوم ذات چي په دغو نعمتونو يې نازولی يي هغه هم درڅخه راضي وي.

وايې چي دپښتو په څنګ کي دي اردو ژبه هم زده ده او نورو ژبو زده کولو شوق لرې، نو يی لا ولي نه زده کوي، څه ته انتظار يی او څه فکر کوي تر دغه په ښه وخت ومومي، نه هیڅکله نه، ژر سه (دري) ژبه چې زمونږ دهیواد دوهمه رسمي ژبه ده زده کول يی پيل کړه، دسهار لخوا هره ورځ ۹۰ دقیقي (دري) ژبې ته ورکړه، ضرور به (دري) ژبي ملګري لرې، ورسره نوره انډیوالي او اشنايی ټینګه کړه، دوه دري ځله ورته کور کې دصبحانې بلنه ورکړه، دسهارني بدني ورزش ملګري يې کړه، چي کله سره یو ځاي یاست ورسره په دري ژبه دخبرو کولو کوښښ کوه.

همدارنګه کولای شي بله مهمه ژبه عربي چې زمونږ دهغه کتاب کوم چي ایمان مو ورباندي راوړی دژوند لارښود او اخیرت دنجات او خلاصون ضمانت مو کوي ددغه کتاب ژبه زده کول پیل کړه، زه په ضمانت سره درته وايم که ورځ کي یو ساعت هم عربي زده کولو ته ورکړي، اوس د ۲۰۱۷ زدیږکال دوهمه میاشت ده، د ۲۰۱۸ زدیږکال په دوهمه میاشت کي چې کله عمرې ته لاړ شې له ملګرو سره به دعربي ژبي دژباړونکي په توګه ملګری يی.

ته خبريی چي اوس هره ورځ ۶ ساعته وخت ضائع کوي چي سره جمع يی کړي هر کال دوه زره یو سل او شپږ نوي ساعته ژوند په دریاب کي لاهو کوي، که ۲۱۹۶ ساعته دکال پر کاري ورځو باندي تقسیم کړو، مونږ چي ډير غښتلي سو نو په ورځ کي به ۱۱ ساعته کار وکړو په ۱۱ ساعته کي چې کله زمونږ څخه هره روځ ۶ ساعته بي ځایه او غفلت کي ضائع کیږي، په دغه حساب هرکال مونږ ۲۹۰ کاري ورځي ضائع کوو.

کچیري ته هره ورځ دسهار له ۵ بجو څخه بیا تر ۱۱ پوري وخت په کار واچوي ددي مطلب داسو چي تا هر کال دژوند په خپل کاري وخت کي نیم کال ۶ میاشتي نوري ورزیاتي کړي، که ته چیري له کوم شرکت سره کار کوي او دغه شرکت تاته هرکال شپږ میاشتي رخصت درکړي، څومره به خوشحاله يی.

نو دا چي ستا دکانداري هره ورځ دغرمي ۱۱ بجې باندي پیلیږي، دالله لوي شکر وباسه له کاره سره سره الله پاک په اضافي وخت نازولی يی، غنیمت يی وګڼه ور څخه کار واخله.

دغه فارغ وخت کي خپله هم کار وکړه او دنورو له پاره هم څه وکړه، هر سهار دخپلو حقدارو مشرانو پوښتني ته ورشه په غم او درد يی ځان خبر کړه ورسره دزړه خواله وکړه، داستاذانو پوښتني ته ورشه له ملګرو سره دمشکلاتو او کړاوونو لري کولو کي مرسته او کمک وکړه.

انسان هغه وخت کامله انسان کیدلای شي، او دانسانیت تقاضا پوره کولای شي، چي دخپل ځان په څنګ کي دنورو لپاره هم کار وکړي، دخیر په کارونو کي دملګرو او دوستانو مرسته وکړه له ناوړو کارونو څخه يي دمنع کولو کوښښ وکړه.

ویښ وګړي…….. ،ویښ ملت

سالم فکرونه……. جوړ صحت



یوه تبصره

  1. فيض محمد عربى متحده امارات

    الله مو په هرقدم خوشخالى نصيب کړه ډير په زړه پورى ليکنه ده والله چه زړه ته سکون ورکوى زړه خوشخاله وى ديره مننه اباد اوسى

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.