غزل/ هلال مهاجر

هلال مهاجر
څوک چې دژوند له رنګین ښاره وځي
اخ لــکه ســـتوري له مـــداره وځي

ستا په بیلتون دومره دردېږم خدایزده
لکه کوم درد چې له پرهـــاره وځي

له زړه مې داسې تور دودونه خیږي
لكــــه لـــوګـــی چې له انـــګاره وځي

یار وي دبل زړه پرې زما خوږیږي
څوک چې زمونږ دسپین قطاره وځي

زه به مې کوم زخم کړم ټکوراوپټۍ یې کړمه
د زړه زخمونه مې لالیه نورله شماره وځي

هلال.ترهغه پوري ګورمه زوی مړئ طالب
چې په کنډو رانه فناشي تر دیاره وځي
ـــــــــــــــــــــــــــ
۱۳۴۳۸،۵،۲۸،
هــــــــلال، مهاجر



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.