
نن په انځورونو کي
د لبناني هوټل د برید په خلاف مظاهره تر سره شوه – انځورونه 2014-1-19
نن د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کي د مدني ټولني د استازو له خوا د تروریزم په ضد مظاهره تر سره شوه، چي په کښي ځوانانو او ښځو ګډون کړی وو.
دغه مظاهره کي هغه چاودنه او برید وغندل شو، کوم چي څو ورځي تر مخه د بهرنیانو پر یوه ریسټورانټ باندي د طالبانو له خوا تر سره شو، او په کښي لږ تر لږه ۲۱ تنه ووژل شول، چي په وژل شوو کي د ملګرو ملتونو، د آی ایم ایف نړیوالي ادارې د افغانستان مشر او څو نور مهم کسان هم شامل وه.
د یاد برید مسؤولیت طالبانو اخیستی وو، او ورسره یې ویلي وه چی دوی دغه برید د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د هغه بمبار دغچ اخیستلو لپاره تر سره کړ چي په کښي تر دیرشو زیات ولسي وګړي شهیدان او ټپيان شوي وه، او یو شمېر کورونه هم په کښي تخریب شوي وه.