sola

د سولې دروغجن مدافعین

نوید صهیب

کلونه کیږي چې د هر افغان په ژبه او زړه د سولې د راتلو آرمان کیږي ، هغه سوله چې په راتلو یې د وخت سترې او خطرناکې جګړې ته د پای ټکی ایښودل کیږي، هغه سوله چې په راتلو سره یې د افغانانو د معصومو وینو د بې درېغه بهیدونکو سېلابونو مخ ډب کېږي.

دلته اوس بیلابېل جهتونه،اشخاص او افراد د سولې لپاره کار کوي، خو ددې بیلابېلو جهتونو ،اشخاصو او افرادو لخوا د سولې راتلو ته د هڅو او لبیک تر شا بیلابېل اهداف او موخې شته، چې د سولې دا دروغجن مدافعین په هره ممکنه لاره ورته رسېدل غواړي.دا خلک د خپلو اهدافو په بناء په خپل مدعی کې دروغجن دي،دوي د تاریخ او أفغانانو په سترګو کې خاورې شيندل غواړي.

أولا امریکا او متحدین یې له سولې څخه د خپل مقابل جانب په خلاف د یوې توطئې په بڼه کار اخیستل غواړي.

له شک پرته امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې ماتې خوړلې چې د اباما او ټرامپ بربنډ اعتراف یې ښکاره ثبوت دی.
امریکا په افغانستان کې د خپلې حربي ماتې د جبران په موخه غواړي د سولې او دیپلوماسي له لارې خپل غچ واخلي هغه داسي چې طالبان بدون له جګړې وسله په ځمکه کېږدي او د سولې په نوم تسلیم دوی ته تسلیم شي.

پدې وروستیو کې د ارمریکا ددغه حربې په وړاندې د طالبانو روغ سیاست امریکا لدې لارې هم نا امیده کړې او پدې لاره هم هدف ته رسیدل ورته محال ښکاري.اوس دوی بیا دې سخت بري ته د رسیدو نورې خطرناکې لارې لټوي، چې له هغه جملې یې په نورو پټو نومونو د جګړې تودول او افغانستان ته د نورو امریکایي فوځیانو رالېږل د یادولو دي.

د سولې اړوند د کابل د ګډ حکومت دریځ د امریکا د دریځ په بناء ولاړ دی ، څه چې دوی وایي هغه په هېڅ صورت د امریکا د پالیسۍ سره په خلاف نشي واقع کیدای، دا ځکه چې د امریکا دوستي د ګډ حکومت د حکومتداری او بقا راز دی.

د اشرف غني په خوله په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د بندولو دا نوې غوښتنه هم د امریکا د پالیسی برخه ده،امریکا په هیڅ صورت نه غواړي چې طالبان د دعیه تر نړیوالو ورسوي، ددې خلاف طالبان خپل د قطر دفتر نړیوالو ته د خپلې داعیې د رسولو مهمه مرجه بولي او مؤثر کار ترې اخلي، خو امریکا د قطر دفتر سره د سولې په نوم د طالب د تسلیمۍ منلو په صورت
کې موافقه ده، چې دا خوب یې بي تعبیره او بې فایدې ثابت شوی.

دوهمه ډله د سولې قدرت طلبه مدافعین دي،دا ډله هغه جګړماران دي چې په جنګ کې خپل سړېدونکی رول او ورک کېدونکي ځای ته په کتو دې نتېجې ته رسیدلي چې د جنګ له لارې هیڅکله قدرت ته نشي رسیدلی ،دا ډله هم د (الصلح خیر) تر
شعار لاندې ځانونه سوله خوښي بولي، دوی پخپله مدعی کې دروغجن دي، د سولې دا ډول مدافعین د روسانو په وخت کې هم موجود وو،چې حکمتیار پخپل کتاب (د افغانستان د قضیې سیاسی حل!!) کې ورنه یادونه کړې.

د انجینر صیب حکمتیار په اند : دا خلک بغیر له قدرت غوښتنې بله انګېزه نلري،هر هغه بدلون چې ددوی اقتدار تضمین کړي دوی ته خوښ او د قناعت وړ دي، اګر که هغه د ملت د اسارت سبب او ټول ارزښتونه پکې پیمال هم شي.‏‏‏‏

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.