افغانستان

کونړ: پولیسو شل زندانیان ټپیان کړي او ګاز يې پر شیندلی

د کونړ ولایت اسعد اباد مرکزي زندان کې نن زندانیانو يو ځل بیا له دې امله اعتصاب وکړ چې د زندان پخوانی مدیر سمیع الله ننګیالی يو ځل بیا په خپله دنده ګمارل شوی دی، چې مخکې د بنديانو د سختو شکنجو او وهلو ډبلو له امله له دندې لرې شوی و. يوې باوري سرچينې نن ټکی اسیا ته ويلي چې پولیسو او د ملي اردو عسکرو د زندان د مدیر په امر زندانیان شکنجه کړي او د بنديانو د اعتصاب په مقابل کې يې پر زندانیانو ګاز شیندلی د سرچينې په وینا تر

اوسه شپږ بندیان ټپيان شوي دي. يوه بله سرچينې د طاهر په نوم د بندي له قوله وايي چې شا او خوا پنځه ويشت ورځې وړاندې لسګونو بنديانو اعتصاب وکړ او خپلې شونډې يې هم په ستن او تار وګنډلې او غوښتنه يې دا وه چې د زندان مدير سميع الله دې له دندې ګوښه کړاى شي، ځکه چې دی بندیان شکنجه کوي او تل يې وهي او ډبوي او د بندیانو د ليدنو کتنو لپاره راتلونکو خپلوانو سره ناوړه چلند کوي، هغه مهال والي او نورو چارواکو د مدير د لرې کولو ژمنه وکړه، او مدير ولاړ،خو درې ورځې وړاندې دغه مدير بېرته راغلو، او پخوانۍ کړنې يې شروع کړي
سرچينه د محمد طاهر له قوله وايي چې تېره شپه بندیانو مدير ته وويل چې تا نه منو، خو هغه وويل ستونزې به د خبرو له لارې حل کړو، نن 2014-01-19 سهار بنديانو د اعتصاب په ډول له ډوډۍ خوړلو انکار وکړ او دروازې يې ځان پسې بندې کړې، خو نهه بجې مدير لسګونه پوليس له ځان سره راوستل، دروازې او پنجرې يې ماتې کړي، د بنديانو په وهلو ټکولو يې پيل وکړ، لس بجې يې پر بنديانو ګاز استعمال کړ، يو شمير بنديان ټپيان شوي، او څو تنه چې ډېر ټپيان شوي، له زندانه و ايستل شول.
“طاهر” وايي چې همدا اوس هم د بنديانو په خلاف تاو تريخوالى روان دى.
د کونړ يو اوسيدونکي چې خپلوان يې بندي دى، وويل چې په دې اخ و ډب کې شل تنه ټپيان شوي، او اوس هم د بنديانو پر وهل ټکول روان دي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x