سرتاج عزیز

سرتاج عزیز: د افغانستان سره سرحد به په بشپړه توګه خلاص شي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۷، ۱۳۹۵ل): په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز نن د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې وویل چې د افغانستان سره سرحدي لارې به په بشپړه توګه ډېر ژر خلاصې شي.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې دا کار به په یوه یا دوه ورځو کې تر سره شي.

باید وویل شي چې نن د افغانستان سفیر او په اسلام اباد کې د ولسمشر ځانګړي استازي ډاکټر عمر زاخېلوال هم ورته خبر ورکړی وو چې نن به په جزئي توګه د مسافرو، ماشومانو، ښځو، ناروغانو او قانوني اسناد لرونکو پر مخ دروازه خلاصه شي خو وروسته به په بشپړه توګه د تورخم لاره پرانیستل شي.

شاوخوا لس ورځي کیږي چې د پاکستان پوځ د افغانستان سره سرحدي لارې ټولې تړلي دي، چې له امله یې په پاکستان کې په سلګونو افغانان چې غواړي خپل هیواد ته ستانه شي، بند پاته دي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.