د جدې ښکلی ښار

عبدالمالک همت
څنګه چي جده اوس مهال زيا تره په سعودي عربستان كي د نړۍ د حج او عمره كوونكو لومړنى تم ځاى بلل كيږي او په تاريخ كي ډېرځلي د مكې او جدې په هكله په ګډه څرګندوني سوي دي چي له دې امله هغې ته د حرمينو دروازه وايي. ځكه لازمه ده چي د دې ښارپه هكله څه وويل سي.

په 26 سپوږميز. كال چي حضرت عثمان رضي الله عنه له مدينې منورې څخه د عمرې لپاره مكې معظمې ته تشريف وړى وو، د مكې اوسېدونكو ورته وويل چي د شعيبې د بېړيو تمځاى (بندرګاه) چي د جاهليت له زمانې څخه كار ورځني اخيستل كيږي له مكې څخه ډېرليري دى، نو ته د جدې پرساحل نوى تمځاى ودان كړه. له دې امله حضرت عثمان رضي الله عنه جدې ته ولاړ او د بندر جوړولو ځاى يې وكتى او هلته يي د بېړيو د تمځي جوړولو حكم وركړ.

د مسلمانانو خليفه هلته په سمندركي غسل وكړاو ويې فرمايل چي:” دا مباركي اوبه دي”او حاضرين يې هم غسل كولو ته ور وبلل. په دې ډول د شعيبې پر ځاى جده د بېړيو تمځى وټاكل سو چي اوس يې د بېړيو د يوه ستر نړيوال تمځي ( بندر ) بڼه غوره كړې ده. دغه تمځاى د څه د پاسه اويازرو هغو حاجيانو چي د سمندر له لاري په (51) بېړيو كي ور رسيږي هركلى كوي او د سعودي له سترو سمندري تمځايونو څخه بلل كيږي.

جده له رياض څخه ۹۴۹ کيلومتره، له مکې مکرمې څخه ۷۹ کيلومتره اوله مدينې منورې څخه ۴۲۰ کيلومتره ليري پرته ده. دغه ښار اوس تر رياض وروسته دوهم لوی ښار دی، اوس د سعودي عربستان يو ستر، ښكلى، پاك او په ښه ډيزاين جوړ سوى اقتصادي او سياحتي، بندري ښاردى چي پر ” باب حرمين شريفين ” سر بېره ” عروس البحر الاحمر” ( د سره سمندرګي ناوې ) هم ورته وايي. مساحت يې تر ( 1250 )كيلو مترو زياتيږي، تر3.456.259زيات وګړي پكښي اوسي او د ودانيو سيمو يې تر (350) مربع كيلو مترو زياته اورشو نيولې ده. تر1980 ع.كال د مخه جده يو معمولي غوندي ښار وو، خو اوس دې ښار دونه پرمختګ كړى دى چي د امريكې او اروپا د ښارونو سره سيالي كوي. د دې ښار د سمندر پرغاړو باندې پاچهانو او لويو چارواكو لوى لوى محلونه جوړكړي دي چي هغوى ته ماډرني تفريح ګانې برابروي.

په جده كي نه يوازې ستري ودانۍ، پراخ سړكونه، ستر ستر پلونه، غټ او ستر بازارونه اولوى لوى خرڅلاو ځايونه سته، بلكي فابريكې، تصفيه خانې،كالجونه، پوهنتونونه او د مدنيت نوري ډېري نخښي هم سته. د جدې په شاو خوا كي هرځاى د تمدن او پرمختګ اّثار ترسترګوكيږي. او د غير الكولي مشروباتو لكه كوكاكولا، پيپسې كولا، د مېوو د اوبو اونورو خوراكي شيانو،كارخانې په كارلوېدلي دي. البته هلته نړيوال هوايي ډګر او حج ترمينل هم سته. خو هلته د داسي صنعتونو داسي نخښه نسته چي د هيوادونو د پرمختګ لپاره په كار وي.

د جدې د سوابقو په هكله بايد ووايو چي فاكهي په خپل” اخبار مكه” كې د حضرت ابن عباس په روايت وايي چي:” د حوا انا قبر په جده كي دى”. شفاء الغرام هم وايي چي:” په جده كي د حوا انا قبر يو مشهور ځاى دى “. علامه محمد طاهركردي په تاريخ القويم كي د الرحلة الحجازية د ليكوال علامه بتنوني له خولې د يوه اوږده بحث په ترڅ كي وايي چي د جدې په ختيزلوري كي د يوه كيلو متر په واټن د هغې د ختيزي دروازې په خوله كي ،كومه چي  ” باب مكه ” يې بولي، يو اوږد قبردى چي ( 150 ) متره اوږد، يو مترلوړ او درې متره پلن دى او دغه د حوا انا قبر بولي. خو علامه كردي او علامه بتنوني دواړه دا خبره نه مني او په دلايلو وايي چي دغه د حوا انا اصلي قبر نه دى او ځينو ټګمارانو د خرافات خوښو ناپوهانو څخه د صدقو ټولولو لپاره له ځانه جوړ كړى دى. و الله اعلم.

جده د ناصر خسرو په يونليك ( سفرنامه ) كي :
د دې لپاره چي درانه لوستونكي د دغه ښار د تېرو تاريخي كوايفو څخه لږ څه خبرسي او د عربستان او سنى او پخوانى حالت سره پرتله كړاى سي موږ د بېلګې لپاره د جدې په هكله د ځينو يونليكونو تاريخي څرګندوني رانقلوو :

زموږ د هيواد نامتو شاعر، ليكوال او متفكر حكيم ناصر خسرو قبادياني بلخي چي په” داناى يمګان ” معروف دى د 394س. كال د ميانۍ په مياشت كي د بلخ په قباديان نومي كلي كي زېإېدلى دى. اووه كاله يې په سفر تېر كړه او څلور واره يې حج وكړ. كله چي له دې سفره بلخ ته راوګرځېد پنځوس كلن وو او په 481س. كال د بدخشان په يمګان كي مړ سو. هغه د جدې په هكله په خپله سفرنامه كي ليكي : جده د سمندر پر غاړه يو غټ ښار دى او پنځه زره اوسېدونكي لري. ښه بازارونه لري، د جامع جومات قبله يې د ختيځ لوري ته ده. تر ښار دباندي بېله يوه جوماته چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په جومات مشهور دى بله هيڅ ودانۍ نسته. دا ښار دوې دروازې لري چي يوه يې د ختيځ په لوري د مكې مكرمې خواته او بله يې د لوېديځ لوري ته د سمندر پرخوا پرانيستې ده. په دې ښار كي نه وني سته نه كښت او هرڅه له كلو څخه راوړي. له جدې څخه تر مكې مكرمې دوولس فرسنګه لار ده.( د فرسنګ معرب فرسخ بلل سوى دى، هر فرسنګ يا فرسخ درې ميله دى او هر ميل د راداره اوښ څلور زره ګامه كيږي ).او د دغه ځاى امير د مكې د امير مر يى دى چي تاج المعالي بن ابي الفتوح ورته وايي. همدغه تاج المعالي د مدينې امير هم دى. زه دغه امير ته ورغلم، ښه وضع يې راسره وكړه، زما څخه يې ججه ( باج ) وانه خيستى او مكې ته يې وليكل چي : ” دا يو عالم سړى دى له هغه څخه څه مه اخلئ ” .

جده د ابن جبير په يونليك كي :
عرب شاعر، اديب، فقيه او سيلاني ابو الحسن محمد بن احمد بن جبير كناني چي په ابن جبير معروف دى په 540 س.كال د اندلُس په ختيز ښار بلنسيه ( والنسا – Valencia ) كي وزېږېد. درې ځله يې له اندلس څخه ختيځ ته د سفرونو په ترڅ كي حج وكړ او په وروستي سفر كي په 614س.كال په اسكندريه كي وفات سو. هغه چي د عيذاب نومي تمځي ( بندر ) څخه په سمندر كي تر اتو ورځو خطرناك او بېروونكي سفر وروسته د 579 س.كال د دوهمي خور پرڅلورمه جدې ته رسېدلى وو د هغې په هكله په خپل يونليك كي داسي څرګندوني لري : موږ په جده كي د رئيس علي بن موفق چي د مكې د امير لخوا د دغه ځاى حاكم وو په سراى كي له نلونو څخه په جوړه سوې خونه كي واړول. دغه ځاى د سمندر پر غاړه يو كلى دى چي زياتره كورونه يې له نلونو څخه جوړ سوي دي. هلته له ډبرو او خټو څخه هم ځيني مېلمستونونه ودان سوي دي چي پر دوهم پوړ يې د نلونو كوټې جوړي كړي دي او خلك د شپې لخوا د هغو پر بامونو د تودوښي څخه د ژغورني لپاره بيديږي.

په دې كلي كي داسي لرغوني اّثار سته چي ښيي چي پخوا ښا ر وو او د ښار د دېوالونو نخښي يې تر اوسه لا ترسترګو كيږي. د غه راز هلته يوه لرغونې او كلكه ګمبته ده چي وايي د مكې په لوري د حوا انا د تلو پرمهال مځكي ته د هغې د راكوزېدو ځاى وو او دغه ودانۍ يې د هغې د دغه تمځي د بركت او فضيلت له امله پرهغه جوړه كړې ده. په جده كي يو جومات هم سته چي حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه ته منسوب دى. بل جومات چي د آبنوس له لرګيو څخه جوړسوى دى هم حضرت عمرته منسوب دى، خو ځيني يې د هارون الرشيد جومات بولي.

د دې ښار ګوټي او د هغه د شا و خوا بېدياوو او غرونو اوسېدونكي زياتره علوي، حسني، حسيني او جعفري سيدان دي. دوى د ژوندانه په داسي ستونزو اخته دي چي د چا زړه د ډبري وي لابه هم پر وسوځي. هغوى هركار او كسب او خدمت ترسره كوي؛ كه اوښان ولري په كرايه يې وركوي، ځيني سقاوي كوي. ځيني شيدې يا خرما يا د سون لرګي خرڅوي او زياتره دغه كارونه د هغو ښځي كوي.

د دې ښار ګوټي د باندي درې سوه شپېته ډېر لرغوني كارېزونه دي او وايي چي د ښار ګوټي دغه خوا د ايرانيانو وه. د حجاز د دغو سيمو او هغو ته د نژدې سيمو ډېر خلك يو دين نه لري او پر ډول ډول مذهبونو وېشلي دي. د هغو ګوزاره د حاجيانو په لوټولو ده. هغوى ډول ډول چلونه په لار اچوي څو د حاجيانو شته ځني ترلاسه كړي. حاجيان له دوى څخه ډېر په تكليف دي. كه د صلاح الدين ايوبي سيورى نه واى له دوى څخه به حاجيانو تر دې لا ډېر تكليف ليدلاى. هغه له حاجيانو څخه د ججو اخيستل منع كړه او امر يې كړى دى چي د مكې امير مكثر بن عيسى ته شته او خوراكي توكي وركړي. ( په دې هكله ابن جبير ډېر تفصيل وركړى؛ خورا ځني سرټكى دى او دغو خلكو ته يې ډېري ښراوي كړي دي. د هغو حرامخوري او ناوړه كارونه يې سخت غندلي دي. دغه راز د هغه له ليكني څخه ښكاري چي  د اندلس ځينو فقهاوو عقيده څرګنده كړې وه چي په دغسي احوالو كي د حج فريضه له خلكو ساقطه ده ).

جده د مهدي قلي خان هدايت په يونليك كي :
مهدي قلي خان هدايت چي په ( مخبر السلطنه ) ملقب وو د ايران د مظفرالدين شاه قاجار د وختو له لوړو چارواكو څخه وو. هغه د لومړي وزير له چوكۍ څخه د ميرزا علي اصغرخان اتابك تر استعفا وروسته د هغه سره د حج په سفر ولاړ او د خپل دغه سفر په هكله يې د “سفرنامهْ مكه” په نامه يونليك وليكى. هغه په دغه سفرنامه كي وايي : د 1321س.كال د لوى اختر د پنځمي په سهارجدې ته ورسېدلو. موږ يې د شريف د وكيل عمر نصيف كورته بوتلو .

درې پوړيزه ډبرينه ودانۍ وه. په جده او مكه كي زياتي ودانۍ په همدې بڼه جوړي سوي دي.

په جده كي د ليدلو وړ ځاى زموږ د ستري انا قبردى. د حوا انا قبرنه وو يو قيامت وو؛ پنځوس ګامه اوږد دى د دغه قبر د سر او نو پربرابر يوه نيمه ورانه كوټه غوندي وه، مسخره قبر دى. سره د دې دونه شتو چي دې هيواد ته وردرومي بيا هم د ليدلو وړ ودانۍ لږ څه نه په ترميموي.

شريف د تخت روان درشكه د شلو تنو ساتونكو او څلوېښتو تنو غاتري سپرو سره د اتابك هركلي ته راولېږل. اتابك په تخت روان كي سپور سو او نور په شكدف كي. شكدف د سودې غوندي غټه كجاوه ده چي په هغې كي كېداى سي سړى پښې وغځوي، خو تر كجاوه ښه ده اما درشكه بيا بېل شى ده. په لار كي د شپه تېر ځاى جديده دى چي ” بهره ” او ” حده ” هم ورته وايي. سهار چي قافله وخوځېده يوساعت وروسته شورماشور جوړ سو. عربو بريد وكړ .

له موږ څخه ليري ډزي اورېدل كېدې. خو ويشتونكي مو نه ليدل. د غاترو سپاره د واورو زمريان وه. پر عربو باندي بريد د پاچا لخوا منع دى. د عربو تاكتيك په بريد كي دادى چي د قافلې دواړو خواوو ته كمين نيسي. له يوه لوري ډزي كوي. قافله سره تيته سي. له بله لوري دوى پر را ولوېږي او څه چي يې په لاس ورسي وړي يې. كه چا دفاع وكړه خنجر يې په زړه كي ور وهي. يوه تركۍ ښځه ټپي سوه او يو سړى ووژل سو. پر ځاى وه چي وويل سي :

ساربانا جمال كعبه كجاست

كه بمرديم در بيا بانش

خطر لږ لږ موږ ته رانژدې كېدى او په تلوكي وقفه راغله. موږ له شكدفونو او درشكې څخه را ووتلو او دې نندارې ته هك پك پاته وو. وروسته تسكين حاصل سو او خپله لار مو واخيستل. د ساتونكو مشر ډاډ راكړ چي نور خطر نسته. هغه وويل ما د شريف لخوا اجازه درلوده چي كه خطر اتابك ته نژدې سو ويې ولم. څو واره مي نصيحت ورته وكړ، خو غوږ يې پر ونه نيوى او د قافلې يو تن يې وويشت. ما هم يوعرب وويشت. هغه وو چي دوى پوه سول چي په دې قافله كي د ويشتلو اجازه سته. نور نژدې نه راځي او دغسي هم وسوه.

جده د يوه اوسمهالي ايراني ليكوال په يونليك كي :
يو اوسمهالى ايرانى ليكوال د محمد حسن زورق په نامه په 1402سپوږميز.كال حج ته تللى، خپله سفرنامه يې د ” كعبه در زنجير ” په نامه خپره كړې او په هغې كي د جدې په هكله داسي ليكي : الوتكه پر مځكه كښېنستل د هوايي ډګر د ودانۍ تشخيص آسانه سو. ستر هوايي ډګر وو. د هوايي ډګر عمومي ودانۍ يې د لويو خېمو په بڼه جوړي كړي وې، چي ترلاندي يې بېلي بېلي اداري څانګي وې. خېمې عربي دودونو ته د درناوي په دود او د عربي نيشنليزم ( ملي ګرايى ) د يوه سمبول د تجسم په توګه چي بايد په سركي يې د خېمې، خرما، اوښ، توري او… يادونه وي، په پام وراړوونكې توګه جوړي سوي وي. دغه خېمې د لمر د مستقيمو وړانګو څخه د مخنيوي لپاره هم په كار راځي. لومړى شى چي په هوايي ډګر كي زما پام ورواوښت يوتلويزيوني دور بين وو، چي هغو كسانو ته چي د خپلو پاسپورټونو د كار د خلاصېدو لپاره ولاړ وه، څارو وو. بل څه د پام وړشى هلته نه وو بې له څو تنو لوېديزو مامورينو چي د سعودي مامورينو سره يې همكاري كول.

پای



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.