شعـــــرونه

غزل/ فکر مل طالب

فکرمل طالب
مرګي سره جلا کړو زه او ته د زړګي سره
خوږیږي مې له درده نن باڼه د زړګي سره

جانانه د ژوندون مازیګري دې را په زړۀ شي
ژړېږم دې له هجره هره شپه دزړګي سره

فضا ده خړه پړه زمونږ چم بې حِسه ښکاري
دغم سېلاب دې وړي لوی واړۀ دزړګي سره

بېلتون دې زغمی نشم وا زما شهید جانانه
سکروټې مې وریږي تل په زړۀ دزړګي سره

چه فکر ته مې راشې په وصال دې خړوب نشم
په سترګو مې راپرېوزي پرده دزړګي سره

د خیال حجره مې ډکه ده آشـنا ستا غــمونو
یو یو به نازومـــه لــکه ته د زړګي ســره

چه کله دې “طالب فکرمل” راشي مقبرې ته
سلګو کې زمزمه کړي ترانه دزړګي سره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x