شعـــــرونه

زما مورکۍ وطنه!!

ابو زبیر حقاني

ما پر تا ايمان راوړی
زه پر تا باندي مين یم
زما معشوق یې زما محبوب یې
زما مورکۍ وطنه!!
زه چې وګورم و تاته
او ستا حسن راته یاد شي
پر تا څومره عاشقان وو
ستا په مينه سپېلني شول
ستا په مينه خو زلمي لا
اوس هم مست لاهو پراته دي
ستا پر لوړه جګه غاړه
د سرو زرو امېل مات شو
ګلابي وریښمین کمیس دي
درنه چا ګدړ ګدړ کړ؟
زرغون شال چې دي پر سر ؤ!!
ستا له سره چا کړ پورته
ستا خوشبو او غوړې زلفي
اوس په ګرزو آلوده دي
پر تندي دې زرين خال ؤ
اوس د وينو دي سره څاڅکي
ستا پر سرو لبانو ولې؟
وچ پتري د غم پراته دي
بادامي او تور چشمان دي
اوس د وينو نه رنګ آخلي
له هر خوا او له هر لوري
غمازان درته ولاړ دي
پر سپېره خړه جګۍ دي
غواړي نور هم اور تازه کړي
ژوند دې څومره د غربت شو
د هر چا د لاس دستمال شوې
که تر دې لا هم سپېره شې
زه پر تا باندي مين یم –
زه پر تا باندي مين یم –
تر قیصر او تر قصرا او
تر فارس راته محبوب یې
خپله غېږه کې ځای راکړه
زه شيرينې ته فرهاد یم
که هر څو دي حسن تللی
ماته ډېر ډېر حسن داد یې

ستا د وصل زېری کله
(حقاني) ته باد راوړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x