نظــر

ایاګرین زون ریښتیا هم ملکي ساحه ګڼل کیږي؟

د جمعې په ماښام د وزیر اکبر خان مینې په ۱۴ سرک کې د taverna په نوم لبناني هوټل د طالبانو تر برید لاندې راغی .

دغه هوټل چې ډیری مراجعین یې بهرنیان په تیره غربي ديپلوماتان ول په هغې سیمې کې موقعیت لري چې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو لخوا تر ټینګو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کیږي .

د هوټل خواوشا په ډیره نیږدې ساحه کې د ډنمارک ، ناروي ،بلجیم ،سویډن او ځیني نورو غربي هیوادونو سفارتونه او دیپلو ماتیک مراکز موجود دي .

د هوټل مالک کمال حماد لبنانی وه کوم چې یې په لبناني کیک پخولو کې ځانګړی شهرت درلود ، نوموړی د نړیوال وجهي صندوق د افغانستان دڅانګې مشر وابل عبد الله خاص ملګری وه ، وابل عبد الله هم لبنانی او له خپل هوټلي ملګري کمال حماده سره یوځای په یاد ماښامني برید کې ووژل شو .

د بي بي سي د نړیوالو چارو مشره لیکواله لیزدو سیت د لبناني هوټل د برید په اړه وايي چې د هوټل مالک کمال حماده به د خپل هوټل د محافظت او ساتنې لپاره تل له ځانه سره M16 امریکايي ماشینګڼه ګرځوله او د برید په ورځ یې هم تر ټولو له مخه د برید ګرو مقابلې ته راو دانګل، خو هوټل ته ننوتي برید ګر مخکي تر مخکي ځان په داسې ځای کې غلی کړی وه چې دهوټل ساحه يي ټوله په کنټرول کې وه او په هوټل کې میشت کسان یې په بیغمه زړه یو یو تر ځان له مخه کول.
د یاد هوټل امنیتې چارې هم د هغوبهرنیو امنیتي کمپنیو لخوا ترسره کیدې کومې چې د قرار دیانو په توګه له امریکايي ځانګړو ځواکونو سره کار کوي او په کابل ښار کې د سفارتونو او نورو دیپلو ماتیکو مرکزونو د امنیت او ساتنې دنده ورته سپارل شوې.

د هوټل په دغه برید کې ۲۱ تنه ووژل شول چې ۱۳ کسان یې د ۶ بهرنیو هیوادونو دیپلو ماتان او لوړ پوړي چارواکي ول .

د بهرنیو دیپلو ماتانو په جمله کې څلور د ملګرو ملتونو د سازمان کار کوونکي او یو هم د افغانستان لپاره د نړیوال وجهي صندوق مشر وه .

د پروان او کابل د وژنو په اړه د ملګرو ملتونو د غبرګون تفاوت.

دکابل برید د پروان ولایت د ساګرد ولسوالۍ د وازغر درې د هغو ۱۷ تنو کلیوالو له وژل کیدو دوه ورځې وروسته تر سره شو کوم چې د تیرې چار شنبې په شپه د بهرنیو ځاکونو په هوايي بمبار کې وژل شوي ول .

په ولسي جرګې کې د پروان لایت د خلګو استازی او د نوموړې پیښې د پلټونکي پلاوي مشر عبد الستار خواصي د وژل شویو ولسي کسانو په اړه رسنیو ته وویل چې د سیاګرد ولسوالۍ په “وازغر دره” کې ټوله شپه بمباري روانه وه او په سهارباندې بهرنیو ځواکونو کلی تلاشي کړی او د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولي دي .

په یاده بمباري کې له څوارلسو نه تر اولسوپوري ملکیان شهیدان شوي دي، چې د هغوئ له جملې څخه دری میرمنې، شپږ ماشومان او درې تنه سپین ږیري دي، د ټپيانو شمیر هم شپږ تنه دي، جمعاً شپږ اوه کوره مکمل وران شوي او له منځه تللي.”

د پروان ولایت د ساګرد خونړۍ پیښه چې د خپل نوعیت له مخې ډیره بوږنوونکي پیښه بلل کیږي نه ورباندې امریکایانو او نه هم دملګرو ملتونو سرمنشي کوم غبر ګون ښکاره کړ ، خو د کابل به برید کې د وژل شویو بهرنیو دیپلو ماتانو په وژنه باندې هم بانکي مون ، هم سپینې ماڼۍ ، هم نورو غربیانو او هم په افغانستان کې په اصطلاح د مدني ټولنو غړیو او دبهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جوزف دانفورد کلک غبر ګون ښکاره کړ او په برید کې د و ژل شویو ملکیانو( بهرنیو دیپلو ماتانو) وژنه په ټینګه وغندله .

ایا بهرني د یپلوماتان ولسیان بلل کیږي ؟

په جګړه کې دولسي خلګو وژنه یو جنایت ګڼل کیږي او که د هرچا لخوا تر سره کیږي د غندنې وړ عمل دی ، خو اوس به راشو دیته چې ایا دکابل په برید کې وژل بهرني دیپلو ماتان او دهغوئ امنیتي ساتونکي ریښتیاهم ملکیان ګڼل کیږي؟

په دغو وژل شویو دیپلوماتانو کې ۴ تنه د ملګرو ملتونو مامورین یو د نړیوال وجهي صندوق لوړ پوړی چارواکی او نور د بر تانیا،روسیې ، امریکا او کاناډا هیوادونو دولتي اتباع دی .

د ملګرو ملتونو سازمان خو د دغه سازمان د امنیت شورا له لاري افغانستان ته د سوله ساتونکو تر نامه لاندې د لسګونو زره پوځیانو لیږل منظور کړي،خو دغه سوله ساتي ځواکونه د دې په ځای چې دسولې دټینګښت لپاره کار وکړي په افغانستان کې د ولسي خلګو په وژلو ،بمبارولو ،نیولو او ځورولو لګیادي چې د پروان ولایت د ساګرد ولسوالۍ وروستۍ خونړۍ پیښه یې یوه ژوندۍ بیلګه ده ، دملګرو ملتونو سازمان د یوه مسؤل نړیوال ارګان په توګه تر اوسه داسې یو موثر اقدام نه دی کړی چې بهرني ځواکونو د ملکي خلګو له وژلو راوګرځوي او یا دي هغوئ د ولسي خلګو دوژلو په جرم محاکمه کړي.

لهذا هغوئ له خپلو همدغو خپلسریو ځواکونو سره د جرمي شریک په توګه دملکي توب حیثیت له لاسه ورکوی او طالبان یې هم د بهرنیو ځواکونو د ملاتړو په جرم دخپلو بریدونو هدف ګرځوي .

نړیوال وجهي صندوق د ملګرو ملتونو اړوند د هغوئ دیوې مالي مرجع په حیث له ملګرو ملتونو او د هغوئ له سوله ساتو ځواکونو سره په ټولو هغو جرمونو کې شریک دی چې د ولسي خلګو په خلاف یې ترسره کوي چې په دې سره هغوئ هم دمحاربو تیري کوونکو په جمله کې د طالبانو دبریدونو لپاره مشروع هدف ګڼل کیږي.

خلاصه داچې ولسي خلګ دمیشتیدنې لپاره د ګرین زون ساحې ته ضرورت نه لري دولس لپاره د افغانستان هره برخه د خپل کور حیثیت لري او هلته ورکي خپل ځان خوندي ګڼې ، ګرین زون یواځې د بهرنیانو او یا دهغوئ د داخلي امنیتي ساتندویانو د اوسیدنې ساحه ده او طالبان دګرین زون په شمول په هره سیمه کې بهرنیان او دهغوئ امنیتي محافظین د خپل ځان لپاره مشروع اهداف ګڼي .

لیکوال: عبد الرحیم (ثاقب)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x