د ډیورنډ کرښې مسئله په آسانه ټکو

خالد افغان زوی

په دې ورځو کې یو ځل بیا د ډیورنډ کرښې موضوع په رسنیو کې ګرمه ده. زیاتره کسان ددې مسئلې له سیاق او سباق پوره خبر نه دي. په دې لنډه لیکنه کې په مشخص ډول ددې موضوع د تعریف او تشریح هڅه کوو.

د ډیورنډ کرښې په موضوع دځان پوهولو لپاره لومړی یوه داسې نقشه درته وغوړوئ چې د جنوبي اسیا یعني افغانستان، پاکستان او هند جغرافیه په کې ښودل شوي وي. تاسو به ووینئ چې افغانستان د پاک وهند په نسبت په جغرافیوي لحاظ کوچنی هیواد دی.اما تاریخ لیکي کله چې دافغانستان مؤسس احمد شاه ابدالي په ۱۷۷۳ میلادي کې وفات کیده نو دسیمې په سطحه یې یوه لویه امپراطوري تر واک لاندې وه. د احمدشاهي افغانستان شمالي سرحد د آموسیند ، لویدیځ ته د ایران مشهد او سبزوار په کې داخل و ختيځ ته د کشمیر، ملتان، بهاولپور او لاهور په شمول له سیالکوټ ورتېر سرهند یې اخري ټک و او په جنوب کې د اوسنۍ کراچۍ په شمول یې سرحد د عرب سمندرګي ساحل و.

مګر که اوسنۍ نقشې ته وګورو افغانستان د شمال او لویدیځ له خوا دومره نه دی را کم شوی لکه د ختیځ او جنوب لخوا، ځکه په شمال کې یوازې مروه،پنجده او په لویدیځ کې مشهد له افغانستانه بیل شوي، مګر په ختیځ او جنوب کې ټول پنجاب،کشمیر، چترال، شکارپور او د سیند نور ملحقات، بلوچستان او حتی د پیښور او کاکړستان په شمول ټوله جنوبي او کوزه پښتونخوا له افغانستانه بیله شوې ده. د افغانستان له وجوده ددې برخو بیلتون د نولسمې میلادي پیړۍ په بیلابیلو مرحلو کې په تدریج سره ترسره شوي چې وروستۍ مرحله یې همدا د ډیورنډ د تړون مرحله وه چې د افغانستان اوسنۍ جنوبي کرښه په کې د امیرعبدالرحمن او انګریزانو تر منځ وټاکل شوه.

د پنجاب، کشمیر او پېښور بیلتون

پنجاب اصلا د سیکانو وطن دی، سیکان جنګیالي او یاغي خلک ول چې په هند د مغلي واکمنۍ په مهال یې هم تل بغاوتونه کول،کله چې پنجاب او تر ډهلي پورې د هند ډیرې برخې احمد شاه بابا ونیولې سیکانو بیا بیا بغاوتونه وکړل خو هر ځل احمد شاه بابا آرام او مغلوب کړل،د احمدشاه بابا د زوی تیمور شاه په وخت کې هم سیکانو څو ځله سر پورته کړ خو وټکول شول، د تیمور شاه د زوی زمان خان په وخت کې سیکانو بیا پاڅون وکړ، شاه زمان دوی آرام کړل خو وروسته یې د دوی د خوشاله ساتلو لپاره د رنجیت سینګ په نوم سیک جنګي مشر چې افغانستان ته وفادار و په لاهور کې د پنجاب ګورنر مقرر کړ. رنجیب سینګ څه موده د کابل د حکومت اطاعت کاوو، خو کله چې د احمد شاه بابا لمسیان په خپل منځ کې په جنګونو سره اخته او وروسته له بارکزو سردارانو سره په جنګ واوښتل او پاچاهي یې کمزورې شوه. رنجیت سینګ همدا مناسب فرصت وباله او په لاهور کې یې مستقله پاچاهي اعلان کړه، رنجیت سینګ له لاهور څخه لومړی د هند پر خوا مخه ونیوه، امرتسر یې ونیو او تر لودیانې یې فتوحات وکړل ،رنجیت سینګ وروسته د شمال او لویدیځ پر خوا مخه وکړه، کشمیر، ملتان،هزاره،سوات او اټک یې ونیول او د پیښور د نیولو کوښښ یې وکړ، دا وخت د پیښور حاکم د امیر دوست محمد خان ورور یار محمد خان و نوموړي د مشهور مبارز سید احمد شهید سره په ګډه له سیکانو سره سخت جنګونه وکړل، خو وروسته چې په دې سیمه کې د مسلمانانو ځواک د ځایي پښتنو او سید احمد شهید ترمنځ د اختلاف له امله کمزوری شو، په ۱۸۳۴ میلادي کال کې رنجیت سنګ وتوانید چې د پيښور حاکم سلطان محمد خان ته شکست ورکړي او دغه د افغانستان ژمنۍ پلازمینه کاملا تر خپل واک لاندې راولي.

له افغانستانه د پیښور بیلتون د هغه مهال افغان پاچا امیر دوست محمدخان په زړه کې ژور زخم جوړ کړی و ، نوموړي دوه ځله د پيښور د بیرته را ګرځولو لپاره د پيښور په خوا لښکر کشي وکړه خو د انګریز په ملاتړ مستو سیکانو هر ځل شکست ورکړ او نوموړی د پيښور په نیولو ونه توانېد. سیکانو وروسته کوهاټ، هنګو،بنو او ډیره اسماعیل خان هم ونیول او د افغانستان له وجوده یې بېل کړل، په ۱۸۴۹ میلادي کال کې کله چې انګریزان او سیکان په برخلیک ټاکونکو جګړو سره اخته وو امیر دوست محمد خان یو ځل بیا د پيښور د خپلولو هڅه وکړه،په همدې کال کله چې سیکان په ګجرات کې له انګریزانو سره په وروستي جنګ اخته وو، امیر دوست محمد خان له سیکانو سره د پيښور خپلولو په مقصد ملګرتیا وکړه، امیر دوست محمد خان پيښور په تصرف کې واخیست او تر خیراباده پورې یې پرمختګ وکړ ، نوموړي د خپل زوی په مشرۍ دوه زره کسیز پوځ ګجرات ته د سیکانو د ملاتړ لپاره ولیږه، مګر کله چې په دې جنګ کې سیکانو شکست وخوړ، افغان پوځ هم پر شا شو، انګریزانو همدا دوه زره کسیز لښکر تر هغو تعقیب کړ تر څو یې له پيښور تېر او د خیبر له درې واړاوو په دې توګه د رنجیت سینګ د پنځوس کلنې واکمنۍ ټغر ټول او پیښور ، کوهاټ او ډیره اسمعیل خان هم د سیک حاکمیت د نورو سیمو په شان د انګریزانو تر قبضه لاندې راغلل چې بیا کله هم دا سیمې د افغانستان برخه نه شوې.

انګریزانو تر دې وړاندې په ۱۸۴۳ میلادي کې سندهـ هم د هغو ځایي امیرانو له واکه ایستلی و چې د کابل تابع وو دغه راز یې په ۱۸۵۴ میلادي کې د بلوچستان له مشهور واکمن خان قلات نصیر خان سره یو داسې تړون لاسلیک کړ چې د پنځوس زره روپیو کلني معاش په مقابل کې انګریزانو د نوموړي وفاداري واخیسته اوپه دې توګه انګریز د بلوچستان ډیرې برخې هم د ځان کړې.

انګریزانو ددې لپاره چې افغان شاهان د افغانستان په پخوانیو ملحقاتو له دعوې څخه منصرف کړي په ۱۸۵۵ میلادي کې یې له امیردوست محمد خان سر دجمرود تړون په نوم قرارداد لاسلیک کړ،امیر دوست محمد خان چې دغه وخت یې د پاچاهۍ دوهم دور و او د انګریزانو همجوارۍ د هغوی تر سخت اغیز لاندې راوستی و، د دې تړون په دریمه ماده کې انګریزانو ورباندې ومنل چې : د کابل او مضافاتو حاکم امیر دوست محمد خان له خپل جانبه او له هغه نه وروسته د راتلونکو ځایناستو په نیابت تعهد کوي چې د ختیځ هند د کمپنۍ په متصرفاتو کې به هیڅ ډول دخالت نه کوي اونه به هم لاس وراوږدوي.

د جمرود تړون په حقیقت کې د ګندمک او ورپسې د ډیورنډ تړونونو په شان د انګریزانو د جبر او اکراه لومړی تړون و چې د افغانستان په مقبوضه سیمو د خپلې جابرانه قبضې د قانوني کولو لپاره یې په خپل تر لاس لاندې افغان حاکم دوست محمد خان باندې امضاء کړ او په دې ډول د پيښور په شمول د نورو بایللو سیمو د بیرته راستنولو وسواس د تل لپاره د محمدزو شاهانو له دماغه کډه وکړه.

د کوټې، پښین، سیوۍ،ژوب، نوشکي او کورمې بیلتون

د امیر دوست محمد خان له وفات وروسته یې زوی امیر شیرعلي خان واک ته ورسېد، نوموړی له کوچنیوالي له انګریز څخه په نفرت مشهور و، هغه سره له دې چې انګریز ته یې زړه ډک و خو د پاچاهۍ په مهال یې ډیر احتیاط کاوو چې ددې زورور او چالاک غلیم له اضافي ضرر څخه ځان خوندي کړي.

د نولسمې پیړۍ په منځنیو کلونو کې چې تزاري روسان د منځنۍ اسیا له نیولو وروسته د افغانستان پولو ته رانږدې شوي وو، انګریزان یې سخت ویرولي وو، انګریزان ویریدل چې که روسان افغانستان هم د ترکستان په شان قبضه کړي نو دا به په هند د یرغل لپاره دمناسبې تختې کار ورکړي او روس به وتوانیږي دسرو زرو مرغۍ( هند) د انګریز له لاسه وباسي.

د روسانو د دفاع لپاره له انګریزانو سره دوه طرحې وې، لومړۍ دا چې انګریز پوځ دې افغانستان ته داخل شي تر هندوکش او بابا غره پورې دې پرمختګ وکړي او دغه طبعي حصار دې د روس د احتمالي یرغل د دفاع لپاره سنګربند کړي.

دوهمه طرحه دا وه چې د اوسني افغانستان په پوله د کوږک،ګومل،کورمې، پیواړ او خیبر غرنۍ سیمې دې سنګربندې شي او که په هند یرغل کیده همدا به یې د دفاع خط وي. تاریخ پوهان باور لري چې په افغانستان د انګریز لومړنی برید او ګوډاګی شاشجاع پر واک کینول د لومړنۍ طرحې د تطبیق په مقصد و خو کله چې په لومړني جنګ کې انګریزانو سخت شکست وخوړ او تر پنځلس زره ډیر عسکر یې یوازې د لته بندپه جګړه کې ووژل شول نو انګریزانو د دوهمې طرحې د تطبیق لپاره مټې رابډوهلې، دوی د امیر دوست محمد او شیرعلي خان د واک پر مهال مسلسل د اوسني افغانستان سرحداتو ته نږدې کیدل.په ۱۸۷۸ میلادي کال کې انګریزانو له روسیې سره د امیر شیرعلي خان اړیکې بهانه کړې او په افغانستان یې له دریو خواوو، خیبر، کوژک او کورمې له اړخه یرغل وکړ.

انګریزانو د دوهم ځل لپاره افغانستان اشغال کړ او د امیر شیرعلي خان زوی یعقوب خان چې یو بې ارادې شخصیت و د یوه ګوډاګي حاکم په حیث دانګریز په پښو کې ولوېد. دا وخت چې امیر شیرعلي خان په مزار شریف کې وفات شوی و او یعقوب خان پاچا بلل کېده د ۱۸۷۹ کال په می میاشت کې انګریزانو نوموړی د کابل او جلال ابادتر منځ د ګندمک سیمې ته بوت او هلته یې د ګندمک بدنام تړون ورباندې امضاء کړ. ددې تړون له مخې نه یوازې د افغانستان استقلال او سیاسي اراده خرڅه شوه بلکې ډیرې سیمې هم د افغانستان له تنه بیلې شوې، دتړون په یوه ماده کې راغلي: ددې لپاره چې د دوو هیوادونو تر منځ دوستي برقراره شي او برتانوي عسکر په ډاډه زړه د افغانستان له خاورې ووځي د شالکوټ( کویټې) ولایت، د فوشنګ( پښین) علاقه د کوږک تر غره پورې،د کورمې دره د ځاځیو تر سیمې د مشرقي تر څنډې هفت چاه او لنډي کوتل دې انګریزانو ته وسپارل شي خو د کورمې، پښین او سیوۍ پريښودل به دایمي او قطعي نه وي بلکې امانت سپارل شوې سیمې به بلل کیږي او مالیه به یې له لازمو مصارفو وروسته د افغانستان حکومت ته حواله کیږي.

د ډیورنډ تړون

د ګندمک د معاهدې له مخې انګریزان په قانوني(!) لحاظ داوسني افغانستان ترسرحدونو راورسیدل، دوی غوښتل په دې سرحداتو خپل دفاعي استحکامات پیاوړي کړي، د همدې لپاره یې د سرحدي سیمو پراخه مطالعه او نقشه برداري پیل کړه. په دې مرحله کې نو د کابل واک له یعقوب خان څخه عبدالرحمن خان ته انتقال شوی و چې د خپلو هیوادوالو په وړاندې خورا سخت زړی مګر د انګریز په وړاندې تر وروستي حده دامر تابع او ډارن و.

انګریزانو د سرحد له مطالعې وروسته درک کړه چې د ګندمک په معاهده کې دوی خطا شوي او له نظامي ــ ستراتيژیکي نظره یې په ټول سرحد مهمې نقطې او سیمې نه دې د ځان کړي. بله دا چې د ګندمک په تړون کې دا ماده چې د انګریز لخوا قبضه شوې سیمې د انګریز په لاس کې امانت دي او بیرته به افغانستان ته حواله کیږي هم د انګریزانو لپاره د تشویش منبع وه. له همدې امله انګریزانو وپتېیله چې تر لاس لاندې امیر ــ عبدالرحمن خان سره د سرحد په باره کې یوه بله معاهده وکړي.

د ډیورنډ معاهده چې په سرحدي برخه کې د ګندمک د معاهدې په اصطلاح تصحیح یا نوي کول و انګریزانو له پراخو جغرافیوي مطالعاتو وروسته ورته اراده وکړه، انګریزانو ددې کار لپاره د هند د وایسرای په کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر مارتیمر ډیورنډ د خپل استازي په حیث وټاکه، نوموړي په عبدالرحمن خان پراخ نفوذ درلود او په رواني لحاظ یي عبدالرحمن خان ښه پیژاند.

مارتیمر ډیورنډ کابل ته راغی او د ۱۸۹۳ میلادي کال د نومبر په ۱۲ یې په له امیر عبدالرحمن سره د ډیورنډ تړون امضاء کړ . د تړون مقصد له واخان نیولې بیا د ایران تر سرحد پورې د افغانستان او برتانوي هند تر منځ د سرحد تفصیلي ویش او تعین و چې په راتلونکو دوو کلونو کې به یې د افغانستان او انګریز ځمکپوهان په مشترکه توګه نښان ګذاري کوي او په نښه شوې نقشه به له توافقنامې سره ضمیمه کیږي. د تړون له مخې به عبدالرحمن خان په چترال،بونیر، سوات او وزیرستان کې د مداخلې حق محفوظ نه بولي او انګریز به له برمل څخه شاتګ کوي. په دې ډول د افغانستان او برتانوي هند تر منځ ۲۶۰۰ کیلومتر اوږده پوله تعین شوه او دا چې په دې تړون دانګریزانو له اړخه مارتیمر ډیورنډ امضاء کړې وه د افغانستان په سیاسي ادبیاتو کې ورته د ډیورند کرښې نوم ورکړل شو.

تر هغه وخته چې انګریزان په هند قابض و او پاکستان نه و رامنځته شوی د افغانستان شاهان د ډیورنډ تړون ته متعهد وو، له عبدالرحمن خان نیولې بیا تر نادرخان پورې کوم افغان پاچا ددغه تړون د الغاء هڅه نه ده کړې.ډیورنډ تر ۱۹۴۷ م کال پورې یوه تعهدنامه بلل کېدله اما له دې تاریخ وروسته چې کله هند تقسیم او پاکستان رامنځته شو دا تعهد نامه په منازعه بدله شوه.

د پاکستان له جوړېدو شپږ میاشتې مخکې د افغانستان صدر اعظم شاه محمود خان په هند کې انګریز واکمنو ته خط ولیږه چې که تاسو هند پریږدئ او تقسیموئ نو اشغال شویو پښتنو او بلوڅو ته دې د خودمختاره حکومت جوړولو حق ورکړل شي او یا دې هم له افغانستان سره ملحق شي.خو انګریزانو او ځایناستو پاکستاني چارواکو یې د افغانستان په دې اعتراض غوږونه کاڼه کړل، دوی افغانستان ته په ځواب کې وویل چې د ډیورنډپوله یوه رسمي بین المللي پوله ده نو ځکه له افغانستان سره د پولې آخو پښتنو د الحاق سوال نه شي راپورته کیدای.

د هند له تقسیم وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ پرلپسې روابط خرابیدل، په یوه سرحدي لانجه کې په ۱۹۴۹ میلادي کال کې د پاکستان طیارو په سرحدي سیمه مغلګۍ باندې بمبار وکړ او په ځواب کې یې د افغانستان ولسي جرګې د ډیورنډ تړون په شمول له انګریز سره شوي ټول تړونونه ملغی اعلان کړل. د افغانستان ولسي جرګې دلیل راووړ چې دغه تړونونه دانګریز لخوا په افغان شاهانو په زور تحمیل شوي نو ځکه د منلو وړ نه دي. بله دا چې له پاکستان سره ځکه دغه تړون نه شو پاللی چې موجوده پاکستان اصلا په دې تعهداتو کې طرف نه دی او نه هم په حقوقي لحاظ په دغسې تعهداتو کې د لویې برتانیې جانشین بلل کیدای شي.

د شاه محمود خان له صدارته بیا تراوسه پورې د افغانستان ټولو حاکمانو د ډیورنډ کرښې له شفاهي منلو انکار کړی دی که څه هم په رسمي چلند کې له دې کرښې او د کرښې بلې غاړې خلکو سره د یوې رسمي پولې او پردیو خلکو په توګه چلند کیږي.

د ډیورنډ تړون له لوړ وضاحت سره سره یوه ګونګه موضوع بلل کیږي او هر څوک له دې موضوع سره دواقعیت ګرایي په ځای عاطفي او د سیاسي ګټو په مبنی چلند کوي. افغان مؤرخ حسن کاکړ ددې تړون انعقاد ته دشک په سترګه ګوري، هغه وایي په کابل کې د خارجه وزارت ارشیف ، دغه راز په هند او لندن کې یې په حکومتي ارشیفونو کې د عبدالرحمن د زمانې ټول اسناد کتلي اما د ډیورنډ کوم داسې تړون یې په کې نه دی موندلی چې د مارتیمر ډیورنډ او عبدالرحمن خان دواړو امضاء ګانې پرې موجودې وي.

افغان حقوق پوه روستار تره کی د ډیورنډ تړون په حقوقي لحاظ بې اعتباره بولي ځکه دده په خبره دتړون لپاره لومړنی شرط اهلیت دی او محکوم عبدالرحمن خان هغه مهال دا اهلیت نه درلود چې په داسې ملي مسئله کې د ټول افغان اولس استازیتوب وکړای شي.

د ملګرو ملتونو ټولنه د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله د رسمي بین المللي سرحد په توګه مني،دغه راز په افغانستان کې یو شمیر ناپښتانه سیاستوال هم د افغانستان لخوا د ډیورنډ او پښتونستان داعیه بې بنیاده او ناموجهه بولي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

2 تبصرې

  1. د نن ټکی اسیا د چلوونکو د پام وړ!
    لطفا د پورته لیکنې په دې عبارت کې دغه نیټې په ۱۸۴۳ او ۱۸۵۴ میلادي واړوئ ځکه دلته یوه کتابتي غلطي شوې ده. د اصلاح په تمه خالد افغان وزی

    انګریزانو تر دې وړاندې په ۱۹۴۳ میلادي کې سندهـ هم د هغو ځایي امیرانو له واکه ایستلی و چې د کابل تابع وو دغه راز یې په ۱۹۵۴ میلادي کې د بلوچستان له مشهور واکمن خان قلات نصیر خان سره یو داسې تړون لاسلیک کړ چې د پنځوس زره روپیو کلني معاش په مقابل کې انګریزانو د نوموړي وفاداري واخیسته اوپه دې توګه انګریز د بلوچستان ډیرې برخې هم د ځان کړې.

  2. عبدالواحد اڅګزۍ

    نن په دنیاکی ملتونه خپل سرنوشت پخپله ټاکی وګورۍ له پښتونواوبلوڅو قومو سره دډیورنډدخط په هاخواڅونه ظلم کیږی مکتبونه نه لری دپاټاپه نامه په هیڅ سوبه کی برخه نه لری دمملکت په هیڅ طرقی پلان کی برخه نه لری دبلوڅانو فقط څوسرداران نازول کیږی عوام یی دتعلیمه محروم طبعی ذخایریی پنجاب وړۍ ،دادوو قومودافغانستان دمملکت په نامه دژوندپه ټول دوران کی یومملکت اوګډکلتوریی درلودخودخواهواوبی کفایته شاهانوهیڅ وخت دخپلواطباعو غم ونه خواړۍ پاکستان یی له دی خاطره وږی اودرپدره ساتی چه په نه څه ددوی فوج ځنی جوړسی دکشمیر،هندستان اوافغانستان په مقابل کی بیله پوهی وجنګوی دخجالت وړخبره ده دافغان ملت دپاره چه دخپل محکوم ملت دآزادۍ هیڅ فکرورسره نسته غازی امان الله خان چه دخپل محکوم ملت غم خواړی په هغه وخت کی انګریزانوپرنمه دنیاتسلط درلودۍ اوس خودانګریزغولام پنجابی نیم افغانستان غولام اوګیروګان نیولۍ دۍ که معمولی کوښښ دغلام افغانستان دآزادۍ وسی دپاکستان نیم اوزړه ورفوج له پښتنواوبلوڅوجوړدۍ اوهرپښتون اوبلوڅ فوجی دپنجابی سره ددوی دظلمو په وجه( چه کلی یی وربمبارکړی دی دوطنویی پسی اخستی دی ځوانان اوپڅه پوه یی ځنی ورکړی اوبیایی مړه میندلی دی)سخت نفرت لری فقط دافغانستان وکومک اوحمایت ته ضرورت لری نورنودوی خپله دځانه جوړفوج اوددښمن په اصلحه سمبال دی زه ګمان نکوم چه دټول افغانستان یوځای کیدل به شپږ میاشتی ونس.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.