د مخدره موادو د مخنیوي په لار کې خنډونه

لیکوال: انعام الله احمدزی

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۶ کال راپور له مخې افغانستان د نړی ۷۰ فیصده تریاک تولیدوي چې پدې اساس د نړی د مخدره موادو ترټولو ستر تولیدونکې هیواد دی. متأسفانه له تیرو څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د کوکنار کښت په پراخه کچه روان دی. پدې موده کې په لومړي ځل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دغه کچه هغه مهال په بیساري ډول راښکته شوه کله چې طالبانو د کوکنارو په کښت بندیز ولګاو. د نړیوالو مؤسساتو د راپورنو په اساس په ۲۰۰۰ کال کې د طالبانو له لوري د بندیز په نتیجه کې د کوکنارو د کښت ساحه له ۳۳۰۰ هکټاره څخه یوازې ۱۸۵ هکټاره ته راښکته شوه. دغه کم مقدار کوکنار هم په هغو ساحاتو کې کرل کیدل کوم چې د طالبانو د واک څخه بهر و. لاکن په ۲۰۰۲ کال کې د کوکنارو د کښت ساحه یو ځل بیا ۳۴۰۰ هکټارو ته لوړ شوه.

له ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې د نوی حکومت په راتګ سره په کابینه کې د مخدره موادو ضد وزارت اضافه کړی شو او د کورنیو چارو وزارت په چوکات کې د مخدره توکو پر ضد ځانګړې ځواکونه رامینځته شول. دا اقدامات ددې لپاره تر سره شول ترڅو افغان ولس او نړیوالو ته وښيي چې دوی د مخدره توکو په خلاف په مبازره کې جدي دي. له ۲۰۰۱ کال راهیسې نړیوالې ټولنې پدې برخه کې څه باندې شپږ ملیارد ډالر مصرف کړی دي.

اوس په افغانستان کې د مخدره توکو تولید او استعمال د یو بحران حد ته رسیدلی دی. له یوه لوري که هره ورځ په سلګونو تنکي ځوانان په تریاکو روږدي کیږي، له بل پلوه هره ورځ په لسګونو معتادان چې باید د وطن په پرمختګ او آبادۍ کې یې مثبت رول ادا کړی وای، خپل ژوند له لاسه ورکوي. د بي بي سی د یو راپور له مخې هره ورځ له دریو څخه پنځه معتادان یوازې په کابل کې د یخې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د کابل د عدلیې طب د معلوماتو په اساس سږ کال ۸۰۰ معتادین د سړې هوا او د مخدره توکو د زیات استعمال له امله په پلازمینه کابل کې مړه شوی دي.

یو کال مخکې د افغانستان حکومت ویل چې په هیواد کې یو ملیون کسان په مخدره توکو روږدي دي لاکن تازه څیړنې ښيی چې دغه شمیر دری ملیونو ته رسیدلی دی. د راپورونو له مخې په نړې کې د معتادینو شمیر ۲۹ ملیونو تنو ته رسیږي. دا یوازې هغه معتادین دي چې په افیونو یا پوډرو روږدي دي.

د مخدره توکو د تولید څخه څوک ګټه تر لاسه کوي؟

په افغانستان کې د مخدره توکو د تولید او قاچاق په هکله  د (Association for International Affairs) په خپل یو راپور کې ویلي: “موږ دې نتیجې ته رسیدلی یو چې په افغانستان کې ښکیل ټول لوري په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د مخدره توکو په کاروبار کې دخیل دي او ورڅخه ګټه تر لاسه کوي”.

د ۲۰۱۷ کال د جنوري په ۲۹ نیټه د تخار والي محمد یاسین ضیا له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلی و چې د مخدره توکو قاچاق وړونکي خپلې وسله والې ډلې لري او د ځینو ملاتړ په مرکز کې د چارواکو له خوا کیږي چې ځینې یې د پارلمان وکیلان دي.

په نړیواله سطحه د مخدره توکو کاروبار ۶۸ ملیارد ډالرو ته رسیږي. د یو این ډي پي د راپور په اساس په افغانستان کې د کوکنارو کروندګر ۴۴۰ ملیون ډالر او افغان قاچابران ۲.۲ ملیارد ډالر له مخدره توکو تر لاسه کوي. ددې کاروبار لویه ګټه د بهرنيو قاچقبرانو لاس ته ورزي.

د طالبانو د واکمنۍ په مهال د مخدره توکو تولید:

په افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل نه وروسته د کوکنارو په کښت کې د پام وړ زیاتوالی راغی چې د طالبانو تر واکمنې پورې یې دوام درلود. په ۲۰۰۰ کال کې طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د کوکنارو په کښت بندیز ولګاوه لاکن بالعکس هغه سیمې چې د طالبانو تر واک لاندې نه وې هلته کوکنارو کښت زیات شو. بعضې تحلیل کوونکي پدې باور دي چې په افغانستان د برید یو لامل په هیواد کې د کوکنارو مطلق بندیز هم و. د دوی په آند طالبانو په خپل یو اعلان سره د نړی یو لوی کاروبار په ټپه ودراو. بهرنیانو له طالبانو څخه غوښتنه کوله چې تاسې باید کوکنار د یو ځل په ځای په تدریجي توګه له مینځه وړي وای. اوس هم نړیوالې ادارې چې د افغانستان د کوکنارو په کښت راپورونه جوړوي وايي چې د مخدره توکو تولید دوه ملیونه افغانانو ته د کار زمینه مساعده کړی ده. له همدې امله تر څو چې دوی ته کار متبادلې لارې نه وي برابروي شوی باید له احتیاط څخه کار واخستلی شي.

افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته څه پکار دی؟

په افغانستان کې د کوکنارو کښت، تولید او قاچاق یو لویه ننګونه ده او جدي مبارزې ته اړتیا لري. پکار دا وه چې د طالبانو له لوري په کوکنارو لګول شوی بندیز دوام پیدا کړی وای لاکن برعکس د بهرنیانو له راتګ سره د مخدره توکو کښت او قاچاق ورځ تر بلې زیات شو. افغان حکومت او نړیوال مؤسسات هر کال په هیواد کې د مخدره توکو د کښت، قاچاق او د معتادینو د زیاتولی په هکله په راپور خپرولو اکتفا کوي. د کابل پل سوخته هغه ځای دی چې هلته ډیر معتادین راټولیږي. د شنونکو په آند داسې سیمو ته مخدره توکي پخپله د دولتي چارواکو له لوري راوړل کیږي او پلورل کیږي.

د مخدره موادو د مخنیوي لپاره له تولو مهم ګام د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له لوري پدې برخه کې د صادقانه مبارزې اړتیا ده. هغه لوړپوړي چارواکي چې د مخدره توکو په قاچاق کې ښکیل دي او حتی مطبوعاتو ته یې بعضې وخت نومونه هم راوځي، باید د قانون منګولو ته وسپارل شي. دهقانانو لپاره د کښت بدیلې لارې پيدا کړی شي.

لاکن پداسې حال کې چې په دولتي او حتی په بهرنیو ځواکونو د مخدره توکو د قاچاق تورونه موجود وي، دا په خپله د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا د مخدره توکو په وړاندې د دوی ژمنې او هڅې تر سوال لاندې راولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د