لغمان کې پر ښوونځي د هاوان لګېدو له امله دوه زده کوونکې مړه، اته نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۷، ۱۳۹۵ل): نن سهار لس نیمی بجې شاوخوا د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند په بسرام سیمه کې د شهید حبیب الرحمن عالي لیسې پر ښوونځي د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله یې لږ تر لږه دوه تنه ماشومان مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سیمي خلک او عیني شاهدان وايي چې هاوان د نیژدې پوځي قرارګاه څخه دولتي ځواکونو توغولې، چې له امله یې یاده مرګ ژوبله ورسیده.

دوی زیاته کړې چې یو بل هاوان پر یوه کور ولګېد چې له امله یې هلته هم یوه ښځه ووژل شوه.

د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک رسنیو ته ویلي چې د هاوان یوه مرمۍ نن سهار لس نیمي بجې د ولایت په مرکز کې د شهید مولوي حبیب الرحمن پر یوه ټولګي لګېدلی دی، چې له امله یې دوه زده کوونکي مړه او د یوه ښوونکي په ګډون اوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د لغمان د پوهني رئیس محمد حضرت مجددي رسنیو ته ویلي چې په پيښه کې دوه تنه مړه او اته تنه نور ټپیان شوي دي، نوموړي ویلي چې د پيښي سمدستي وروسته یې ټپيان او مړي روغتون ته رسولي دي.

نوموړي ویلي چې تر اوسه معلومه نه ده چې هاوان د چا له خوا فایر شوی دی، خو په اړه یې پلټنې رواني دي.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه پيښه «جنایت» بللې او ویلي چې د هاوان دوه مرمۍ په یوه مکتب او یوه کور لګېدلي چې له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي ویلي چې د لغمان ځايي حکومت هڅه وکړه چې ددغه ستر جنایت تور پر طالبانو پوري کړي، خو د سیمي خلک چې د پيښي عیني شاهدان دي، د دولتي ځواکونو پر ضد یې پراخې مظاهرې وکړې او هغوی یې جنایت کاران یاد کړل.

دغه لاریون کوونکو مکتب ته نیژدې د دولتي ځواکونو پر قرارګاه تور پوري کړ چې هاوانونه یې توغولې.

د یادوني وړ ده چې د تیري پنجشنبې په ورځ هم د کاپيسا په اله سای ولسوالي کې د دولتي ځواکونو په یوه هاوان مرمۍ د ناوي په ګډون د یوې کورنۍ درې مېرمني ووژل شوې او یو بل کس ټپي شو.

باید وویل شي چې په جګړو کې عموما د دولتي ځواکونو له لوري هاوانونه او د لویو توپونو ډزي کیږي چې له امله یې د ملګرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو په وینا زیات ملکي تلفات اوړي.

د ملګرو ملتونو د یوناما د حقوق بشر ادارې د ملکي تلفاتو د تېر کال په راپور کې دولتي ځواکونو ته ۲۴ سلنه ملکي تلفات منسوب کړي وه چې اکثره یې د هاوانونو، توپونو او هوايي بمباریو له وجي را منځته شوي وه.

د حقوق بشر ادارې په خپل راپور کې دولتي ځواکونو ته توصیه کړې وه چې په ملکي ساحو کې د جګړې پر مهال د هاوان، توپ او هوايي بمبار څخه استفاده ونه کړي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.