نظــر

“په دې مړه ديموکراسۍ کې موږ له لوږې مړه شوو”

نن مي مازديګر لمانځه ته پر لار يو سپين ږيری وليد، سختې يخنۍ نيولی، ريړه يې په لاس، مړې مړې اوښکې يې له سترګو راڅاڅي، اول مي ګومان شو چې د سترګو ناروغي به لري؛ خو چې ورته ځير شوم زړه يې ډک و او سمي سلګۍ يې وهلې، ور نږدې شوم ما ويل کاکا خيرت دی؟ ويل هو وراره ګله خيرت دی، ما ويل ولې ژاړې؟ ويل بس د الله به همداسې خوښه وي، او بيا يې راته کيسه وکړه ويل:

سهار وختي له دغې ريړۍ سره را وتلی يم او تر اوسه مي يوازې اويا روپۍ ګټلي دي، هلته مې په کور کې مېرمن ناروغه ده او اوس مي زوی راغی ويل ابا مور مې هم سخته ناروغه ده او زما هم تبه ده ډاکتر ته مي بوزه، او مور ته مې هم درمل يوسه، او په کور کې ډوډۍ هم نه وه، په دې خبره د کاکا زړه بيا ډک شو او په سپينه ږيره يې بيا اوښکې راتوی شوې، ما ورته ډاډ ورکړ خو نوموړی دومره دردمن و چې هيڅ يې زړه نه تشيده.

دا د غربي ډيموکراسۍ يوه بېلګه ده، دلته ځينې خلک يوې ګولې ډوډۍ ته حيران دي او ځينې يې بيا نه پوهيږي چې څه ډول او په کوم هوټل کې يې وخوري، ځينې د ناروغو بچيانو درملني ته سل افغانۍ نه لري او ځينې د ماڼيو په لوړولو کې سيالۍ کوي.

کوم ولس کې چې د وګړو تر منځ دا ډول واټن وي، هلته د سوکالۍ او نيکمرغۍ هيله کول د خوب ليدل دي.

عبد الحق حماد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x