له پلار سره د لور د وفا او زامنو د جفا کيسه

ژباړه: فضل باري مشفق

وايي چې پخوا يو پلار ته الله (ج) درې زامن او يوه لور ورکړي وو، دغه پلار به له خپلو زامنو سره ډيره مينه درلوده؛ مګر خپلې لور ته به يې پاملرنه نه کوله او نه به يې هم ورسره مينه ساتله او هغه به يې په خپله کورنۍ باندې بوج او اضافه ګڼله.

کله چې ددغه سړي زامن د سبق د ويلو شول، نو هغوی يې د هغوی د ښې راتلونکې او د زده کړو د ترلاسه کولو له پاره په ښوونځي کې داخل کړل؛ مګر لور يې چې له ديني زده کړې سره يې ډیره مينه لرله تل به يې خپل پلار ته ويل چې د قرانکريم د زده کړې له پاره يې په کومه مدرسه کې شامله کړي؛ خو پلار يې د هغې خبرې ته هيڅ ارزښت نه ورکاوه او ورته ويل به يې چې ښځه سبق نه شي ويلی، ښځه بايد د خپل کور کار وکړي او بس.

دغې انجلۍ له دې دومره توپير ي چلند سره سره بيا هم د خپل کور او مور او پلار خدمتونو ته دوام ورکاوه.

له څه مودې وروسته يې ورونو ودونه وکړل او له ودونو وروسته له خپلو ميرمنو او بچيانو سره په وخت تيرولو کې مصروف وو او ورو ورو يې له خپل پلار او مور نه توجه بل لور ته اوښتله.

يوه ورځ ددغو درې زامنو او يوې لور پلار سخت ناروغ شو، د درملو له خوړولو سربيره يې بيا هم طبيعت سم نه شو؛ خو چې کله روغتون ته يووړل شو نو معلومه شوه چې دواړه پښتورګي يې له کار لويدلي دي.

ډاکټرانو د ناروغ زامنو ته وويل چې که مو ژر تر ژره د پلار د ګردو غم ونه خوړ ؛ نو ډير ژر به مو پلار خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د ډاکټر د خبرو په اورېدو سره د سړي لور ډيره پريشانه شوه او تل به يې له الله (ج) څخه د خپل پلار د روغتيا دعا غوښتله، خو زامن يې د خپل پلار له ناروغتيا څخه بې پروا وو.

د وخت په تېرېدو سره د ناروغ پلار رنځ لا پسې زياتېده، ډاکټر يو ځل بيا د ناروغ په زامنو غږ وکړ چې د خپل پلار د پښتورګو د بدلولو له پاره لاس په کار شي او ورته يې وويل چې که مو په دوه ورځو کې د خپل پلار د پښتورګو غم ونه کړ نو د هغه ژوندي پاتې کېدل ناشوني دي؛ خو زامنو يې بيا هم د خپل پلار له پاره هيڅ ونه کړل.

هماغه و چې لور يې راغله او ډاکټر ته يې وويل چې زه تياره يم چې زما يو پښتورګی له ما څخه واخلئ او پلار ته مې ورکړئ، ترڅو د هغه ژوند وژغورل شي او روغتيا ومومي.

کله چې يې پلار ته د زامنو د جفا او د لور ددغې قربانۍ معلومات وشو؛ نو خپله لور يې له سينې پورې ونيوله، په تندي يې ښکل کړه، په ژړا شو او ورته يې وويل چې لورې! ما وبښه ما له تاسره ډير ظلم کړی دی؛ خو ماته اوس معلومه شوه چې ته څومره په ما خفه کېږې ته څومره له ماسره مينه لرې او ما څومره سهوه کړې ده.

دوستانو!
اولادونه که نارينه وي که ښځينه دواړه دالله (ج) لورينې دي؛ خو زموږ په ټولنه کې بدبختانه ځينې خلک لورګانې بوج ګڼي چې دا ګناه او د الله (ج) د نعمت نافرماني ده.

لورګانې هيڅکله په ځان بوج مه ګڼئ، څومره مينه او څومره خوښي چې لورګانې خپلو پلرونو ته ورکوي هغومره مينه او هغومره خوښي زامن نه شي ورکولی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.