خبرتیاوی او پیغامونه

د اسد ميوند د مړينې په مناسبت د خواخوږۍ پېغام – سمیع الدین افغاني

دحق دلارې کلتوري مرکز او د افغان ستراتیژيکو څيړنو مشرتابه له خوا د اسد ميوند د مړينې په مناسبت د خواخوږۍ پېغام

په ډيرې خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړه چې د هيواد بادرده ،په ولس مين ليکوال او شاعر اسدميوند په مسکوکې چې ديوې ترافيکي پيښې له امله سخت ټپي  اوداپريل دمياشتې په شلمه نيټه  دسهر په درې بجو او ديرشو دقيقو په روغتون کې ددې فاني دنيا څخه رحلت وکړه٠

انا لله وانا اليه راجعون

د حق د لاری کلتوري مرکز ا و د افغان ستراتيژيکو څيړنو مشرتــابه هغه ته د لوی خدای له درباره څخه  د فردوس جنت او خپلوانــــــو ته يې د جميل صبر هيله کوي ٠

اسد ميوند په هيواد کې د سراسری سولــــې هيله مند او په وطن کې دبيعدالتي او مظالمو په مقابل کې تل خپل اواز اوچت او خپل قلم يې د اشعار  په ليکنو بهاند او جاري ساتلې دی، موږ دهغه کړونو ته د قدر په سترګو ګورو او دهغه مړينه يوه لويه ضايعه ګڼو، خدای پاک دی جنتونه په نصيب کړي ٠

امين يا رب العالمين

———————

سميع الدين افغاني

دحق دلارې کلتوري مرکز او د افغان ستراتیژيکي څيړنې  مشرتابه په استازيتوب٠

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx