افغانستان

د سیاه ګرد د پېښي په تړاو د ټاکلي پلاوي او ایساف ضد و نقیض څرګندونې

نن ټکی آسیا: د پروان د غوربند درې په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د امریکايي الوتکو د خونړي برید او ملکي تلفاتو په تړاو دولتي ټاکلی پلاوی یو ډول او ایساف او بیا بل ډول څرګندونې کوي.

ايساف وايي، چې د پروان په عملياتو کې يواځې درې ملکي وګړي وژل شوي او دا عمليات يې دافغانستان د حکومت په غوښتنه ترسره کړي دي، خو د پروان والي او دولتي پلاوى دا خبره ردوي.
حکومتي پلاوي غړو نن په کابل کې ديوې خبري غونډې پر مهال وويل ، چې ياد عمليات افغان چارواکو سره له همغږۍ پرته ترسره شوي دي.
خو په کابل کې د ايساف لوړ پوړي امريکايي پوځي چارواکي وايي، چې دا عمليات يې د افغانستان ددفاع وزارت په منظورۍ او د ځايي چارواکو په غوښتنه ترسره کړي دي.
امريکايي پوځي چارواکو په کابل کې خبريالانو ته وويل ، چې د روان کال د تلې مياشتې (اکتوبر) راهيسې د پروان والي په غوربند کې د چاڼيزو عملياتو ترسره کولو غوښتنه کوله .
سرچينې زياته کړې ، چې دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه، چې په ياده دره کې پر سيمه ييزو پوليسو بريدونه وشول او مرګ ژوبله هم ورته واوښته.
امريکايي چارواکي وايي، چې په غوربند کې د وسله والو مخالفينو خوځښتونه او پراخه شتون د پروان – باميان لويه لاره، کابل ولايت او د بګرام پوځي اډه تر ګواښ لاندې راوستې وه.
سرچينه زياتوي، چې دغو حالاتو ته په کتو او د راتلونکو ټولټاکنو د امنيت لپاره د پروان والي په ياده سيمه کې د عملياتو غوښتنه کوله.
امريکايي پوځي چارواکي وايي، چې د والي تر غوښتنې او د افغانستان ددفاع وزارت تر منظورۍ وروسته د افغان ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په اساس، په ياده دره کې د وسله والو د ځپلو په موخه چاڼيز عمليات په لاره واچول شول.
د سرچينې په وينا، دغه عمليات دافغان شپږم کنډک ځانګړو ځواکونو په مشرۍ پيل او د ايساف ځانګړو ځواکونو د سلاکارانو او مشاورينو په توګه پکې برخه لرله.
سرچينه وايي ، چې په دې عملياتو کې ٩٠ تنو افغان او ايساف ځواکونو برخه لرله، چې د ٩ ځانګړو سرتېرو په ګډون ٣٠ تنه دايساف او پاتې نور يې افغانان وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x