دهغه مسلمان ځوان سوالونه چې لمونځ يي پريښي و

ژباړه: منیب الرحمن رحماني
يومسلمان ځوان دتحصيل لپاره له هيواده بهرولاړ. کله چې دتحصيل دپاي نه وروسته خپل هيواد ته راستون شو نو نه يي لمونځ کاوه او نه يي نور عبادت ته ميل درلود.پلار يي چې کله زوي په دي حالت کي وليد نو دسيمې يو مشهور عالم ته مراجعه وکړه او هغه يي دخپل زوي ملاقات ته دعوت کړ.

عالم دځوان ليدو ته راغي او ځوان څخه يي دلمانځه دپريښوودو دعلت پوښتنه وکړه

ځوان وويل ترڅومې چې دریو پوښتنو ته ځواب رانه کړې نو په هېڅ وجه به لمونځ ادا نه کړم

عالم وويل پوښتنه وکړه ترڅو دي ځواب درکړم.

ځوان وويل

لومړي پوښتنه : قضا او قدر څه دي ؟

دوهمه پوښتنه : څرنګه جنياتو ته په جهنم کې په اور کې عذاب ورکړل کېږي حال دا چې دوي پخپله له اور نه جوړ شوي ؟

دريمه پوښتنه : څرنګه خداي شته چې ليدل کېږي نه ؟

کله چې دځوان پوښتنو پايښت وموند عالم ځوان يو څپېړه وواهه .

ځوان اعتراض وکړ. عالم وويل اعتراض مه کوه چې ستا دريوواړو پوښتنو ځواب په همدي څپېړه کي دی.

لومړی ځواب: آياپوهیدی چې تاپه څپېړه وهم ؟

ځوان: نه عالم وويل دا قضا او قدر دی

دويم ځواب : په کومه څپېړه مې چې ووهلې درد دې احساس کړ ؟ ځوان وويل هو عالم وويل زما لاس او ستا بدن له يو جنس نه دی
څنګه چې تادرد احساس کړ همداسې جنيات چې له اور نه جوړ شوي د اور په واسطه عذاب ويني.

دریم ځواب : کوم درد چې احساس کړ هغه وينې ؟

ځوان وويل نه عالم وويل څنګه چې درد احساس کوې او وینې يي نه او درد شته دي نو همداسې خداي هم په دنيا کي نه ليدل کيږي حس کيږي او شته دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.