څنګه ملياردیر کيدی شو؟ هغه هم داسي چې تل ترتله به مو له لاسه و نه وځي!

باهر حقپال

لنډه دا چې: څنګه کولی شو، په ملياردونو-ملياردونو داسي شتمنۍ ترلاسه کړو، چې د ترلاسه کولو وروسته ناشوني وي چې له لاسه يې ورکړو؟

ځواب يې نه يوازي په ليکلو/ويلو کې خورا اسانه دی، بلکي عملاً هم د ترټولو ناتوانه شخص تر توان پوره دی، خو يوه خبره اړينه ده چې يو ډول لايسنس (جواز ليک) کوم چې ترټولو وړاندي کارنده او خورا ارزښتمن دی، هرو_مرو له ځان سره ولرو.
راځم د پورته پوښتنې ځواب ته…

ځواب يې بيخي اسانه دی، د ځواب د اسانۍ بيا-بيا؛ ځکه وايم چې زړه ته به مو نه لويږي چې دمره په اسانۍ دې مليارډر شو.
هوکې، غواړي مليارډر شي په لاندي لارښوونو عمل وکړه:

۱_ بايد هغه لايسنس ولرو د کوم مو چې پورته يادونه وکړه، او هغه لايسنس په “ايمان” نومول شوی چې درلودونکيو ته يې مؤمن/مسلمان ويل کيږي.

۲_ بايد د خپل څښتن له لوري قرض شوی قرض ( لمونځ، روژه، زکات، حج او…) په پوره امانتدارۍ خپل څښتن ته وسپارو.

۳_ ايمان او د پورتني قرض اداء، مو تر جنت رسوي خو، که غواړو جنت کې داسي کور جوړ کړو چې له ملياردونو يې ارزښت اوړي بيخي اسانه يې ترلاسه کولی شو چې (۱۰ ) ځله سورت اخلاص (قل هو الله احد…) و وايو.

۴_ غواړو جنت کې د ارزښتمنو شيانو زيرمه ولرو (لاحول ولاقوة الا بالله) به وايو.

۵_ د جنتي چاپيريال د زرغونوني له پاره چې شنې دنګې ونې پکې ولرو (سبحان الله العظيم وبحمده) او (سبحان الله والحمدلله ولا اله والله اکبر) ويل يې راته را ټوکوي.

۶_ کوم تاوانونه (ګناهونه) مو چې له دې وړاندي کړي او غواړو له منځه يې يوسو، که څه هم له شميره وتلي او بيخي زيات وي نو (سبحان الله وبحمده سبحان الله العظيم) سل (۱۰۰) ځله ويل يې له بيخه وينځي.

۷_ کوم خنډونه، دردونه او ځوروونکي شيان مو چې مخي ته راځي په اسانۍ يې د له منځه وړلو له پاره (۷) ځله (حسبي الله و لا اله الا هو عليه توکلت وهو رب العرش العظيم) ويلو سره له منځه وړی شو.

۶_ څنګه زر (نيکۍ) ګټی او زر (بدۍ) معاف کوی شي؟
(۱۰۰) ځله سبحان الله ويلو سره دا ستر زرچنده ګټه ترلاسه کوی شو.

۷_ د خپل څښتن (الله جل جلاله) خوښي چې تر ټولو ستر هدف دی، د (رضيت بالله ربا و بالاسلام دينا و بمحمد نبيا و رسولا) دري ځلې ويلو سره ترلاسه کوی شو.

۸_ د ټولو مخلوقاتو د شمير په کچه ثوابونه د (سبحان الله وبحمده عدد خلقه ورضی نفسه وزنة عرشه و مداد کلماته) ترلاسه کوی شو.

۹_ د مسلمان نارينه او ښځينه په اندازه نيکۍ د ( اللهم اغفر للمسلمين والمسلمات والمؤمنين والمؤمنات الاحياء والاموات) په ويلو سره ګټی شو.

۱۰_ د پوره قران شريف د لوستلو ثواب چې بې شمېره نيکۍ لري د سورت اخلاص په دری ځله لوستلو سره د ځان کوی شو.
ريښتيا و وايئ! زشت زيات اسانه کار نه دی، راځئ چې همدا اوس يې پيل کړو او ملياردونه-ملياردونه اجرونه او ثوابونه وګټو.
منبع: له ګڼو حديثونو څخه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.