نظــر

په نوي نسل د غربي اشغال او مېډیا اثر

امام الدین غورځنګ
له بده مرغه غربي اشغال او غربي پلوه مېډیا په دې تیرو پنځلسو کلونو کې د عامو خلکو په تیره بیا د تنکیو ځوانانو په مغز وینځلو په چټکوالي او د هیڅ فرصت له لاسه نه ورکولو سره مشغوله ده او په خپلو موخو کې چې د ځوان نسل له لارې ایستل دي تر ډیره بریالۍ ده .

ډیری ځوانان یې داسې په فکري ډول په کلکو ځنځیرونو تړلي چې دا مجال نشي کولی چې سالم او آزاد فکر ولري، کوم عمل روا او کوم نا روا خو لا ډیره لرې کیسه ده د ښه او بد توپیر یې ځینې ورک کړی.

ځوانانو ته یې د خدای لاره تکه توره او دشیطان لاره تکه سپینه ورپیژندلې

درجن درجن ډمان یې له غربي ملکونو په نیمه لوڅو او بربنډو جامو کې را وارد او زموږ د ځوانانو د لارې ایستلو سبب یې کړل.
د ساز او سندرو د حراموالي خبره خو یې پخوا ورکه کړې اوس ټول په دې سوچ دي چې د روح غذا ده او کوښښ کوي چې د سټیج په سر سندرې ووایي.

د پلار او زوی، خور او ورور ، مېړه او ښځې ترمنځ یې حیا ختمه کړې، ټوله کورنۍ تلویزیون ته ناسته وي او په سریالونو کې ورته ښایي چې د یوې ښځې یو مېړه او دوه نور یاران وي ، ښځه له یوه سړي سره واده وکړي او له بل سره اړیکه لري ، هلک پردی جلی په غیږ کې نیولي وي او ورسره نا روا اړیکې لري او…

په سیریال کې یې داسې ورته ښکاره کوي چې ګواکې دا یو ډیر ښه عمل دی او دې عمل ته یې په سیریال کې منفي رول نه وي ورکړی، مرکزي او مثبت رول یې ورکړی وي.

ټوله کورنۍ په یو ځای دا ګوري او له یو بل شرم او حیا نه کوي او ورته بده هم نه ښکاري .

د غربي هیوادونو په دې حیواني قانون کې هم په ډیرۍ ټلویزیوني خپرونو ددې لپاره چې تنکي ځوانان یې ساتلي وي، لا پوره
بندیز او لا هم د ورځې له خوا په خپرېدو بندیز دی.

دا خویې لا په ځای پرېږده اوس یې په تلویزیون کې په ښکاره همجنس بازان هم را څرګند کړل او نارې وهي چې افتخار کووپه همجنس بازی او وایي چې زموږ حق ده چې سړی له سړي او جلۍ له جلۍ سره په افغانستان کې واده وکړي او حتی ځینې همجنس بازان په پوهنتون کې د ښونکو په توګه دنده هم تر سره کوي.

دا خو له هغه زرګونو بېلګو څخه ډیرې کمې بېلګي دي چې د اشغال په ترڅ کې روانې دي، او په ځان خبر هم نه یو.

په دې شهر نا پرسان کې څوک نشته چې ورته ووایي آخر ولې ؟ ولې مو ځوانان راته په مختلفو لارو تباه کوی؟ په دې تش په نوم دولت کې هم داسې څوک نشته چې ورته ووايي بس دی!

د لاسپوڅي او غلام دولت او ادارې پایلې داسې وي….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x