دیني، سیرت او تاریخ

د مشورې اهمیت او آداب

انس غزنوي
له هر مهم کار نه مخکی شریعت د دوه شیانو حکم کوي.1مشوره(له مشرانو سره له عالمانو سره او د کور له غړو سره مشوره کول).2 استخاره(یعنی د استخاری لمونځ کول).شیطان همیشه په مسلمان پسی لگیدلی وي او د دین له لارو څخه یی گرځوي او د دین کارونه ورته سخت پیش کوي. شیطان له نورو احکامو سره سره د مشوری او استخاری حکم هم مسلمانو ته سخت پیش کوي او قسما قسم بهانی او حلیی ورته وړاندی کوي .نو له همدی وجه اکثره خلگ مشوره نه کوي او نه یی خوښوي چی په یو کار کی له نیک او صالح خلگو سره مشوره وکړي خو لیکن بعضی خلگ بیا مشوره کوي خو څنگه چی پکار وى هغسی یی نه کوي. څنگه چی د استخاری په مقابله کی د مشوری اهمیت ډیر ده نو الله ج په قرآن مجید کی فرمایی “والذین استجابو لِربِهم و اقامو الصّلوة وامرهم شوری بینهمْ و ممّا رزقنهم ینفقون ”

ترجمه: او چا چي دالله ج حکم ومنل او لمونځ یی قائم کړ او دهغه هر کار له مشوری سره وي او د الله ج له ورکړل شوي مال څخه خرچ کړي-

د الله ج په لاره کی دخرچ کولو لویه لاره زکوة ده

مشوره داهمیت له وجه دلمونځ او زکوة په منځ کي ذکر شوی او د دی سورة نوم هم شوری ایښودل شوی(یعنی د مشوری دحکم سورة).

لمونځ او زکوة دوه داسی عبادتونه دي چی د قرآن مجید په هر ځای کی یو ځای ذکر شوی ځکه دی دوو عبادتونو ته (قرینتان)هم وائی –

لیکن د قرآن مجید دوه داسی ځایونه دی چی دلمونځ او زکوة تر منځ د دری شیانو اهمیت ذکر شوی.

په هغه دوه ځایونو کی یو پورته د سوره شوری آیت ده.

رسول الله ص فرمائی “ما سعد أحد برأيه ولا شقي عن مشورةٍ”

ترجمه: له خپلی انفرادي رائی سره څوک هم نه دي کامیاب شوي او له مشوری نه بعد هیڅ څوک هم نه دی ناکام شوي.
=د مشوری یو څو فائدی .

1-له ټولو نه غټه فائده درسول الله ص په سنت عمل راغی نو په کوم کور کي چی په سنتو برابره زندگی وی په هغه کور به د الله ج رحمت نازلیږي.

2-دویمه مهمه فائده یی داده چی د مشوری له وجه د خپل او خپلوانو تر منځ محبت پیدا کیږي نو هر سړی دا سوچ کوي چی زه هم یو مقام لرم ځکه راسره مشوره کیږي.

3-بله فائده یی دا ده چی دا فیصله به د فرد واحد نه وي بلکه اجتماعی فیصله به وي نو له همدی وجه که خدای مه کړه هغه کار خراب شی نو چاته به دا موقع د خبرو نه وي چی ولی دي مشوره نه کوله ولی دي مونږ ته نه ویل او داسی ورته نوری خبری.

=د مشوری کولو يو څو آداب –

د مشوری کولو په وخت د مشوری د آدابو خیال ساتل ضروری دى.

1-د مشوری لپاره یو مشر باید وي چی له ټولو مشوره واخلي او په اخیر کښى فیصله وکړي.

2-هر شخص باید محکمه مشوره ورکړی او ښه سوچ ورکړي او کله چی یی مشوره ورکړه د نورو مشورو ته غوږ شي.

3-د بل شخص مشوره باید رد نه کړي. کله چی هغه مشوره درکړه باید داسی ونه ويل شي چی دا سمه نه ده یا دا صحیح نه ده یا دا مشکله ده(بلکه دبل په مشوره کي الله ج خیر اچوی که څه هم سخته یا مشکله وي )

4-د هر شخص په مشوره باندی سړی ځان پوه کړي او له هغی نه بعد بیا فیصله وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x