ټکنالوژي

په هېواد کې د انټرنیټ بیه ۳۰سلنه را ټیټېږي

نن ټکی آسیا: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت چارواکي وايي، ډېر ژر به په ټول هېواد د انټرنیټ بیه په سلو کې دېرش را کمه شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزیر امیرزي سنګین د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل،چې د افغان ټليکام بیې به ۳۰ سلنه ارزانه شي.

افغان ټلیکام د هېواد له سترو مخابراتي شرکتونو یو دی، چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې خلکو ته د نوري فایبر د (ډي-ایس-ایل)سیستم له لارې انټرنیټ او تلیفوني خدمتونه وړاندې کوي.  
ویل کېږي،چې دا مهال ترې زرګونه افغانان استفاده کوي.
د مخابراتو وزارت چارواکي وایې، چې د را روانې (فبروري) میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته به د نیټ په بیو کې یاد کمښت پيل شي.
په افغانستان کې د انټرنیټ ډېری کارونکي چې مجموعاً د افغانستان د نفوس ۴۰ سلنه تشکیلوي، د انټرنيټ له اسانتیاوو خوښ ؛خو د بیې او کیفیت نه یې ناخوښه دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزیر امیرزي سنګین ډاډ ورکړ، چې په تدریج سره به انټرنیټ ته د خلکو په لاس رسي کې زیاتوالی، په بیې کې کموالی او په کیفیت او سرعت کې ښه والی راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x