پاکستان د چمن له سوداګرو څه غواړي ؟

خان چمن وال
پاکستان ولي د افغانستان سره سوداګريزه او تجارتي بندرونه تړلي دي او هر وخت يي په بيلا بيلو پلمو تړي د پاکستان اصلي هدف دا دي چي هغه ټول سوداګر او تجاران چي د افغانستان له لاري کوم بهرني سوداګريزي توکی او شيان واريدوي هغه ټول بند شي د افغانستان پر ځائ د پاکستان د ګوادر له لاري راوړي.

ګوادر د پاکستان د بلوچستان ایالت هغه بندر دی، چې په دې وروستیو کې يې نه یواځې په ځايي رسنیو کې، بلکې په نړیوالو رسنیو کې هم ډېری وخت ذکر کېږي او پاکستان په اند چې ګوادر بندر به د پاکستان اقتصاد اسمان ته ورسوي.

دا ځکه چې څه موده وړاندې د پاکستان او چین واکمنو د بلوچستان له ګوادره د چین تر کاشغر سیمې پورې د یوې لويې اقتصادي لارې پروژه پېل کړې ده او دغه پروژه پاکستان د خپل اقتصاد د پياوړي کېدو د ملا تیر بولي.

یاده پروژه چې پرې شاوخوا ۴۶میلیارده ډالره لګېږي، او ورسره پاکستاني واکمن ادعا کوي، چې د ګوادر وګړیو ته به د ژوند په هره برخه کې ډېرې اسانتیاوې ورسره وي، خو د دغه ښارګوټي وګړي تراوسه هم لاهم د اوبو یوه څاڅکي ته ترسېږي.

د دغه ښار وګړي وايي، نور پرمختګ يې په اور پسې، د څښاک اوبه دي راکړل شي.

د ځايي چارواکو په خبره ګوادر بندر ښارګوټی له ۲۰۱۲م کال راهیسې درېیم ځل د څښاک د اوبو له سخت نشتوالي سره مخاخ کېږي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې له تېرې څه مودې راهیسې ځينو بلوڅ ملتپالو له پاکستانه د بېلېدو وسله واله مبارزه پېل کړې او هغه تور پورې کوي، چې د دغه ایالت د مځکې پر سر او تر مځکې لاندې طبعي زېرمې د پاکستان فیدرالي حکومت او پنجاب لوټلې دي، خو فیدرالي حکومت او پنجاب دا ردوي.

دغه بلوڅ وسله وال او ورسره د دغه ایالت بلوڅ ملتپال سیاستوالو هم بیا بیا ویلي، په ګوادر کاشغر اقتصادي لارې کې به بیا هم د تېر په څېر د بلوچستان د وګړیو پر ځای ډېرې ګټې فیدرالي حکومت او پنجاب ته رسېږي او ځايي بلوڅان به همداسې و چې شونډې پاته وي.

اوس تاسو قضاوت وکړي د ګوادر بندر د پښتنو سوداګرو لپاره سنګه دي چيري چي د چښک اوبه هم نسته.

چمن د پاکستان او افغانستان ترمنځ ويش باډر ته نژدی تجارتي ښار دي اکثر تجارت يي د ويش باډر سره تړلي دي خو اوس د پاکستان لخوا چي کومه تجراتي لاره تړلې ده ددغه ښار اوسېدونکي ډير په تنګ سوي .د چمن ډير غریب خلک د پاکستان او افغانستان ترمنځ ويش باډر باندي د خپلو بچيانو رزق پيدا کوي چي له بدمرغه حکومت ورته خنډونه پيدا کوي.

د پاکستاني لوړ پوړي چارواکي د چمن سوداګرو ته هر ځلي وايي چي تاسو د پاک افغان باډر پر ځائ کوم بل ځاي د سوداګرۍ لپاره غوره کړي چي موخه يي ګوادر دي کوم چي د چمن سوداګرو لپاره ناممکنه ځاي دي د کاروبار لپاره.

د سپين بولدک او چمن تجارتي لاره چی هر کله بنده شي د دواړو هېوادونو وګړو ته په ميلونونو تاوانونه رسيږي د چمن اوسيدونکي په سلو ۱۰۰ کې يي ۸۰ فیصده د چمن سخه ويش باډر ته روزانه اوړي او د چمن اکثره خلکو اقتصاد د ويش باډر سره تړلي دي که چيري د پاکستان لخوا دا لاره نه پرانيستل شول د چمن اوسيدونکي داسې مجبور دي چي د پلي بله خوا ويش باډر ته کوچ وکړي که چيري د چمن غريب اولس ته اجازه د اوښتلو نه ورکوی چمن وال به کوچ وکړي.
موږ يو وار بيا دا ږغ کوو چې نور دا غریب اولس باندی ظلم مه کوئ.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.