نړۍ

برتانیه کې سیلاب د همجنسبازانو د ودونو له امله راغی

د برتانیې يوکې انډپيڼدينټ ګوند یو جګپوړي مشر “ډيويډسلوسټر” ويلي چې برتانيه کې سیلابونه او توفان د هغې پريکړې له امله راغی چې برتانوي حکومت د همجنسبازانو ودونه قانوني ګرځولي وو. ديو کې انډيپينډينټ ګوند نوموړي مشر “سلوسټر” ويلي چې لومړي وزیر ډيوډ کيمرون له مقدس انجیل څخه سرغړونه کړې. نوموړي يو برتانوي اخبار”دي ټایم پاليټکس” ته په خپل لیک ويلي چې د دې پريکړې او عواقبو په اړه يې لوړمړي وزیرته خبرداری ورکړی و چې د داسې پریکړو په نتيجه به سخت عذاب راشي. يوکې انډپيڼدينټ ګوند په خپله اعلاميه کې ويلي چې دا د ښاغلي سلوسټر خپله شخصي پریکړه ده او د ګوند نماینده ګي نشي کولای، البته ښاغلی سلوسټر کولای شي په پوره ازادي خپل نظر څرګند کړي. د يادونې وړ ده چې ښاغلی سلوسټر له دې مخکې د ډېوډ کيمرون په “په کنزرټيو” ګوند کي و او هغه مهال يې دغه ګوند پريښود چې ډيوډ کيمرون د همجنسبازانو ودونه قانوني وګرځول. سلوسټر په خپل ليک کې ټينګار کړی چې په برتانيه کې د سیلاب او توفانو ستر لامل د لومړي وزیر ياده پريکړه وه. باید و ويل شي چې څه موده وړاندې د برتانیې په ځينو ښارونو کې سخت توفانونه او سیلاب راغلی و چې له امله يې لسګونه کسان مړه او په سلګونو کورنۍ د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي وو.

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x