د پلچرخي زندان بندیانو یو ځل بیا خولې ګنډلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۸، ۱۳۹۵ل): د پلچرخي په زندان کې یو ځل بیا بندیانو د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړی دی او خپلې خولې يې په سیمانو ګنډلي دي.

پر ټولنیزي پاڼي فیسبوک باندي د زندان د دریم بلاک د یو شمېر بندیانو انځورونه نشر شوي چې خولې یې په غټو سیمانو ګنډلې او د نه خوړلو اعتصاب یې کړی دی.

دوی یو ځل بیا خپلې زړې غوښتني تکرار کړي او د چارواکو د توجه را جلبولو لپاره یې په اعتصاب لاس پوري کړی.
هغه غوښتني چې د خپل انځورونه سره یې نشر کړي، په لاندي ډول دي:

۱- هغه بندیان چې د اعدام حکم باندي راوتلی، تر لسو کلونو وروسته یې دوسیې ورکي دی او ددوی برخلیک څرګند نه دی.

۲- ډیرو بندیانو خپل قانوني قیدونه په زندان کې پوره کړي دي خو لا نه خوشي کیږي.

۳- د قانون سره سم بندیانو ته د پخواني ولسمشر د فرمانونو او اخترونو په مناسبت چې کوم تخفیف ورکول شوی، هغه بیرته ځیني ګرځول شوی دی.

۴- د ناروغه بندیانو درملنه سمه نه کیږي، کوم چې اړتیا لري باید درملنه یې له زندانه بیرون وشي، روغتون ته نه وړل کیږي.

۵- له هغه وروسته چې اشرف غني د ګډحکومت مشر شوی، تر اوسه یې نه کوم تخفیف او نه هم د بندیانو لپاره کوم فرمان صادر کړی.

دوی وايي چې تر څو یې غوښتني منل شوي نه وي، خپل اعتصاب ته به دوام ورکوي.

باید وویل شي چې د پلچرخي زندان لپاره د مشرانو له جرګې څخه ټاکل شوې پلاوي څو میاشتي مخکې وویل چې تر ۱۴۰۰ زیات بندیان په محبس کې بې سرنوشته پراته دي، چې له هغو څخه یې یوازي ۸۰۰ کسان هغه دي چې د بند مودې یې پوره شوي ، د خلاصېدو لپاره یې نوملړ تیار شوی خو له ډیره وخته عملي کیږې نه.

او همداسي اقلا ۱۴۴ کسان یې داسي موندلي وه چې په لا علاجه ناروغیو اخته شوې وه، او د قانون سره سم هغوی باید خوشي شې چې د خپل عمر پاته برخه د خپلو کورنیو سره تېره کړي. او پاتې کسان یې په اعدام محکوم شوي وه خو اوس د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د