نظــر

د سکرټرو مظاهره- جیلاني پښتون

د دولت قره باغي دیوه سندرې کسر وه چې ویل به یې :
وه دسکول ماسټرې . . . ته چې تنخا واخلې بیا وهې خپلې چکرې . . . وه دسکول ماسټرې .
دولت قرباغي دماسټرو سندره هغه وخت ویلې وه ، چې زموږ په افغانستان کې چا سکرټرې نه پیژندلې ، ګنې اوس دسکرټرو لوړو معاشونو ته په پام سره داخبره تر سکرټرو پورې ښه لګیږي ،یو وخت افغانستان ته بهرنیان راغلل ، موسسې ، اینجوګانې ، مرستندویې ادارې ، سفارت خونې او بالاخره یوناما تاسیس شوه ، چې ورسره دسکرټرو دوران هم پیل شو .

هغه مهال به دې چې دکابل مطبوعات کتل نو په اعلانات کاریابي به ډک وو ، چې بیا به دهر اعلان به پای کې لیکلي وو ، زنان حق اولویت دارد .
غربي لنډه غرو او نړیوالو عیاشانو دکابل له ښاره دکمونیستي دروان پاتې شوني اود احمدظاهر د دوران زیږیدلی نسل ، هغه ټولې بدذاتې پیغلې او تورسرې دکاریابۍ په اعلاناتو ټولې کړې ، او په مختلفو موسسو کې یې د سکرټرو په نامه ولګولې .
دسکرټرو د پیداکولو په مبارزه کې دنورو موسسو په نسبت یوناماترټولو مخکې وه ، غالبا ۲۰۰۵ م کال وو ، په کابل کې له یوه ټیکسیوان سره سپور وم چې په هغه سرک وربرابر شوو ، چې دیوناما دمرکزي دفتر له څنګ سره تیر شوی وو ، ټیکسیوان راته وویل دا ځای پیژنې ؟
ماویل نه .
ولې نه یې پیژنې د رنډیو مرکز دی ، یوناما .
ما ورته وویل یوناما خو دملل متحد نمایندګي ده . خو ډرایور ځواب راکړ چې نوم یي دملل متحد دی خو دننه په کې نورې لوبې روانې دي ، هغه نجونې چې دې دفتر ته د موظفینو په نامه تګ راتګ لري موږ یې هره ورځ وینو ، او اوس یې داخلي کیسې بهر هم راوتلي دي ، خلک وایي چې دغه نجونې اکثره کم سواده او بې تعلیمه ده ، مګر بیا هم یوناما استخدام کړي دي ، ترڅو خپلې ګټې ترې ترلاسه کړي .
ما دیوناما سکرټرې لومړی په هغه ورځ واوریدلې ، وروسته مې چیرته په یوه شعر کې چې دمریم ناصري دمشهور شعر په اقتفاء لیکل شوی وه هم ولوستل چې کوم شاعر ویلي وو .
داڅنګه ملالې دي انګریزو سکرټرې کړې
پاپ سرود ته ناڅي او خویونه مغربي ساتي
آبله ورځ په کابل کې په لویدیځوالو برید وشو ، چې څلور تنه دیوناما کارکوونکي هم په کې ووژل شول ، دیوناما کارکوونکو په وژل کیدلو ، دبانکیمون او نورو غوندې دیوناما دسکرټرو هم خورا مزاجونه خراب شول ، دوی پرون ورځ صبر وکړ ، مګر نن یي زغم له لاسه ورکړ ، نوځکه دخپلو انډیوالانو په غمرازۍ په مظاهره راووتې .
دسکرټرو دمظاهرې خبر او انځورونه مې په بي بي سي فارسي کې ولیدل ، سکرټرو په فارسي ، انګریزي او غلطه پښتو باندې شعارونه لیکلي دي ، او وایي ( ما به تروریزم نه میګوییم ) چې تاسو هم نه ورته نه وایاست څوک به یي وایي چې دسر سیوري یې درڅخه ټول کړل .
بلې یوې لیکلي ( ما هنوز زنده ایم ماهنوز نفس می کشیم ) ههههه ، تاسو سکرټرې به ژوندۍ یاست مګر انډیوالان مو نور ژوندي نه دي .
یوه بلې لیکلي دي ( سوله زموږ غښتونه ده ) په رښتیا چې داسکرټرې بې تعلیمه ده او حتی خط یي نه دی زده .
یوه بله سکرټره وایي ( موږ دتروریزم په ضد ستره مبارزه کوو ) چې مبارزه کوئ نو پایلو ته یې هم ځانونه اماده کړئ .
دسکرټرو مبارزه په مطبوعاتو کې دمدني ټولنو دفعالانو په نوم خپره شوي ده ، مګر دغه زنانه او نرښځیان چې عکسونه یي خپاره شوي دي ، مدني نه بلکې وحشي فعالان دي چې له اسلام ، افغانیت او انسانیټ ټولو څو عاري دي ، ددوی د ژوند ارزښت یوازې ډالر موندل دي او بس ، نوځکه که پرون یې په ژوند دغربي کفارو چوپړ واهه نن ورباندې په مرګ هم اوښکې تلوي .
مرګ په دغه افغانیت شرموونکي نسل !!

جیلاني پښتون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x