ولسمشر اشرف غني د ناټو ملکي استازي ته هم مډال په سینه وټومبۍ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۸، ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني د ناټو ملکي استازي ته د غازي امان الله خان عالي دولتي مډال ور کړ.

د ناټو ستر ملکي استازی اسماعیل اراماز چې د کار موده یې پای ته رسېدلې، تېره شپه د اشرف غني میلمه وو، چیري چې نوموړي ته د هغه د «قدر وړ» خدمتونو پر اساس او د هغه د ماموریت پر مهال د همکاریو له امله دولتي عالي مډال ورکړه شو.

د ارګ ماڼۍ وايي چې د ناټو سازمان دغه جګپوړي چارواکي د افغانستان او ناټو تر منځ د ښو اړیکو رغولو، د افغانستان لپاره د مرستو را جلبولو او امنیت ټینګښت په برخه کې د قدر وړ خدمتونه کړي، چې د افغانستان حکومت مننه ځیني کوي او د هغه د قدردانۍ په موخه د غازي امان الله خان دولتي مډال ورکوي.

د ناټو ملکي استازي د ولسمشر څخه مننه کړې او په آینده کې هم د همکاریو د تداوم ژمنه یې ورسره کړې.

باید وویل شي چې د امریکا او ناټو داسي قومندان او چارواکی به نه وي پاته چې د افغانستان د پخواني او اوسني ولسمشر له لوري به د افغانستان دولتي عالي مډال نه وي ورکړل شوی.

د چارو کارپوهان وايي چې د افغانستان حکومت بل څه نه لري، ځکه مجبور دي چې خپل غربي ملاتړي په مډالونه ونازوي، خو دا لا جوته نه ده چې دغه کسان به د افغانستان د چارواکو په مډالونو باندي فخر ولري او کنه.

یوه تبصره

  1. دا خو کومه نوې خبره نده !یوه سیاسي فاحشه هر وخت او په هرو شرائطو کې کوشش کوي چې ځان ته خپل مشتریان پېدا کړي !ځان او ناموس خرڅول خو مهارت غواړي !!

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.