شعـــــرونه

غزل/ عزيز الله حسيني

 عزيز الله حسيني

وي مې تل ترڅنګ له ياده نه وځي
ياد دهغه دنګ له ياده نه وځي

پروت وي دليمو دبلۍ سيوري ته
پروت وي لکه منګ له ياده نه وځي

زما داوسپنيز کوکل په څنډوکې؟
خښ وي لکه زنګ له ياده نه وځي

اوس مې دزړګي خيرات ته نه راځي
هاشتمن ملنګ له ياده نه وځي

تل مې په زړګي پورې تړلى وي
وي په زړګي فنګ له ياده نه وځي

نن دحسيني مينې تعويذ راکړه
دم کړه څو لونګ له ياده نه وځي
ـــــــــــــــــــــــــــ
عزيزالله حسيني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x