ادبي لیکني

د نظيف الله نظيف سره مرکه -زاهد ځيرک

دواړو کې خوږ دی، سره له دې چې په ځينو غزلو کې مصنوعيت ليدل کيږي؛ خو په شعر کې د معنا او لفظونو برابروالي خيال ساتي؛ نه پر لفظونو لويه معنا باروي او نه تشه لفاظي کوي، په ليک او وينا دواړو کې د کره او معياري پښتو پلوي دی؛ خو په دې برخه که مطالعې ته اړتیا لري.

نظيف الله نظيف دومره د پښتو ژبې او ادب مينه وال دی چې سل په سلو کې يې راډيوي خپرونې پښتو او کابو له شپېته سلنو نه پورته يې ادبي دي.

ګران نظيف الله نظيف مو دلته له تاسو سره غږولی:

زاهد ځيرک: نظيف صيب! که لوستونکو ته د ځان په اړه ووايي؛ يانې زوکړه؟ زده کړې؟ دنده؟

نظيف: مننه! ديرش (۳۰) کاله وړاندې مې د کندوز ولايت په خواجه غلتان کلي کې دې نړۍ ته سترګې غړولي، د ننګرهار اسلامي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي په ۱۳۹۰لمريز کال د ليسانس په درجه فارغ يم اواوس په کندوز کې د بدلون (۱) راډيو د امتياز خاوند او مسوول يم.

زاهدځيرک: شعر اوادب سره مو څنګه مينه پيدا شوه؟

نظيف: زه په دې ګروهه يم چې شعر او ادب د هر ملت ملي وثيقه او د هغوی د هويت ښکاروندويي کوي؛ نو پر همدې بنسټ زما هم ورسره د زړه له تله مينه ده.

زاهد ځيرک: شعر ته مو څنګه او کله مخه کړه؟

نظيف: که رښتيا ووايم زه ډېر کوچنی وم د پښتنو شاعرانو د شعر سره به مې د زړه له کومې مينه کوله. ښه مې په ياد دي چې د کډوالۍ په پېر کې چې ډېر کوچنی وم د پښتنو شاعرانو شعرونه به مې په کتابچه کاغذونو کې ليکل او هغه به مې له ځان سره په جيب کې ساتل، د شاعرۍ مې کابو لس کاله کيږي.

زاهد ځيرک: تاسو شاعري د ټولنې اړتيا ګڼئ؟ او که د شعري ذوق د خړوبولو لپاره شعر ليکئ؟

نظيف: ما وړاندې هم وویل چې هره ټولنه د خپل هويت د پايښت او ژوندي ساتلو لپاره يو ډول عناصرو ته اړتيا لري، چې بايد هغه وساتل شي او هغه غښتلي شي؛ خو تر څنګ يې هغه درد چې د ټولنې په درد کې يې زه هم وينم او هغه احساسوم د همدې شعر له لارې هغه ليدلی او رارسېدلی درد تسکينوم.

زاهد ځيرک: نظيف صيب! له خپله انده د ښه شعر لپاره کوم معيارونه غوره ګڼئ؟

نظيف: شعر د پټو هيلو سرچينه ده، شعر د وګړو د زړه ژبه ده او هغه شعر غوره او تلپاتې دی چې ولس درد په کې را اخيستل شوی وی، پرګنو ته په کې سمه لارښوونه شوې وي، په زړونو منګولې ولګوي او زړونه يې ومني، نوښت په کې وي، له زړو ترکيبونو، تشبيه، استعارو،…. په کې ډډه شوي وي.

زاهد ځيرک: ځينې وايي شاعري فطري لورينه ده او په ډېرې پوهې پورې اړه نه لري، تا سو دا مقوله څومره منئ؟

نظيف: حقيقت همدا دی چې شعر فطري لورينه ده او په ډېرو زده کړو پورې اړه نه لري؛ ځکه موږ ډېر داسې شاعران لرو چې زده کړې يې نه دي کړي؛ خو بيا يې هم په زړه پورې شاعري کړې ده. خو هر څومره چې د زده کړو کچه لوړيږي په همغه اندازه د خيال په نړۍ کې پرواز لوړيږي او لغاتونو ذخيره په ذهن کې زيږوي چې د ښه شعر لپاره زمينه برابروي.

یانې شعري فطري لورينه ده خو ښه شعر بيا زده کړه او مطالعه غواړي.

زاهد ځيرک: دا اوسنی ادبي بهير او په ځانګړي ډول شعر او شاعري څنګه ارزوئ؟

نظيف: زموږ په ټولنه کې تېر ناورين چې د ټولنيز، وټييز او سياسي ژوند ټول اړخونه يې نړولي په دې ډګر کې يې پښتو ادبي بهير هم په ټپه درولی وو. خو په دې تېرو لسو کالو کې پښتو ادبي بهير يو ځل بيا را ژوندی او ښه ډېر کار ورته وشو؛ د څومروالی له مخې يې ښه چټک تګ وکړ خو د څرنګوالی يې لږ پيکه غوندې دی.

زاهد ځيرک: په پخوانيو او اوسنيو شاعرانو کې مو د چا شعر خوښيږي او ولې؟

نظيف: د پښتو ژبې شاعران ټول د يو بڼ ګلان دي او ټولوته په درنه سترګه ګورم، د حمزه بابا او عبدالستار سعادت شعرونه مې ډېر خوښيږي؛ ځکه د حمزه بابا په شاعرۍ کې هغه رنګ شته چې د پښتو غزل د ماڼۍ د ښکلا بنسټ جوړي. د عبدالستار سعادت په شعرونو کې هم د نوښت يو نوی رنګ ليدل کيږي همدا نوښت او نوی رنګ دی، چې ددوی غزلې مې تل په زړه منګولې لګوي.

زاهد ځيرک: لومړنۍ شعر دې کوم دی؟ او په خپلو شعرونو کې دې کوم داسې بيتونه دي چې ډېر دې خوښ او تل په ياد وي.

نظيف: لومړنۍ شعر را سره نه شته او په ذهن کې مې هم ترې څه نه دي پاتې؛ خبره دې خوښې شوه نو لاندې بيتونه مې خوښ دي او تل په ياد وي.

دا دود مو نوی نه دی له پخوا سره اشنا يوو

چې زموږ د محل خلک خپل امام نه پېژني

ترې شنې لوخړې خيژي لا به کله دوی پرلارشي

چرسيان يې زموږ د کلي چې انجام نه پېژني

زاهد ځيرک: په کوم ژانر ډېره شاعري کوئ؟ او لې؟

نظيف: زه لا تر اوسه ځان ته د شاعر په حيث نه يم قایل شوی؛ خو بيا هم هغه څه چې ليکم ډېر يې د غزل په فورم کې وي، ځکه چې غزل مې د زړه له تله خوښ دی او مينه ورسره لرم.

زاهد ځيرک: که شعر دې نه ليکلی، په خپل ژوند کې به دې څه نيمګړتيا حس کوله؟

نظيف: که الله تعالی را باندې دا لورينه نه وای کړی، نو په رښتيني توګه به نيمګړی وم؛ ځکه هغه درد چې لرم يې له همدې لارې تسکينوم او په شعر خپل زړه او ذهن ته ډاډ او سکون ورکوم، که دا نه وای زه به له دغه ډاډ او سکون څخه بې برخې وم.

زاهد ځيرک: سندرمار شاعرانو ته يا په بله مانا هغه شاعرانو ته چې يواځې شونډو، زلفو،…. يا چک چکو ته شعر ليکي څه ويل لرې؟

نظيف: زه وايم راځئ له دې ډول شعر او نثر څخه نور تېر شو؛ هغه څه چې مو تر دې دمه ليکلي دي فکر کوم د همدغو شيانوپه اړه به بسنه وکړي او هغه مو به پوره کړي وي؛ ولس دېته نوره اړتيا نه لري، راځئ د هغه څه په اړه خپل قلمونه ستړي کړو شعر ته نوی رنګ او نوی خوند ورکړي، ولس را ويښ کړو، ځوانانو خپلو مسووليتونو ته متوجه کړو.

زاهد ځيرک: د شعر په وده ، پوخوالي او د شاعر په هڅونه کې د رسنیو رول څنګه ارزوئ؟

نظيف: رسنۍ د ولس ژبه او سترګي دي؛ خو په دې شرط چې خپل مسوليت وپيژني اوهغه په بې پرې والی سره ادا کاندي، څرنګه چې د شاعر غږ هم د ټولنې ژبه او غږ دی، نو رسنۍ د شعر په روزلو، د شاعرانو په هڅونه کې ستر رول لوبوي او لوبولی يې شي.

تا سو ته به مالومه وي چې زموږ رسنۍ د کندوزکې که څه هم نوی يې په خپرونو پيل کړی، خو په دې برخه کې يې نه ستړي کيدونکي هڅې تردې دمه کړي؛ چې وکولای شو پښتو ادب، شعر اوشاعري مو روزلي او غښتلې کړي وي.

زاهد ځيرک: مننه، کور مو ودان.

نظيف: له تاسې هم مننه، خوشاله اوسئ.

                               غزل

شيخان په ميخانه کې ناست حرام نه پېژني

که څه ورته څوک ورکړي پاخه، خام نه پېژني

دا دود مو نوی نه دی له پخوا سره اشنا يوو

چې زموږ د محل خلک خپل امام نه پېژني

ترې شنې لوخړې خيژي لابه کله دوی پر لار شي

چرسيان يې، زموږ د کلي چې انجام نه پېژني

څه بل اورونه راغله د نفاق په لمبو سوځو

ټپونه يې کاري دي هيڅ آرام نه پېژني

ته ښه غور پرې وکړه چې نظيف څه درته وايي

ساقي چلم په لاس دی، خاص او عام نه پېژني

                               غزل

څړيکه د پرهر وه پرټپونو باندې پرېوته

چيغه وه، ناره وه او پر زړونو باندې پرېوته

ای اخلاصه چېرې يې او چېرې لټوم به دې

ستا شپېلۍ کڼه شوه پر رنځونو باندې پرېوته

دا د پنځ قانون ته له پخوا ځنې ځېر شوی وم

هيله وه، سلګۍ شوه پر غمونو باندې پرېوته

درده ستا کيسه چې له سهاره شرو شوی وه

وه! څومره درنه شوه پر کلونو باندې پرېوته

ای! رښتينولۍ له تانه هسې ګيله من شوم

خيال راته هنداره شوه پرغرونو باندې پرېوته

وه نظيفه ستا تندی او ځمکه جوړېدای نه شي

خير که نن ګيله شوه پر شعرونو باندې پرېوته

                               غزل

تل دې په دوعا هم په ټپو کې يادوم

نن دې په خوږه ژبه پښتو کې يادوم

تاته مې ليکلي او پرتا به شاعري کوم

نور دې په غزل او هم شعرو کې يادوم

شين منګی، چنار اوها چينه، د زړه په شنه اسمان

شور دې د بنګړو په نيمو شپو کې يادوم

وايمه نظيفه چې د سترګو کيسې ګرانې دي

ځکه دې په خيال او هم په سجدو کې يادوم

                               غزل

د ژوند هره لحظه هر شېبه راته سور اورشي

د زړه په شنه اسمان کې ها خوږه راته سور اورشي

ولا! د بوډۍ ټال کې هر ساعت چې زنګوي مې

رښتيا پښتونولي او پښتنه راته سور اورشي

چې کله مې د ژوند کره انځور په کې راټول کړم

هغه هم شي را ماته ايينه راته سور اورشي

د شنو نښترو بازه ستا پنجې هم راته ښکاري

زړه وړي پر منګولو ستا پنجه راته سور اورشي

د ډېرو مودو ورکه دا جونګړه بې له تانه

ولا نظيفه! تشه هغه هم راته سور اورشي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x