شعـــــرونه

غزل/ محمد علي عمري

محمد علي عمري

پرتيروتيروډبرو په اغزوکي به روان يې
دساړه ژمي په شپه کې له سړوبه په لړزان یې

وه تاوده لمردپنجاب ته دبولدک خاوري باديږي
ورته ناست یې پکې اوسه سرترپايه امتحان یې

ر ا اخيستی به دې باروي په خبربه ته هم نه یې
ته به هم په دې خپل ځان کې لکه شهرناپرسان یې

له خوښۍ څخه دا زمکه کله نه درکوي ځاي هيڅ
کله غم سي پرتا داسي چي دپاڼ او پړانګ ترميان یې

ورته ووايه پرلاردې پورته سرولې نيولی
که هرڅومره شې مغروره لاندې لاندې ترآسمان یې

دحالاتو څلورلارې په دې مينځ کې يې ولاړيو
له خطرڅخه نه زه يم اونه ته هم په امان یې

عمري سم یې ولوله دغه شعردې سرترپایه
دژوندون له معناډک دی ولې ولې پريشان یې

محمدعلي عمري
مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x