د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۲۵)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
۲: سوال: ولي په ميراث کي دوې ښځې له يوه نر سره برابرې دي؟
کله چي ښځه د پلار په کور کي وي نو ټوله مصرف، نفقه او کالي ئې د پلار او يا مشر ورور ذمه ده، او کله چي ښځه د خاوند و کور ته ولاړه شي نو بيا ئې ټوله نفقه، کالي او مصرف پر خاوند باندي دي، نو ځکه په ميراث کي الله جل جلاله ورته نيم حق ورکړيدئ، که چيري موږ يوه بېلګه وړاندي کړو ؛ په يوه کور کي يو ورور او دوې خويندې دي که چيري دا نر۱۰۰ روپۍ ولري او دا خويندي دواړي ۱۰۰ روپۍ و لري نو دا د ورور سل روپۍ به ختمي شي نوري په زرهاوو به ختمي شي خو د خويندو دا سل روپۍ به ختمي نه شي دا ځکه چي ددې دوو خويندو ټوله خرڅه پر ورور باندي ده نو له همدې کبله الله جل جلاله دا پرېکړه د انصاف او عدل په دائره کي کړېده.

په ميراث کي د ښځي حق او اقتصادي امتيازات:
–د ښځې ټول مصارف او خرڅ لومړی په پلار او بيا په خاوند باندي دئ او هیڅ ډول مصرف له خپل جيب څخه نکوي خو سره لدې هم اسلام هغې ته د خپل اصلي مسؤليت د اداء کولو لپاره زيات مالي او اقتصادي امتيازات ورکړيدي چي په لاندي توګه وړاندي کيږي .
الف : د خپل پلار په ميراث کي د ورور نيمه برخه د خور حق کيږي .

ب : د خپل خاوند په ميراث کي د اولاد د شتوالى په صورت کي اتمه برخه او که اولا د نه وي څلورمه برخه اخلي .

ج : د نکاح په وخت کي د خاوند څخه مهر د ښځې حق دئ .

د : د اولاد په ميراث کي ښځه شپږمه برخه اخلي .

ھ : د خپل کار، کسب، تجارت ،هديو او تحفو څخه چي څه ګټه او نفع راځي هغه ټوله د ښځې حق دئ .

۳: سوال: ولي ښځي له نارينه سره په ټولنه کي مساوي کار نشي کولای؟

دا د ښځو په نامه مساوات دا د لويديځ يوه پروپګنډ اده، د اسلام په خلاف، هغه عزت چي اسلام و ښځې ته ورکړيدئ، هغه په هيڅ دين کي نشته، بيا په فطري ډول سره د ښځې او نر دندې بيلي دي، که موږ يوې کورنۍ ته راشو، ايا د يوه ماشوم روزنه به يو نر ښه وکولای شي او که يوه ښځه؟ ايا د کور نظم، سنبالښت به نر ښه وکولای شي او که ښځه؟ ايا ښځه د نر سره مساوي کار کولای شي؟ ايا هغه هيوادونه چي د ښځو د حقوقو ناروا ږغونه پورته کوي په دوی کي و ښځو ته ددوی په آند مساوي حقونه ورکول شوي دي؟ ايا که يو هيواد لس لکه اردو ولري په دې کي ئې ولي پنځه لکه ښځې نه دي؟ ايا که په يوه پارلمان کي سل وزيران وي ولي ئې پنځوس ښځې نه دي؟ په نړۍ کي د څو هيوادونو مشران ښځينه دي؟ په نړۍ کي څومري ښځينه ساينس پوهانې لرو؟ ولي ټول کشفيات او اختراعات په نارينه وو پوري اړه لري؟ او که په مجموع کي و ګورو د نړۍ دا ټول سياسي، اقتصادي، علمي او فوځي نظام څوک چلوي نارينه که ښځينه؟ که ښځې ورسره جوختي وي نوسلنه به ئې څومري وي؟

د ښځې فطري جوړښت دا اجازه نه ورکوي چي ښځه دي د نر په شان شي، او د نر کار وکړي ، چي موږ مخکي د ساینس په رڼا کي ورباندي بحث وکړ.

په غرب کي د ښځو حقوق:
ښځه د لوبو يوه اله ده، ښځه د نڅاه او جنسي اړيکو د تسکين يوه منبع ده، ښځي وژل کيږي، تښتول کيږي، بې عزته کيږي، مال او ناموس ئې لوټيږي،ښځه په ښارونو کي په لس ډالره ټوله ورځ وقف وي، په کورنو په هوټلونو کي کار کوي هرڅه ورسره روا دي، په کوڅو کي بوټونه پالش کوي، په کرايه له نارينه سره د معين وخت لپاره ځي، په کارخانو کي سخت کارونه کوي چي ډېر ځله خپل ژوند له لاسه ورکړي، او داسي نور….. په اسلامي نړۍ کي ښځه د کور ملکه ده، خاوند، پلار او يا ورور ئې چي هرڅه ګټي هغه که په هرډول سره وي هغه راوړي و دې ته ئې ورکوي او ددې خواهشات ور پوره کوي بيا هم پر اسلامي ټولنه باندي اعتراضونه کيږي د تعجب خبره ده، ډېري خويندې په دې مسلمانې شوي دي چي له کارونو ستړي دي روحي پريشانيو وړي دي باطني سکون نلري خو کله چي اسلام قبول کړي بيا د کور سرداره شي او هوسا شي.

نور بیا…

یوه تبصره

  1. الجاج استاذ بیانزی

    دروند ورور ذبیر صاحب سلامونه می ومنه !
    ستاسی لیکنه می ددی عنوان لاندی لیدله مګر دا چه د ښځو د حقوقو په اړه مو د اسلام او کفر او په ځانګړی ډول لویدیز له مخی ډیر کافی معلومات درلود نه می لوستله او حتی عنوان ته یی هم متوجه شوی نه ووم ، ستاسی په دی پنځه ویښتمه برخه کی ورته متوجه شوم ، کشکی لیکلی دی وی ( د ښځو حقوق په کفر او اسلام کی ) .
    ساینس او تکنالوژی د سیستم او نظام سره د زمکی او اسمان توپیر لری یعنی ساینس کفر ته نه ویل کیږی او نه ساینس د چا حقوق زایلوی یا ټاکی کله چه مونږ د حقوقو نړی ته ننوځو ، د وی سیستم ، نظام او قانون له مخی خبری کوو ساینس ، تمدن او تکنالوژی د ټولو انسانانو له خوا رامنځته شوی او ټول یی له لاسته راوړنو استفاده کوی .
    په دعه نړیوال انسانی ژوند کی د حق ( اسلام ) او باطل ( کفر ) دوه نظامونه دی. دا چه کفر د خلکو د تیرویستلو د پاره کله دغه په یوه او یا بل ایزم ( کمونیزم ، نشنلیزم ، کاپیتالیزم ، لیرالیزم او داسی نور ) کی راولی هغه د هغو د شیطانت یوه بله لومه او پلمه ده ، کفر ملت واحد او اسلام ملت واحد یعنی اسلام یو او کفر بل نظام دی د اسلام حرام په کفر کی حلال او د اسلام حلال په کفر کی حلال دی ، قران نه یواځی د ساینس مخالفت نه دی کړی بلکه دیری ساینسی حقایق یی بیان کړی ( مثلا د انسان د جوړیدنی مراحل ) چه د ټولی نړی سایس دانانو د پاره هر څه نوی او باوری وو .
    دا چه الله ج په قران کی د هری پرزی یادونه نه ده کړی ، اسلام د ساینس او تکنالوژی د پاره نه بلکه د انسانانو د سولی او عدالت کی ژوند تیرولو د پاره د یو نظام او سیستم یا قانون په حیثیت رالیږل شوی د هر څه د پاره چلا او ځآنګړی حقوق لری، د مثال په ډول د شځو د پاره ، نارینه وو ، ماشومانو ، بدایانو ، جتی حیواناتو او نباتاتو د پاره ځآنګړی حقوق لری . او کفر بیا د هر چا د حقوقو د حرص له امله د هر چا د حقوقو د لوت کولو او استثمارولو او غلامولو د باره دی د اسلام د ښځی حقوق او د کفر د شځی حقوق یو د بل په مخالف قطب کی قرار لری ، هغوی د ښځی نه د ډالرو د تولید او عیاشیو د تر سره کولو د باره استفاده کوی حقوق د کومه شو ؟ دا می لازم ولیدله چه په دی اړه د زیات معلومات ورکولو له امله لیکنه ولیکم ، که می ولیکله د همدغه عنوان لاندی به وی مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.