
رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۴۷برخه)
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
د ای بي سي نيوز (ABCNEWS) څرګندونې د اسلام په هکله:
تر یوه بیلیون زیات خلک مسلمانان دي، اسلام په ټوله نړۍ کې هغه دین دي چې په تیزۍ سره دخپرېدو په حال کې دی.
نيوز ډای (NEWSDAY) د اسلام په هکله ليکي:
اسلام د هر هیواد په ټولو مذهبونو کې تیز خپرېدونکی دین دی.
نړيواله وتلې ورځپاڼه نيويارک ټايمز (NEW YORK TIMES) د اسلام په هکله څه نظر ورکوي؟
په امریکا کې د اسلام دین تر نورو ټولو مذهبونو څخه په تیزۍ سره خپرېدونکی دی .
این بیزیت (Anne Bizint) د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وایي:
دا د یوه کس لپاره ډېره مشکله ده چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم اخلاق او ژوند وڅیړي، ده څنګه خلک پوه کول؟ دا یو ستر نبي ؤ، د خدای د رسولانو یو ستر رسول ؤ، دی د عربو له قوم څخه ؤ او د عربو یو ستر انسان ؤ. اخلاق او کړه وړه یې دومره لوړ دي چې زما په شان انسانان ورباندې لیکل نشي کولای.
نور بیا…