ایشچي وايي تر څو دوستم محکمې ته حاضر شوی نه وی، نه یې منم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۸، ۱۳۹۵ل): د جنبش ملي ګوند پخواني مرستیال اوزبک قومي مشر انجینر احمد ایشچي په خپل یوه تازه مرکه کې ویلي چې تر څو پر ده باندي د جنسي تیري او شکنجې په تور دوستم پوښتل شوی نه وي، او د هغه تر قوماندې لاندي ساتونکې محکمه شوې نه وي، تر هغو به قناعت ونه کړي.

احمد ایشچي وايي چې په جوزجان ولایت کې دده تر غیر قانوني برمته کولو وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم پر نوموړي د جنسي تیري هڅه وکړه او هغه یې د خپلو ساتونکو په مټ بربنډ کړ، لوڅي ویډیوګاني يې ځیني جوړي کړې او د هغه انساني کرامت یې تر پښو لاندي کړی.

نوموړی وايي چې تر څو دده په قضیه کې اصلي مجرم محکمه شوی نه وي، تر هغو به په هیڅ قناعت ونه کړي.

باید وویل شي چې د افغانستان ګډحکومت وروسته تر هغه چې د لومړي مرستیال جنرال دوستم په حاضرولو کې پاتې راغلی، د نوموړي د نهه تنه ساتونکو د را جلبولو هڅه یې وکړه چې بالاخیره د ځنډ، سیاسي او امنیتي کشمکش وروسته د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د جنرال دوستم ۷ تنه ساتونکې يې څارنوالۍ ته جلب کړي.

نوموړي وویل: زه به تر هغو قناعت ونه کړم تر څو چې خپله دوستم د څارنوالۍ په وړاندي حاضر شوی نه وي او تر څو یې هغه ساتونکي چې دده په امر یې دی بربنډ کړ، محکمه شوي نه وي.

باید وویل شي چې د لويي څارنوالۍ دفتر ویاند جمشید رسولي ویلي چې تر اوسه د جنرال دوستم دوه ساتونکې د ایشچي په دوسیه کې د پښتنو لپاره نه دي حاضر شوي.

لويي څارنوالۍ د جنرال دوستم د جلب غوښتنه هم کړې وه چې ونه منل شوه، ځکه یې وروسته یوازي د نوموړي په نهه تنه ساتونکو جلبولو بسنه وکړه چې لا هم دوه یې نه دي حاضر شوي.

نوموړي وویل چې تېره اونۍ یې د جنرال دوستم ۷ ساتونکې څارنوالۍ ته حاضر شول او د ایشچي د قضیې په اړه پوښتنې ځیني وشولې او بیرته خوشي شول، پاته دوه کسان هم باید حاضر شي او تر پوښتنو جوابولو وروسته به بیرته خوشي شي.

بل لوري ته د قانون په چارو کې ماهرین وايي چې په داسي جرمي پيښو کې تورن کسان تر پوښتنو وروسته نه خوشي کیږي، بلکې لوی څارنوال او قاضي حق نه لري چې تورن کسان خوشي کړي تر څو قضیه پوره څېړل شوې نه وي.

باید وویل شي چې جنرال دوستم وروسته تر هغه څارنوالۍ ته خپل د اوه تنه ساتونکو د جلب غوښتنه ومنله کله چې د دوه ورځو لپاره د هغه استوګنځای د امنیتي ځواکونو له لوري محاصره شو. او داسي ګمان کېده چې امنیتي ځواکونه به د نوموړي پر کور برید وکړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.