شعـــــرونه

زندانيانو ته ډالۍ/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله فيضاني

بندي جانانه ستا كيسې دي رانه وركې
ستا په لاسو كې دي پرتې درنې ولچكې

ګرانه پر تا چې رنګ په رنګ ظلمونه كاندي
خداى به كړي وركې دا كفري وحشي اورپكې

د تورو تورو ځنځيرونو لايق نه دي
ستا سپينې مټې له ګلانو نه نازكې

ته چې اوسېږې د زمري غوندې پنجرو كې
دي حوصلې دې له فولادو نه هم كلكې

د خداى د ښكلي دين په ننګ اسير جانانه
درباندې وياړي اسمانونه او هم ځمكې

ظالم دښمن به مو ذليل او مخ تورن شي
قهار خالق به پرې نازلې كاندي ټكې

د ( فيضاني ) د سترګو توره خفه نه شې
له رب نه غواړي مغفرت درته ملكې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x