د طالبانو اوسنی مشر: شیخ هبة الله اخوندزاده

د طالبانو مشر د سمسور چاپیریال په موخه د نیالګیو کښینولو سپارښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۸، ۱۳۹۵ل): د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخندزاده د نوي کال د پسرلي په رارسېدو په ولس غږ کړی چې د چاپیریال په سمسورتیا او ښیرازۍ کې ونډه واخلي او په خپلو سیمو کې نیالګي کښینوي.

نوموړي په اقتصادي پرمختیا او د ځمکې په سمسورتیا کې د کرهڼې په رول ټینګار کړی او د شرعي نصوصو په رڼا کې یې هغه یو «عظیم صالح عمل او صدقه جاریه» ګڼلې.

د طالبانو مشر په همدې تړاو خپاره کړي بیان کې ویلي چې الله جل جلاله انسان ته د ځمکې ودانولو او ابادولو مسئولیت ورترغاړې کړی او په ګڼو احادیثو کې مسلمانان د ځمکې کرهنیزې ابادۍ ته هڅول شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې په هیواد کې د سولې او امنیت په موخه د روانې مبارزې ترڅنګ د هیوادوالو اقتصادي ښیرازۍ هم له پامه نه غورځوي.

«اسلامي امارت لکه څنګه چې په ګران هيواد کې د ريښتونې او هر اړخيزې سولې او امنيت په موخه له بهرنيو اشغالګرو او دهغوی له تالي څټو سره په مبارزه بوخت دی، همدغه راز دګرانو هيوادوالو دسوکالۍ، اقتصادي ښيرازتيا، ودې او له اقتصادي پلوه په خپل ځان دمتکي کيدو په اړه هم دخپلو امکاناتو په چوکاټ کې ځانګړې توجه لري. بناء په خپل هر مجاهد او دخپل متدين ولس په هر وګړي غږ کوي چې دنيالګيو دکښينولو دموسم په رارسيدو په خپله شاوخوا کې يو يا څو ميوه دار يا غير ميوه دار نيالګي دځمکې دسمسورتيا او دالله تعالی دمخلوقاتو دګټې لپاره کښينوي».

د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخندزاده په ولس ټینګار کړی چې د هیواد په کرهڼیزې ښیرازۍ کې له هیڅ راز کوښښ څخه دریغ ونه کړي او په دې توګه د نبوي سنتو اتباع وکړي، د هیواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي او په ځمکه د الله جل جلاله د نعمتونو شکر ادا کړي.



2 تبصرې

  1. محمد عبدالله الاسلامی

    صحیح خبره ده مسلمانان باید زراعت او مالداری ته هم دیره توجه وساتی تر څو په زان متکی وی،او نورو انسانانو او مخلوقاتو ته یی هم ګته ورسیږی

  2. محمد عبدالله الاسلامی

    صحیح خبره ده مسلمانان زراعت او مالداری ته هم باید دیره توجه وساتی تر څو په زان متکی وی او نورو انسانانو او مخلوقاتو ته یی ګته هم ورسیږی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.