پر طالبانو د دولتي وسلو پلورل د حکومت بله رسوايي

نن ټکی اسيا- سرليکنه
د پژواک خبري آژانس په حواله د بلخ ولایت امنیتي ځواکونو په لس ګونو میله وسله پر طالبانو پلورلې ده .
د هغه رسمي مکتوب پراساس چې پژواک اژانس یې کافي خپره کړې د بلخ د امنیه قومندانۍ اړوند د ځانګړې قطعي ۱۰۲ میله وسله د یاد ولایت پر طالبانو پلورل شوي او یاد آژانس یې هغه جدول هم تر لاسه کړی کوم چې د پلورل شوې وسلې نوعیت او مسلسل نمبرونه ورکې درج دي.

د پژواک لخوا په خپاره شوي مکتوب کې د بلخ امنیتي مسؤلینو هم پر دې اعتراف کړی چې د دوی له لوري دولتي وسله پر طالبانو پلورل شوې او ویلي دي چې د پیښې د څیړلو لپاره یې پلاوی ګمارلی دی.

دا په تیره یوه نیمه اونۍ کې دوهمه پیښه ده چې د امنیتي ځواکونو لخوا پر طالبانو د وسلو پلورل ورکي ثابتیږي.

تقریبا یوه نیمه اونۍ وړاندې په بادغيس ولايت کې هم خبري رسنیو د دولتي ځواکونو لخوا پر طالبانو د
دولتي وسلو د پلورلو خبر نشر کړ.

سره له دې چې د ولسمشر غني په شمول ډیری دولتي چارواکي په دولتي سیسټم کې د اداري فساد د له منځه وړلو ادعاء کوي خو هغه څه چې په عملي ډول لیدل کیږي هغه په حکومتي ارګانونو کې د اداري فساد تنوع دی چې له ډیرو دوسیو څخه یې د خبري رسنیو له لوري تر پرده پورته کولو وروسته دولتي چارواکي هم پر هغوي اعتراف کولو ته مجبوریږي.

اداري فساد د حکومت ټول سیسټم متأثر کړی او له ریاست جمهوري را نیولې تر عادې ماموریت پوري هر دولتي چارواکی د خپل وس او توان په کچه ورکې لتاړ دی.

د ولسمشر دفتر، د چارو د ادارې لوی ریاست د سیمه اېزو ارګانونو ریاست، د ملي تدارکاتو کمیسیون ، د دفاع او کورنیو چارو وزاراتونه او … د ادارې فساد د ممارست لپاره مختلف تکتیکونه غوره کړي.

په همدې تکتیکونو کې د دولتي منصبونو له پیرودلو نیولې د دولتي وسلو تر پلورلو هرډول معاملات شخصا د یادو ارګانونو د لومړي نمبر چارواکو لخوا تر سره کیږي.

د هر دولتي مسؤل لپاره تر ټولو مهمه خبره داده چې څرنګه وکولی شي ډیرې پیسي تر لاسه کړې .

هغه که د دولتي دندو د پير اوپلور په وسیله وي ، که د دولتي وسلو د پلورلو له لارې وي او که له بلې هرې نامشروعې لارې څخه وي هغوی ته بي تفاوته خبره ده.

همدا وجه ده چې ورځ تر بلې د حکومت د فضیحتونو ګراف د هغه د کاري فعالیتونو تر کچې ډیر لوړ او د ژوند په هره برخه کې یې ولس له ګڼو ستونزو سره مخ کړی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

لمړی : دغه غلامی، ناوړه او فاسدی مافیاوی اداری ته د دولت خطاب کول ، هم د افغانیت ، هم د اسلامیت او هم د انسانیت له مخی نه د منلو او نه د بښلو وړ خبره ده. له اوښه چا پوښتنه کړی چه ملا دی کږه ده هغه ورته ځواب ورکړی ( کوم ځآی می سم چه د ملا غم می کوی ) د کابل اداره کی څوک غلاوی نه کوی ، څوک فساد کی تر پوزی او سر ننوتی نه دی ، حتی نه په خبل او نه د نورو په ناموس اړ دی ، له لوړ پوړو… نور لوستل »