نصيب رحماني

غزل/ نصيب رحماني

نصيب رحماني
پیره! ستا لمنه مې نیولې ده
لپه کې بښنه مې نیولی ده

راکړه اجازت چې څه خو ووایم
هله کبرجنه مې نیولې ده

راشه که ګنډي څیرې ګریوان راته
لاس کې درته ستنه مې نیولې ده

ګوره محبته وزګار چیرته یو؟
نه ویني څه کړنه مې نیولې ده

یوه لاس کې چاړه او بل کې غاړه وي
ورور او ورور وژنه مې نیولې ده

معاف کړه رحماني رانه خطا وشوه
ستا د غزل زنه مې نیولې ده
ــــــــ
نصیب رحماني

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.