مكه مكرمه د مسلمانانو سپېڅلی ښار

عبدالمالک همت

زهي سعادت آن بندۀ كه كرد نزول
گهي به بيت خدا و گهي به بيت رسول

د عربو په ټاپو وزمه كي د اسلام د مقدس د ين د را څرګندېدو پرمهال يو شمېر خپلواك ښارونه وه چي د ځانګړو سيمه ييزو چارواكو له خوا اداره كېدل. په دې ښارونوكي تر ټولو نوموتى د مكې ښار وو.

مكه د عربو او اسلام په پېښليك كي ستر ځاى او ارزښت لري، ځكه چي دا په ټوله ټاپو وزمه كي له سترو ديني مراكزو څخه باله سي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مسلمانان د حج، عمرې او زيارت لپاره ورځي او درناوى يې كوي.

د اسلامي هيوادونو دا محور او ملجاء ستر سوداګريز مركز هم دى. خلكو يي هم د تاريخ په اوږدوكي په سوداګري كي ستره ونډه درلوده او اوس يې هم لري. له دې امله يې استوګن د نورو هيوادو له حال احواله ډېر خبر او د پراخ نظر خاوندان دي.

په مكه مكرمه كي حضرت محمد صلی الله عليه وسلم زېږېدلى، پكښي اوسېدلى، قرآن پر نازل سوى، د نبوت اعلان يې پكښي كړى او ديارلس كاله يې خپل رسالت پكښي تبليغ كړى دى.

كه څه هم د مكې ټولو خلكو لومړى اسلامي بلنه و نه منل او د حضرت رسول صلی الله عليه وسلم سره يې ښه نه كول، خو د مكې ترفتحى وروسته يې د اسلام په خپرولو او د اسلامي پوځ او دولت په قيادت او اداره كي ستره برخه واخيسته.

دا ښار داسي سپېڅلي ښار دى چي تراوسه په ټولو سياسي تحولاتو اوكورنيو او بهرنيو جنګ جګړوكي الهي قدرت، هغه او په هغه كي مقدس مكان ( كعبة الله ) د اغيارو له نيوني او بلوسۍ ساتلى دى. خداى جل جلاله دې د قيامت تر ورځي همدغسي، خوندي، ودان او ستر ولري آمين .

د مكې د نامه په هكله:
پر دې مبارک ښار باندي د پېړيو به پوړيو کي تر پنځوسو زيات نومونه ايښوول سوي دي، خو ډېر مشهور نوم يې مکه دی. مكه ځكه ورته وايي چي دا ځای ګناهونه له منځه وړي او يا له دې امله مكه ورته وايي چي د لږو اوبو ځمکه ده او اوبه جذبوي. (قيل : سميت مكۍ لانها تمك الذنوب،اى تذهب بها، وقيل: لقلة مائها). يا له دې امله مكه ورته وايي چي له هره لوري وګړې ورجذبوي او وربولي. (وقيل: لانها يوْمها الناس من كل مكان فكانها تجذبهم اليها). يا له دې امله مكه ورته وايي چي وګړي ازدحام پركوي او يو له بله سره پوري وهي. يا له دې امله مكه ورته وايي چي هر څوك چي هلته ظلم وكړي له منځه يې وړي. (و قيل: لانها تَمُكُ من ظلم فيها،اى تُهلِكه). ياله دې امله مكه ورته وايي چي د جابرو واكمنو غرور اولويي له منځه وړي. (وقيل : لانها تمك الجبارين:اى تُذهب نخوتهم). ( شفاء الغرام 1/67مخ او الدرر الفرائد المنظمة 2/199مخ).

د مكې شريفي جغرافيايي موقعيت:
د اسلامي تاريخي رواياتو له مخي رب العزت مكه مكرمه د ځمکي د نورو برخو تر پيداكولو دوه زره كاله دمخه پيدا كړېده. علامه طاهركردي په تاريخ المكةالمكرمه كي وايي چي مكه مكرمه د ځمکي د مخ په منځ كي واقع ده، كومه چي د ځمکي نو باله سي. ځكه نو مكې ته ” ام القرٰى ” وايي او دا ځمکه د بيت المعمور سايه ده. علامه طاهركردي وړاندي ليكي چي مكه مكرمه د نړۍ زړه او د ځمکي منځ دى او كعبه شريفه په مكه شريفه كي داسي نقطې ته ورته ده كومه چي د يوې دايرې په منځ كي وي.
دغه مقدس ښار د اوسني سعودي عربستان د حجاز په جنوبي برخه كي او د تهامې په ختيځ كي له جدې څخه تقريباً (۷۲) كيلومتره ليري د طول البلد په 39 درجو،39 دقيقو او30 ثانيو او د عرض البلد په 21 درجو،25 دقيقو كي پروت دى او د سمندر له سطحي څخه ( 330 ) متره لوړ دى. د مكې ښار په يوه تنګه ناوه كي واقع سوى، چي چار چاپېر يې غرونو طبيعي دېوال پر راګرځولى دى.

د مكې څلور خوا وي:
په تاريخ مفصل اسلام كي ليكي چي: ” مكه د عربستان د رېګستاني ټاپو وزمي په لوېديز پلوكي پرته ده چي شمال ته يې مدينه منوره، ختيځ ته يې نجد او رياض، جنوب ته يې يمن او لوېديځ ته يې جده او سور سمندر موقعيت لري “.

د مكې د ښار په هكله محمد بن هوقل په 331 سپوږميز. كال ليكلي:” د مكې ښار د شمال څخه ترجنوب پوري په اوږدو د معلا ( د جنت المعلٰى د مقبرې ) څخه تر مسفلې پوري، درې ميله او د جياد له لاندنۍ برخي څخه د قعيقعان غره ترشا پوري په بره، دوه ميله دى.

دغه راز علامه محمد لبيب البتنوني په 1329 سپوږميز.كال د مكې د ښار حدود د شمال څخه تر جنوب پوري په اوږدو درې كيلو متره او له ختيځ څخه ترلوېديځ پوري په بره د ابي قبيس له غره څخه د قعيقعان ترغره پوري يو نيم كيلو مترليكلي دي. خو په اتلس سيرت نبوي كتاب كي د دې په عكس د تاريخ ارض القرآن په حواله ليكي:” دا ښار اساساً له ختيځه د لوېديځ په لوري درې كيلومتره اوږد دى او له شمال څخه د جنوب په لوري يونيم كيلو متر سورور دى.

د انسايكلو پيډيا اف برټانيكا د 2004 ع. كال په ايډېشن كي يې د مكې مكرمې ټوله رقبه (اورشو) لس مربع ميله (26 مربع متره ) ښودلې ده. خو دې متبرك ښار د سعودي واكمنۍ پرمهال ډېره پراختيا موندلې ده. اوس د دې ښارټوله اورشو ۸۵۰ كم² ته رسيږی او لا نور هم مخ پرترقي او لا زياته وداني روان دى.

د مكې وګړشمېرنه:
علامه قطب الدين رحمة الله عليه په 923 سپوږميز. كال د دې سپېڅلي ښار د نارينه وو، ښځينه وو او ماشومانو شمېر دوولس زره تنه ښوولي دي، او علامه لبيب بتنوني د څوارلسمي لېږديزي (هجري) پيړۍ په پيل كي دغه شمېره يو لك او پنځوس زره ښوولې ده، چي په هغوكي يې لس زره تنه سليمانيه او افغانان بللي دي. علامه رفعت پاشا په 1309 سپوږميز.كال د مكې مكرمې د اميريه مطبعي لخوا د يوې چاپ سوي جنترۍ په حواله دغه شمېره تر ( 120000 ) تنو زيا ته بولي.

دغه راز علامه طاهركردي چي په 1400 سپوږميز.كال وفات سوى دى، په خپل عصركي د مكې د وګړو شمېر نيم مليون ښيي، خو وايي چي دا شمېره زما د ګومان او اټكل له مخي ده. بله وروستۍ شمېره د مكې د اوسېدونكو تعداد شپږ لكه تنه ښيي. خو د وروستيو (۲۰۱۰ع.کال) سر شمېرنو له مخي د دغه سپېڅلي ښار او د هغه د اړوندو سيمو د اوسېدونکو شمېره اوومليونو ته رسيږي.

مكه د امن، خوښيو او نعمتونو ټاټوبى:
مكه په رشتيا چي د دنيا د عجايبو ځمکه ده. خداى تعالي د خپل صنعت او قدرت ټول مظاهر په دې پاكه ځمکه كي څرګند كړي دي. په نړۍ كي څومره بدلونونه راغلل، خوكعبه معظمه هماغسي پخپل ورځ تر ورځي ډېرېدونكي قدرت او عظمت د مسلمانانو په لاس كي پاته ده او چي حضرت ابراهيم عليه السلام ويلي :” لويه څښتنه! ماپه يوه وچه، بې اوبو او بې كښته ناوه كي د خپل اولاد يوه برخه ستا د درانه كور ترڅنګ مېشته كړېده، پروردګاره دا ما د دې لپاره كړېده چي دوى دلته ستا عبادت وكړي، نو ته د خلكو زړونه د دوى په تلوسه كړې او ته دوى ته د خوراك مېوې وركړې، ښايي چي دوى شكر وباسي “. [ قرآن كريم، ابراهيم سوره: 127 ]

بې شكه چي پاك خداى جل جلاله د هغه دعا قبوله كړې او دا سپېڅلې اورشو يې د نړۍ د ټولو مسلمانانو قبله ګرځولې، د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه د ډول ډول آدابو، رسمونو، مذهبونو، لباسونو، رنګونو او ژبو درلودونكي په پاك نيت او پوره اخلاص او مذهبي او اسلامي ولولو ورځي او د كعبې چار چاپېر طواف كوي، او د خداى جل جلاله پاك حضور ته د خپل عبوديت او په خلوص او عبادت سره، د خداى جل جلاله د خلافت تمثيل كوي، د خداى جل جلاله د اطاعت ډېره ستره مظاهره كوي، د خداى جل جلاله د شعايرو سترتوب او تقدس پرځاى كوي، يو د بل له احوالو ځانونه خبروي او د اسلامي ورورولۍ مزي ټينګوي. او چي حضرت ابراهيم عليه السلام ويلي:” اى زما ربه ! دا ښار د امن ښار وګرځوه او له اوسېدونكو څخه يې چي څوك الله جل جلاله او آخرت مني هغو ته هر ډول مېوې روزي كړه “. [قرآن كريم، البقره: 126 ] بې شكه چي خداى جل جلاله د هغه دا ټولي دعاوي قبولي كړي، دا ځاى يې د امن او امان داسي يوه ستره نمونه ګرځولې چي نه د نړۍ كفارو څه په كړي نه د مسلمانانو بې اتفاقيو د هغه امنيت خراب كړى او نه داسي غلاوي او فسق او فساد پكښي سته، لكه د نړۍ په نورو سيمو كي چي ليدل كيږي.

سره د دې چي د مكې ځمکه وچ دښتونه او غرونه دي، هلته يې د زمزم داسي اوبه پيداكړي چي د دې دومره ډېروكارولو سره سره هيڅ لږېده نه لري. هلته چي ډېري دي، پاكي او خوندوري اوبه ډېري دي. نه د څښلو د اوبو كمى سته، نه دغسل او اوداسه د اوبو. هره خوا د څښلو د اوبو ډول ډول وسايل برابراو چمتو سوي او هره خوا ډول ډول عصري تشنابونه او د اوداسه تازه كولو ځايونه سته.

سبحان الله ! د هرشي عجبه پرېماني ده، د هر فصل ډول ډول، ښې ښې مېوې، د وګړو د هوسايى او راحت ډېر عصري اوښه وسايل، پاكي او نظافت، پراخه او بشپړه علم او پوهه، ښه ښه پوهنتونونه او مدارس، د هر فن په ښكلي او ښه طباعت كتابونه، كتابتونونه او نور علمي او فرهنګي مراكز ګرده خداى تعالي هلته په پراخه پيمانه برابركړي دي. فَلِلَّهِ الْحَمْدُ.

نيوكه :
پر دغسي ډاډمن امنيت او پرېمانو نعمتونو بايد شكر وكاږو. خوكه د دولت له خوا د شيانو پربيو، په تېره د حج په موسم كي، كنټرول واى او لږ څه ارزاني هم واى ډېر به ښه واى. بل د مكې مكرمې او مدينې منورې ټول ماركيټونه د حج په موسم كي د غير اسلامي هيوادونو، په مصنوعاتو ډك وي او د دې مصنوعاتو د خورا ډېر خرڅلاو له دركه هغو ته ستري ګټي په لاس ورځي، كشكي د دولت له خوا پر دغو اموالو بنديز لګېدلى واى او پر ځاى يې د اسلامي هيوادونو مصنوعات نندارې او خرڅون ته وړاندي سوي واى.

بله خبره چي ډېره د تاثر او خواشينۍ وړ ده، هغه د مسلمانانو د بې اتفاقيو خبره ده. په ظاهره خو ټول مسلمانان په ګډه د كعبې طواف كوي، اما زړونه يې مذهبي بدګومانيو او ډول ډول تعصباتو ډېرسره ليري كړي او په نفاق اوكركو يې اخته كړي دي. سنيان نه وهابي مني، نه شيعه. وهابيان نه سني مني نه شيعه او شيعيان هم نه سني مني اونه وهابي ؟ كشكي زموږ ديني عالمانو او سياسي لارښوونكو د دې كركو د ليري كولو او د ﴿ وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ﴾ په مقتضا د اسلامي واقعي يو والي لپاره څه رغنده او اغېزمن ګامونه پورته كړي واى.

پای



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.