ټولنیزه برخه

اروا څه ده؟ دویمه برخه

اروا څه ده؟   

د اروا د ماهيت په اړه بېلابېلو مسلمانو علماوو دالله تبارک تعالى جل جلا له د کلام په رڼا کې خپلې څرګندونې کړې دي؛ اروا د خالق جل جلا له مخلوق دى او الله جل جلا په مخلوق کې د فکر کولو امر کړى دى:

يونس (١٠١آية)
ژباړه: دو ى ته ووايه: په ځمکه او اسمانونو کې چې څه دي هغه په غړولو سترګو وګورئ!

    اسلام د الله جل جلا له د لا  ښې پېژندنې لپاره د سترخالق  جل جلا له په مخلوق کې د تفکر امر کړى دى. ځکه چې الله جل جلا له په صفاتو پېژندلاى شو.خو د هغه د ستر ذات په اړه تفکريې منع کړى دى؛ د بشريت ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه واله وسلم فرمايي:

((تفکروا فى خلق الله ولا تفکروا فى الله فتهلکوا))
ژباړه: د الله جل جلا له په خلقت کې فکر وکړئ ، پخپله د الله جل جلا له د ذات په اړه فکر مه کوئ، چې تبا کېږئ.
    مګر د ځان په اړه تفکر د اسلام له لوري هڅول شوى دى:
روم (٨آية)  
ژباړه: آيا هغوى د ځان په اړه فکر نه دى کړى؟
    همدارنګه د اروا د ماهيت په اړه الله جل جلا له فرمايي:
اسرايئل (٨٥آية)
ژباړه: اى پيغمبره! دوى داروا په اړه تا پوښتي، ورته ووايه: دغه دالله جل جلا له امر دى اوتاسې ته له علم نه لږ درکړ شوى دى.

    اسلامي علماوو د همدې لږ علم په رڼا کې د اروا د څه والي په اړه بېلابېلې نظريې ورکړې دي، همدارنګه کفارو فيلسوفانو او ارواپوهانو هم د اروا د څه والي (ماهيت) او څرنګوالي (کيفيت) په اړه له خپله ليده خبرې کړې دي.کېداى شي ځينې نظرونه يې له اسلامه سره جوړاو ځينې يې پوره ورسره په ټکر کې وي؛ خو د هغوى له تفکره خبرېدل ځکه ښه دي، چې زموږ په ټولنه کې ځينې هغه خلک چې د لويو علماوو او فلاسفه وو په توګه پېژندل شوي دي، داسې خبرې هم لري چې په اورېدو يې سړي ته خندا ورځي. لکه: يونانى مشهور فيلسوف فيثاغورث؛د هغوى د خپلې مفکورې له مخې تناسخ  ته ژمن وو، يوه ورځ  دېوال ته تکيه کړى ناست و، چې د يوه وهل شوي سپي کوړنچا(غپا) يې واورېده، بې پامه يې وويل: آخ! دغه د پلانکي د اروا غږ دى!!!

    که تاسې کله فکر کړى وي، دغه اوسنۍ ډانچه مو لس کاله وړاندې نه وه، موږ ټول پر دې باوري يو چې هره شېبه وروسته زموږ د ډانچې ټو ل جوړښت بدلېږي؛ فرضاً: که يو پنځه کلن ماشوم په يو ه کونج کې بندي او ارام کېنو ل شي او شل کاله وروسته يي نندارې ته ورشئ، هغه ماشوم به نه وي، بلکې يو پنځه ويشت کلن ځوان به ناست وي، خو ممکن تاسې ته د خپل شل کاله وړاندې ژوند د مهمې پېښې _ چې تاسې تراوسه په يوه خونه کې بندکړى وو_ کيسه وکړي.

     دغه کيسه يې چېرته ساتلې وه؟
ځکه تاسې خو په خونه کې پنځه کلن ماشوم کېنولى وو او اوس تاسې ته يو پنځه ويشت کلن ځوان ګيله کوي.چې ولې مو بندي کړى وم؟؟
    هغه څه چې دغه پېښه پکې ثبت وه، هغه څه چې  له پنځه کلنۍ ترپنځه ويشت کلنۍ بياهم هماغه څه پاتې شوې _اروا_ ده.همدغه اروا يو دروني قوت دى چې زموږ د ټولو کړنو سبب دى او زموږ د ډانچې په ماده پوښل شوى دى،او له اروايي نړۍ زما او ستاپه ډانچه کې دې مادي نړۍ ته راغلى دى.د دغه قوت د څه والي په اړه به خبره ګرانه وي اما د څرنګوالي په اړه يې ځانګړنې بيان شوې دي.

    مثلاً: حضرت ابو علي ابن سينا رحمه الله فرمايي:
((انسان وايي چې په سترګو مې پلانکى شى وليد، خپه شوم، خوشحاله شوم، همدارنګه وايي چې په لاس مې واخېست، په پښو لاړم، په ژبه مې خبرې وکړې،  په غوږو مې واورېدل، په پلانکۍ موضوع کې مې فکر وکړ، خيال مې وکړ، له دې امورو څخه څرګندېږي چې په انسان کې يو جامع شى شته چې دغه ادراکات او افعال پرې ختمېږي او موږ ته څرګنده ده، هغه جامع شى چې دغه ادراکات او افعال پرې ختمېږي د بدن له اجزاوو څخه نه دى، ځکه چې شخص په غوږونو نه ويني، په سترګو نه اوري، په لاسو پر لاره نه ځي او په پښو شى نه اخلي، ځکه نو په هغه کې يوشى شته چې د ټولو دغو ادراکاتو او افعالو جامع دى، همدا وجه ده چې انسان ځان ته اشاره کوي او وايي((زه)) او دغه _زه_ د بدن ماورا شى دى.))

    پر دې سربېره د اروا د څه والي په اړه دنه پوهېدنې ښايې يو علت دا هم وي چې ځينې علما او عام لوستونکي د اروا او نفس په اړه بېلابېل نظرونه لري، چې عام لوستونکي د دې دوو يادو کلمو په څه والي کې شکي کېږي، په قرآن کريم کې اروا او نفس دواړه ياد شوي دي، اما د (شرح العقيدة الطحاوية)ليکوال ابن ابى العز الحنيفي ليکي: ((د نفس اطلاق په څو شيانوکېږي، دا رنګه د روح؛ نو کله  يوشى ورڅخه مقصد وي، او کله هم جلا جلا معنا لري، د نفس اطلاق په روح زياتره هغه وخت وي، چې له بدن سره پيوست وي اوکه بېل يا ځانته وي، نوپه دې صورت کې ورباندې اطلاق نه کېږي.))

 د اروا او نفس اړوند شيخ ابن قيوم جوزي په کتاب الروح کې د مقاتل بن سليمان له قوله وايي، چې د خوب په وخت کې د انسان نفس وځي، او اروا يې پاتې کېږي، د دوى ترمنځ اړيکه لکه د لمر او وړانګو ترمنځ داسې وي. همدارنګه يې ورپسې د ابن منده قول راوړى دى، چې هغه هم اروا او نفس دوه بېلابېل مفهومونه ګڼلي دي، مګر ابن قيوم جوزي په خپله پر دې نظر دى، چې د مرګ په وخت کې له انسانه د اروا وتل دا مانا لري، چې نفس او اروا يو دي.

کله کله که مو د (نفس مطمينه، نفس اماره، نفس لوامه) ترکيبونه اورېدلي يا ليدلي وي، دغه ډول ترکيبونه دې تاسې په اندېښنه کې نه کوي، چې ګواکې نفس او اروا سره بېل دي، يا هم په انسان کې درې نفسونه دي، بلکې دغه ترکيبونه د اروا د ځانګړنو په خاطر، ارواته   د توصيفې ترکيبو په توګه استعمالېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x