د ابتدايي ليکوال له پاره څو کرښې

خیال کوچی

(۱)⬅ ليکـوال بايد په ديني او عصري زده کړو کې د پام وړ علمي سطحـه ولري تر څو يې ليکنه هر اړخيزه او په ديني او عصري معيارونو پوښلي وي .

(۲)⬅ ليکوال لپاره اړينه ده چې فکري ځواک يې لوړ او خلاص وي تر څو يې ليکنه له تعصب او افراط څخه لرې او پاکه وي .

(۳)⬅ ليکوال بايد ازاد او خپلواکه وي تر څو يې ليکنه تر ټولو قومي مذهبي او سياسي اړخونو ورسيـږي او ګټه ترې واخلي .

(۴)⬅ ليکوال ته پـکار ده چې تل د ديني او عصري کتابونو د مطالعې تر څنګ د تاريخي کتابونو مطالعه خورا ډيره وکړي .

(۵)⬅ د ليکوال ، ليکنه ديني وي او که سياسي او يا تاريخي بايد واقعيت ولري او رښتينې وي؛ تر څو له جدي نيوکو سره مخ نشي .

(۶) ⬅ د ليکوال ليکنه بايد له اهمو مطالبو ډکه خو لنډه او نه ستړې کيدونکې وي تر څو د لوستونکو لپاره د ذهني
فشار او ستومانتيا لامل ونه ګـرځي .

(۷) ⬅ ليکوال چې په هره ژبه کې ليکنه کوي بايد د همغې ژبې ژبنۍ بڼه ولـري تر خپل وس او توان دې کوښښ وکړي چې د نورو ژبو نه پکې الفاظ يا لغات ونه کاروي .

(۸)⬅ ليکوال بايد دلوړ صبر، تحمل، زغم او د ښو اخلاقو خاوند وي ځکه کيديشي يو څوک دده پر ليکنه نيوکه وکـړي نو له هغه سره د بحث په صورت کې بايد ياد ټـکي په نظر کى ونيسي .

(۹) ⬅ ليکوال بايد له حالاتو واقعاتو او اړونده سياسي مسائلو سره اشنا وي او تل بايد رسنۍ او سياسى بحثونه تعقيب او وڅاري .

(۱۰) ⬅ ليکوال بايد هـره موضوع ځانګـړې وليکي او خپله ليکنه تر پايه تعقيب کړي تر څو بله موضوع ورګډه نه کـړي ، که د ضرورت په وخت کى کومه واقعه يا خاطره د مثال په طور وړاندې کوي کولاى شي خو بايد اشاره ورته وکړي نه دا چى هغه واقعه تر پايه وليکي .

(۱۱) ⬅ د ليکوال ليکنه بايد د بل ليکوال له ليکنىږې سره خورا توپـير ولرى؛ تر څو نقليـزه بدګماني رامنځ ته نشي.

(۱۲)⬅ د ليکوال بايد دې ټکي ته پام وي چې له اړتيا پرته يو لفظ په مکرر ډول ونه ليکي؛ ځکه دې سره ليکنه پيکه او بى خونده ښکاري .

(۱۳) ⬅ ليکوال بايد هيڅـکله له نورو موضوعاتو او ليکنو نقل ونـکړي بايد خپل ټول ذهني قوت پکار واچوي تر څو يئ ليکنه ارزښتـناکه او هر چاته د خوښې وړ وګـرځي .

(۱۴)⬅ نوى ليکوال بايد خپله ليکنه يو تکـړه ليکوال ته وښيي تر څو يې نيمګـړتياوې ورپه ګـوته کړي ، وروسته دې بيا خپره کړي.

(۱۵)⬅ ليکوال بايد ښه خائسته خـط ولري او املاء کې هيڅ قسمه ستونـزه ونه لـري.

(۱۶)⬅ ليکوال بايد خپله ليکنه تر نشرولو وړاندې ښه په دقت سره وګوري تر څو يې نيمګـړتياوې ورپوره کړي او بيا يې نشر کړي.

یوه تبصره

  1. لیکوال باید ښایسته خایسته ونه لیکي

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.